اقتصاد او رغونهلیکنې

پر افغانستان له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د انرژۍ ټرانزیټ اغېزې

افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې
افغانستان له منځنۍ اسیا سره څه باندې ۲۰۰۰ کیلومتره پوله لري او د دغه هېواد ۸ شمالي او لوېدیځ ولایتونه له منځنۍ اسیا سره نښتي دي. له تاجيکستان سره ۱۳۴۴ کیلومتره پوله، له ازبيکستان سره ۱۳۷کیلومتره او له ترکمنستان سره ۷۴۴ کیلومتره پوله لري. تر ۲۰۱۸م کاله پورې د څلورو بندرونو له لارې افغانستان د منځنۍ اسیا له درېيو هېوادونو سره مخامخ رسمي سوداګري او راکړه ورکړه کوله. تر لسو ډېرې نورې لارې هم تاجيکستان او ترکمنستان ته ورتېرې شوي او په سیمه کې شته امکاناتو ته په کتو سره به په راتلونکي کې په یو شمېر نورو بندرونو باندې هم رسمي تګ راتګ پیل شي.(عاصم ۲۰۱۸م)
منځنۍ اسیا د هر ډول طبیعي منابعو زېرمه بلل کېږي، چې مهم توکي یې تیل او ګاز دي، خو قیمتي فلزات لکه سره زر، سپین زر، مګنیزیم او یورانیم یې هم د یادولو وړ دي. د منځنۍ اسیا دغه پنځه هېوادونه د نړۍ د انرژۍ د ټولې زېرمې (نفت و ګاز) نژدې ۹ په سلو کې جوړوي، خو د تېلو د تولیدونکو هېوادونو په اتحادیه او اوپیک کې د دوی ونډه ډېره کمه ده،خو په دې وروستیو کې د ستر نړیوالو کمپنیو د پام وړ ګرځېدلي دي.
قزاقستان په منځنۍ اسیا کې یوازینی هېواد دی، چې د وارداتو په پرتله یې صادرات زیات دي او په تېرو دوو لسیزو کې یې په پرېمانه کچه انرژي بهر ته صادره او اقتصاد یې وده وکړه. دغه هېواد د ۲۰۱۶م کال د ارزونو پر اساس نژدې ۳۷ میلیارده بيلره ثابت نفت لري، چې د ټولې نړۍ د ثابتو نفتو څه باندې ۳ په سلو کې جوړوي. ازبيکستان د منځنۍ اسیا زورور سیاسي هېواد دی، چې ولسمشر شوکت میرضایوف یې له لوېدیځ او افغانستان سره د اړیکو پراخولو ډېر لیواله دی، اشرف غني له پاکستان سره د ټرانزیټي ستونزو په زیاتېدو له ازبيکستان سره اړیکې پراخې کړې او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸م کلونو ترمنځ د تاشکند او کابل تجارت دوه برابره زیات شي.(عاصم ۲۰۱۸م) (یو بیرل په امریکایي سیستم کې ۱۵۹ لتره کېږي).
تېل او منځنۍ اسیا:
د بریټش پټرولیم د ۲۰۰۹م کال د احصایې پربنسټ منځنۍ اسیا په ورځ کې ۱۴۰۷۰۰۰ بېرله خام تیل صادرول، چې قزاقستان په کې له ټولو مخکښ او ۱۳۲۵۰۰۰ بيلره، ترکمنستان ورپسې په ورځ کې ۸۲۰۰۰ بيلره، ازبيکستان په ۲۰۰۶م کال کې ۱۱۴۰۰۰ بيلره، خو په ۲۰۱۶ م کال کې دغه کچه نیمایي ته راټیټه شوه او په ورځ کې یې ۵۵۰۰۰ تیل تولیدول. د نړۍ په کچه قزاقستان د تیلو ۱۴م نمبر ستر تولېدونکی هېواد او ترکمنستان ۳۵م نمبر ستر تولیدونکی هېواد دی.
قزاقستان په منځنۍ اسیا کې د ډبروسکرو د زېرمو له اړخه هم بډایه هېواد او په سیمه کې له روسیې وروسته د سکرو دوهم لوی تولېدونکی هېواد دی. په دې هېواد کې ۸۷ په سلو کې برېښنا د خصوصي سکتور له خوا تولیدېږي او د ۲۱ شرکتونو له خوا وېشل کېږي. په قزاقستان کې۷۰ سلنه بریښنا له ډبرو سکرو ترلاسه کېږي او پاتې ۱۰ یې له تیلو، ۱۰ یې له ګازو او ۱۰ سلنه نوره یې له اوبو ترلاسه کېږي. په دې توګه دغه هېواد په کوردننه ترخپلې اړتیا د زیاتې انرژۍ د تولید وړتیا لري، چې که د سویلي اسیا هېوادونه یې د ترلاسه کولو هڅه وکړي په ارزانه بیه یې پېرلی او واردولی شي.(عاصم ۲۰۱۸م)
د منځنۍ اسیا د تیلو نللیکې:
د اتیارو- سمارا نل لیکه، چې د قزاقستان له اتیارو سیمې پیلېږي او د روسیې تر سمارا پورې د ۶۹۵ کیلو متره په اوږدوالی سره د ورځې د ۳۱۰ زره بيلره تېلو د لېږدولو وړتیا لري.
د کسپین نللیکه، چې د قزاقستان د تنګیز له سیمې پیل او د ۱۵۹۳ کیلومتره په اوږدوالی سره په تور سمندر کې د نوروسیسک بندر ته غزېدلی دی او د ورځې ۵۶۵ زره تیلو د لیږد وړتیا لري. په ۲۰۱۵م کال کې د دغې نللیکې د تیلو لېږد وړتیا څه باندې یو میلیون بيلره ته لوړه شوه.
کینکیک اورسک نللیکه، چې په ورځ کې ۱۳۰ زره بيلره تیل له قزاقستان څخه د روسیې تصفیه خانو ته لېږدوي.
د روسیې، قزاقستان، چین نللیکه، چې په ورځ کې ۲۰۰ زره بيلره خام تیل د ۲۸۹۶ کیلومتره په اوږدوالی سره لېږدوي. دغه نللیکه په پیل کې د قزاقستان او چین ترمنځ غزیدلې وه، خو وروسته روسیه هم ورسره یوځای شوه او روسي تیل هم ل دې نللیکې چین ته رسېږي.
د باکو- تفلس- جیحان نللیکه له اذربایجان څخه د ګرجستان د تفلس له لارې په مدیترانې کې د ترکیې د جیحان بندر ته غزیدلې، چې ۱۷۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري او په ورځ کې څه باندې یو میلیون بيلره تیل لېږدوي او تر یو اشاریه اته میلیونه بيلره د زیاتېدو وړتیا لري.
د منځنۍ اسیا نللیکه، چې د قزاقستان تیل به د ترکمنستان او افغانستان له لارې د پاکستان ګوادر بندر ته لېږدوي.(د انرژۍ نړیواله اداره۲۰۱۷)
د منځنۍ اسیا څه باندې ۷۶ سلنه خام تیل د هغو نللیکو له لارې بهر ته صادرېږي، چې له روسیې تیرې شوې،پاتې ۲۳ سلنه تیل یې د قزاقستان، ایران او قزاقستان، چین د نللیکو له لارې صادرېږي.
ګاز او منځنۍ اسیا:
منځنۍ اسیا د تیلو په پرتله د ګازو له اړخه ډېره د پام وړ ده. په ټوله منځنۍ اسیا کې د انرژۍ دغه ماده شتون لري، خو په لومړي سرکې ترکمنستان، بیا قزاقستان او په دریم نمبر کې ازبيکستان راځي. د برتانیې د تیلو شرکت بي پي د معلوماتو په اساس چې په دغه سیمه کې ټوټال څه باندې ۶ ټریلیون کیوبیک متره مکعب ګاز شتون لري. خو په ۲۰۱۴م کال کې په ترکمنستان کې د نویو زېرمو په کشفېدو سره دغه زیرمې نورې هم زیاتې شوې.(عاصم ۲۰۱۸م)
په دې برخه کې د منځنۍ اسیا له ټولو زیاته تکیه د روسیې له لارې په اروپایي مارکیټ ده او تر ۲۰۱۰م کال پورې یې ۹۹ سلنه کاز د روسیې له لارې بهر ته صادرېدل، خو په دې ورستیو کې له روسیې سره د اروپا د اړیکو لا ډېر خرابېدو سره د منځنۍ اسیا هیوادونو خپلې ګټې هم په خطر کې ولیدې اوپه بدیلو لارو یې فکر زیات کړ، چې دوی ته د چین سربېره له ټولو لوی او نژدې مارکیټ د افغانستان له لارې سویلي اسیا ده. (BBC نړۍ داوخت ۲۰۱۷م)
ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو ۷۰ په سلو کې ګازي زېرمې لري او په ۲۰۱۵م کال کې یې ۸۵ میلیارده کیوبیک متره مکعب ګاز صادر کړل او که د ټاپي پروژه عملي شي،نو به او سط ډول به یې ۳۰ میلیارده نور هم په کلني صادراتو کې زیاتوالی راشي. ترکمنستان د منځنۍ اسیا یوازینی هېواد دی چې شاوخوا ۷ نیم زره کیلو متره د ګازو نللیکې لري. (عابد۲۰۱۲م)
د منځنۍ اسیا د ګازو شبکې نللیکه له ترکمنستانه پیلېږي، د ازبيکستان او قزاقستان له لارې روسیې او له هغه ځایه اروپا ته د ۴۹۰۰ کیلومترو په واټن رسېږي او په کال کې ۶۰ میلیارد کیوبیک متره ګاز لېږدوي. د ترکمنستان او چین نللیکه ۶۶۹۶ کیلومتره په واټن د ترکمنستان له یولتان څخه پیل، د ازبيکستان له لارې قزاقستان او بیا چین ته داخلېږي، چې خورا اوږد واټن دی. دغه نللیکه په کال کې ۳۰ میلیارد کیوبیک متره ګاز لیږدوي، که دغه ګاز د افغانستان له لارې واستول شي، نو تر نیمایي یې واټن کمېږي. چین په همدې موخه له افغانستان سره ګډ کار پیل کړی
دی.(عاصم ۲۰۱۸م)

څېړونکی : شفیق الله – ظاهر / څلورمه برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *