افغانستاناقتصاد او رغونه

پر افغانستان له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د انرژۍ د ټرانزیټ اغېزې

ترکستان؟
منځنۍ اسیا له تاریخي پلوه داسې سیمه ده، چې لوېدیځ او ختیځ تمدونونه یې سره نښلول. منځنۍ اسیا په وچه کې راګیرسیمه ده، چې د یوریشیا په زړه کې موقیعت لري او د اسیا اروپا او منځني ختیځ په څلور لارې کې واقع شوی. دغه پراخه سیمه چې د سایبیریا د غرونو په سویل کې تر پاکستان، افغانستان او ایرانه پرته ده. په دغه لویه سیمه کې کسپین سمندرګی پروت دی، چې جیو ایکانومیک او جیو ستراتیژیک اهمیت لري. د نړۍ ډېر لوی زبر ځواکونه چین او روسیه یې ګاونډیان دي. په تاریخي لحاظ دغې پراخې جغرافیې ته ترکستان وایی، چې د قومي او کلتوري مشخصاتو له اړخه یې پولې نه دي مشخص شوې.(عابد ۲۰۱۴)
منځنۍ اسیا له ۲۰۰ کلونو راهیسې د روسیې د ۲ دورو تزاري روسيې او شوروي اتحاد تر پلانونو او استعمار لاندې وه په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي ترماتې وروسته د سیمې په سیاسي او اقتصادي ژوند کې یو نوی دور پیل شو او په دغه کال کې د منځنۍ اسیا لویه برخه خاوره په کوچنیو هېوادونو بدله شوه، چې په کې قزاقستان، قرغیزستان، تاجيکستان، ازبيکستان او ترکمنستان شامل دي. لوی هېواد په کې د ۲،۷ میلیون کیلومتره مربع مساحت په لرلو سره قزاقستان او کوچنی یې د ۱۴۳ سوه زره کیلومتره په مساحت تاجيکستان دی . په دغه سیمه کې د شوروي له ماتې وروسته د لوېدیځ دلچسپي زیاته وه، خو د سیمې د مشرانو له سوړ غبرګون سره د مخامخ کېدو له امله د سیمې ټول پنځه واړه هېوادونه د شوروي له ړنګېدو شل کاله وروسته هم لږ تر لږه د انرژۍ په برخه کې په روسیې پورې تړلي پاتې شول.(عاصم ۲۰۱۸م)
د منځنۍ اسیا مساحت له هندوستان څخه ډېر او ۴ میلیونه کیلومتره مربع دی،خو د وګړو شمېر یې تر سل میليونو کم دی. د دغې سیمې خلک له سمندره په لرې واټن کې پراته دي او موقیعت یې د دې سبب شوی، چې ونه شي کولای خپله انرژي نړیوالو مارکېټونو ته په اسانۍ سره ورسوي. دوو خواوو ته یې لوی قدرتونه روسیه او چين پراته دي او سویل ته یې ایران او افغانستان پراته دي، چې دوی یې د خپلې انرژۍ د صادرولو لپاره مهمه لار بولي. د نړۍ په دغه بډایه سیمه کې نژدې ۵۰ میلیارده بیلره نفت تثبیت شوي، چې د ټولې نړۍ ۵ په سلو کې نفت او څه باندې ۲۰ ټریلیون متر مکعبه ګاز چې د نړۍ ۱۱ په سلو کې ګازي زېرمې په منځنۍ اسیا کې پرتې دي. نورې نړۍ ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ د لېږد سیاست اوس د دغو هېوادونو لومړیتوب دی. له تاشکند څخه ختیځ پولو د شانګهای غاړې سمندر ته ۵۴۲۱ کیلومتره واټن دی. د پاکستان تر کراچۍ او د ایران تر بندر عباس بندره پورې ۲۷۷۰ کیلومتره لاره ده. د لوېدیځ پر لوري په بالتیک کې د ریکا تر سمندر غاړې پورې ۵۵۰۰ کیلومتره او د روسیې تر تور سمندرګي پورې ۳۹۵۰ کیلومتره واټن دی. پر دې اساس له ټولو مناسبه لاره ورته د افغانستان له لارې د پاکستان د کراچۍ بندر او د هند بازار دی، چې هم دوی ترې کاروبار کولای شي او هم خپله انرژي ورته استولای شي. په دغه لاره کې پراته هېوادونه افغانستان او پاکستان او ورسره خواکې هندوستان هم د منځنۍ اسیا انرژۍ او منابعو ته اړتیا لري او هم په دغو هېوادونو کې سیاسي اجنداوې نه تعقیبوي. خو دغه لار کې د پامیر، هندوکش، الټالیې او کويټ ډاګ په څېر دنګ دنګ غرونه د سیمې اړیکې له مالي خنډ سره مخامخ کوي. په منځنۍ اسیا کې ترکمنستان د لارې د لنډوالي له امله په ایران او اذربایجان او قزاقستان په روسیې او چین باندې تکیه کړې خو اوس ترکمنستان، تاجيکستان او ازبيکستان ته له ټولو مناسبه لاره افغانستان او پاکستان بلل کېږي.(عاصم ۲۰۱۸م)د منځنۍ اسیا د اوبو شبکه یا سندونه هم په وچه کې راګیر دي او بحر ته لاره نه لري، خو له دنګو غرونو سرچینه اخلي. لوی سیند یې امو او سیر سیندونه دي، چې د امو لویه برخه له افغانستانه تیرېږي او د اورال سمندر ته د څه باندې دوه نیم زره کیلومتره واټن په وهلو سره بهېږي.(عابد ۲۰۱۴م)
د منځنۍ اسیا جیوسياسي چاپېریال
د منځنۍ اسیا جیوسياسي چاپیریال د هغه د ګاونډیو او ښکېلو قدرتونو د پېژندلو پراساس تحلیل کولی شو. منځنۍ اسیا له لویو ځواکمنو هېوادونو سره پوله لري. په شمال کې له روسیې سره پوله لري، چې یو ځوکمن هېواد دی، چې لسیزې یې دغه سیمه مستعمره وه. په ختیځ کې یې چين ګاونډی دی، چې د ۲۱ مې پيړۍ نړیوال زبر ځواک بلل کېږي. ایران او افغانستان یې هم سویلی ګاونډیان دي، چې نږدې قومي او فرهنګي اړیکې ورسره لري. ترکیه بل مهم هېواد دی، چې منځنۍ اسیا ورسره تاریخي اړیکې لري.(عاصم ۲۰۱۸م)
یو شمېر نورو لرې نړیوالو ځواکمنو هېوادونو لکه امریکا او ورسره تړلو ملګرو یې هم له ۲۰۰۱م کال نه وروسته د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ډیپلوماټیکي اړیکې پراخې کړې. د منځنۍ اسیا هېوادونو له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره د اړیکو له پراختیا په ګټې پورته کولو سره په جیو سیاسي چاپېریال کې خپل نړیوال اهمیت زیات کړ، همدا وه چې په ۱۹۹۹م کال کې دغو هېوادونو خپل جیوپولیټیک موقعیت ته په کتو سره تصمیم ونیو،چې یوازې په روسیې تکه کمه کړي. د همدې لپاره یوازې تاجيکستان د روسیې په نظامي فکټ کې شریک شو او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو روسیې ته د رد ځواب ورکړ. پاتې نورو وغوښتل له نړیوال مارکیټ سره ځانونه برابر کړي.(حمیدی ۲۰۱۵م)
په منځنۍ اسیا کې د امریکا د ښکېلتیا تاریخ ۹۰مو کلونو ته ورګرځي او موخه یې په سیمه کې د ایران او روسیې د نفوذ کمېدل و او په دې برخه کې یې لومړی له اذربایجان سره همکاري زیاته کړه. په ۲۰۱۱م کال کې امریکا په منځنۍ اسیا کې د خپل نفوذ د پیل لپاره د ورېښمو د نوې لارې وړاندیز رامخې ته کړ، چې افغانستان او هند یې مهم اړخونه بلل کېږي. امریکا غواړي په منځنۍ اسیا کې د چین او روسیې مونوپولي یا یوازیني قدرت توب پای ته ورسوي. امریکا د وریښمو د نوې لارې لپاره څو مهمې بنسټیزې طرحې رامخې ته کړې، چې د افغانستان، ترکمنستان او تاجيکستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، د برېښنا د لیږد شبکه چې د ټوټاپ په نوم یاده شوې او د ټاپي د ګازو نل لیکه په کې شامله ده. دغه طرحه په سیمه کې د روسیې او چین نفوذ کموي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په سویلي اسیا کې پراخ بازارونه په لاس ورکوي، چې د امریکا له هراړخیز ملاتړه برخمنه لاره ده. امریکا باور لري، چې دا طرحه به نه یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه،بلکې افغانستان او پاکستان ته پرېمانه ګټه په لاس ورکړي او کابل به دواړه خواوې له نړیوال بازار سره ونښلوي. له بل پلوه به ایران ته له دې اړخه ټکان ورکړل شوی وي او د امریکا ستراتیژیک دوست هند ته به په منځنۍ اسیا کې د چین په څېر د پانګونې زمینه برابره شوې وي او د هند او پاکستان د انرژۍ امنیت به د منابعو او لارې له اړخه خوندي شوی وي.(عاصم ۲۰۱۸م)
چین هم سیمه کې نړیوال اقتصادي ځواک دی، چې په منځنۍ اسیا کې پرېمانه ستراتیژیکې ګټې لري او د خپلو دغو موخو د ترلاسه کېدو لپاره یې اقتصادي پانګونه په سيمه کې ترسره کړې ده. له ۲۰۰۱م کال وروسته افغانستان او د منځنې اسیا ګاونډ ته د امریکا راتلو چین نور هم دې سیمه کې د ځانګړو ستراتیژیو پلي کېدو ته وهڅاوه او د خپلو سرحدي سیمو په اړه اندېښمن شو. خو برعکس دې کار د سیمې هېوادونه نور هم د چین خواته ورنږدې کړل. د منځنۍ اسیا په انرژۍ ماړه هېوادونه د امریکا له هژمونیک سیاست څخه ویرېدل او د خپلې انرژۍ د پلور لپاره یې د چين پانګونه بې سیاسي اغېزو ومونده. چین دا مهال هرکال څه باندي ۳۰۰ میلیونه ټنه نفت واردوي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۵م کاله پورې به چین په یوازې سره د پولې اروپا څخه زیات نفت وارد کړي.(بهرام ۲۰۱۳م)د ۲۰۰۹م کال د ډسمبر په ۱۴مه د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د خپل هېواد په ختیځ کې د تېلو په یوه زېرمه کې د چین د ولسمشر هوجینتاو، د قزاقستان ولسمشر نظربایوف او د ازبيکستان د ولسمشر اسلام کریموف کوربه و، چې د هغه ۱۸۰۰ کیلومتره ګازو د نللیکې پرانیسته یې وکړه، چې له ازبيکستانه چین ته په کال کې ۳۳ میلیارده کیوبیک متره ګاز لېږدوي. دا د ختیځ په لور د منځنۍ اسیا د انرژۍ د لېږد یا صادرولو په برخه کې مهمه ورځ وه. په دغه نوي عصري سفر کې یو ځل بیا د ورېښمو د زړې لارې د نوې کولو څرکونه پیاوړي شول او د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د راکړې ورکړې پالیسۍ په غوړېدوشوې.(مارت ۲۰۰۹م)
د منځنۍ اسیا اقتصادي ارزښت یا جیوایکانومي
په ۲۱مه پیړۍ کې چې کله هم په نړیوال د مذاکراتو میزونو کې د انرژۍ په سر بحث کېږي نو ورسره جوخت د منځنۍ اسیا هېوادونه او د دوی ذخایر د بحث اجنډا وي. د دوی له انرژۍ سره د نړۍ هر هېواد پوره دلچسپي لري او ورته دلاسرسي لپاره یې هڅه کوي.
په ازبيکستان او تاجيکستان کې د ګازو او تېلو د زېرمو په کشف سره سيمه کې روسیه نوره هم بوخته شوه. په ۱۹۵۰ مو ۶۰ مو او ۷۰مو کلونو کې د انرژۍ د نویو زېرمو په کشف سره ډېرو لوېدیځې کمپنيو په منځنۍ اسیا کې پانګونې ته رامخې ته شوې، چې امریکا هم په کې شامله وه خو شوروي اتحاد ورته اجازه ورنه کړه.
په ۱۹۷۰ مو کلونو کې په نړیواله کچه د انرژۍ اصلي منبع تېل وه، چې د ټولې نړۍ نژدې نیمایي یانې ۴۶سلنه له تېلو ترلاسه کېده، ۲۴ سلنه نوره له ډبرو سکرو، ۱۶ سلنه له طبیعي ګازو، نژدې ۲ سلنه له برېښنا او نژدې یو په سلو کې له اټومي توکو ترلاسه کېده. خو په تېرو څلورو لسیزو کې په دغه برخه کې لوی تغيیرات راغلي او په ۲۰۱۲م کال کې د نړۍ ۳۱ سلنه انرژۍ له تېلو،۲۹ سلنه له ډبروسکرو، ۲۱ سلنه له ګازو او نژدې ۵سلنه له اټومي موادو ترلاسه کېده. دا په ټوله نړۍ او د افغانستان په شاوخوا سیمه کې د سترو بدلونونو د راتلو ښکارندویي کوي. د افغانستان له خاورې د ټاپي په څېر د ګازو د سترو پروژو تیرېدل په دغه برخه کې ښکاره نښه بلل کېږي. خو لاهم په نړۍ کې له دغو منابعو پرته پر نورو انرژیکي منابعو لکه لمریزه برېښنا، باد او اوبو، اتوم او نورو برخو پام په زیاتېدو دی.(عاصم ۲۰۱۸م)
د کسپین سیمه د اروپایي هېوادونو لپاره ترهغه وروسته د توجه مرکزي ټکی شو، چې ویې غوښتل د طبیعي ګازو د منابعو لپاره بدیلې لارې ولټوي. په دې برخه کې ترکمنستان د اروپا د ګازو مهمه سرچینه وبلل شوه. په وچه کې د راګیر هېواد په توګه تر دې وروستیو پورې ترکمنستان له شوروي ورپاتې نللیکو باندې ډډه وهلې. د منځنۍ اسیا دغه هېواد د مسکو د انرژۍ د مهربانه پالیسیو له برکته ژوند کوي او خپله بهرنۍ تګلاره یې پرهمدې اساس برابره کړې. په عین حال کې د ګازو عواید د عشق آباد د بودیجې غوښتنه او مهمه برخه ده. ترکمنانو هڅه کړې، چې د روسیې له خاورې د خپلې انرژۍ په تیرولو پیسې او د نړۍ پام ترلاسه کړي. خو دغه هیواد په وروستیو څو کلونو کې داسې هڅې پیل کړې، چې پر چین سربېره د افغانستان له لارې خپل تولیدات صادر کړي، دې چارې ترکمنستان، تاجيکستان ته له مسکو پرته د ساه اخیستو چانس ورکړ. له اروپا سره د مسکو د اړیکو له خرابېدو وروسته ترکمنستان هم ځان له کړکیچ سره مخامخ ولید او د نویو لارو په لټه کې شو، چې له اروپا پرته خپلو پرېمانه ګازي زېرمو ته مارکیټ ومومي.
په ۱۹۷۳م کال کې په منځني ختیځ کې د نړۍ نژدې۳۷ سلنه نفت تولیدېدل او ۱۲ په سلو کې نور یې د روسیې او منځنۍ اسیا په هیوادونو کې تولیدېدل. د نړۍ د نفتو د سترو تولیدونکو هېوادونو په سرکې سعودي عربستان راځي چې څه د باندې ۱۳ سلنه د نړۍ خام تېل تولیدوي، ورپسې د نژدې ۱۳ سلنه نفتو په تولید سره روسیه او د منځنۍ اسیا هیوادونه په دوهم نمبر کې ولاړ دي. د انرژۍ د نړیوال سازمان د احصایو له مخې د نړۍ د تېلو ستر واردونکی هېواد امریکا ده چې په کلني ډول شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ټنه تیل واردوي، ورپسې د افغانستان ګاونډ هېواد چین دی چې ۲۷۰ میلیونه ټنه او په درېیم نمبر کې هندوستان راځي، چې د کال ۱۸۵ میلیونه ټنه نفت واردوي.(IEA key world energy statistics 2014)پاکستان هم د نفوسو د ډېروالي، انرژۍ ته د اړتیا او د کورنیو منابعو د کموالي له امله پراخه اړتیا لري. دغه اړتیاوې او شمیرې په سيمه کې د انرژۍ د لېږد له اړخه د افغانستان اهمیت ته اشاره کوي. چین او هندوستان دواړو په افغانستان کې لویې پانګونې کړې او غواړي، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغاانستان له لارې وصل شي. پاکستان هم د طبيعي اړتیا له مخې له نورو ډېر افغانستان ته اړ دی، چې منځنۍ اسیا ته لاسرسی ومومي.د طبیعي ګازو ستر تولېدونکی هیواد امریکا او ورپسې روسیه ده، خو د صادراتو له اړخه روسیه په لومړي، قطر په دوهم، ایران او ناروې دریم او ترکمنستان څلورم نمبر هېواد دی، چې دا د افغانستان لپاره خورا مهم خبر دی.سره له دې چې ترکمنستان په نړیواله کچه د ګازو د زیرمو له اړخه څلورم درجه هېواد دی، خو په سیمه کې د همکاریو د کموالي له امله ترکمنستان د صادرونکو هیوادونو په برخه کې وروسته پاتې دی. امریکا په نړۍ کې څه باندې ۳۲ په سلو کې اټومي انرژي تولیدوي او د بټیو د نصبولو وړتیا هم په ګرده نړۍ کې له امریکا سره زیاته ده او څه باندې ۱۰۰ بټۍ لري، د اوبو د برېښنا تولید بیا په چین کې کېږي، چې د ټولې نړۍ د اوبو د برېښنا ۲۳ سلنه تولیدوي، ورپسې امریکا راځي.(عابد ۲۰۱۴م)

څېړونکی : شفیق الله (ظاهر) درېیمه برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *