دینې لیکنېلیکنې

پر امام حسین«رض» او ملګرو یې لومړی ماتم څنګه پيل شو!؟

سیدنا عمر فاروق ‌‌«رض» د ۲۳ز د ذوالحجې په ۲۶مه د مغیره بن شعبه ‌‌«رض» د غلام ابو لؤلؤ مجوسي له خوا د سهار په لمانځه کې په توره ووهل شو، ټپي شو او څو ورځې وروسته یې د شهادت جام وڅښه، هغه هیله یې پوره شوه، چې ویل به یې: یا الله! د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې مې شهید کړې!

خلیفه شهید شو او د نبي علیه السلام په روضه کې خاورو ته وسپارل شو، نه چا ماتم پرې وکړ او نه یې د شهادت په ورځ ماتمي غونډې جوړې کړې بلکې ډېرو مسلمانانو ته یې د شهادت نېټه هم نه وي معلومه.

د خلیفه له شهادت وروسته، د ده له ځيرکتیا او فراست سره سمه شوری جوړه شوه او د مسلمانانو لپاره دریم راشد خلیفه عثمان ‌‌«رض» تعین شو، ټول مسلمانان پرې راټول شول او ۱۲ کاله د مسلمانانو چارې په ډېر سم نظم او ضبط سره روانې وې، سوبو او فتوحاتو هم د روم او فارس له قلمرونو څخه قدمونه ور و اړول، د هند د راجا داهر، د چین، هسپانیې او فرانسې او … پر پولو د محمدي مدرسې علماء، پوهان، قوماندانان او پوځیان وسله په لاس د خپلو مشرانو امر ته منتظر ناست وو.

د مصر له لوري د عبدالله بن سباء یهودي په قو مانده څو کسان راغلل، د دریم راشد خلیفه کور یې محاصره کړ، لویو اصحابانو، لکه علي، زبیر او طلحه ‌‌«رض»م د هغه د کور د پيرې لپاره خپل زامن ور ولېږل، څو مظلوم خلیفه وژغوري، ولې متأسفانه باغیانو د هغه د کور دېوال د شا له خوا سوری کړ او د قرآڼ کریم د تلاوت پر مهال یې مظلوم خیلفه په ۳۵هـ کال د ذوالحجې په ۱۸مه د جمعې په ورځ شهید کړ، چې د شهادت خبر یې یوې مېرمنې د مسلمانانو تر غوږونو ورساو.

مظلوم خلیفه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو لوڼو خاوند و، چې یوه وفات شوه، بیا یې بله ور په نکاح کړه او رسول الثقلین[ص] ورته وویل، که دریمه لور مې درلودی، هغه مې هم در په نکاح کوله. د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوم او د مسلمانانو دریم خلیفه په مظلومانه ډول شهید شو؛ خو هیچا هم مستمر ویر او ماتم ورپسې و نه کړ، ولې د مظلوم خلیفه له شهادته پس (۳۵۰۰۰) مسلمانان له منځه لاړل!!!

خلافت په دوو برخو ووېشل شو، لوی شمېر اصحاب کرام ‌‌«رض»م له علي کرم الله وجهه سره ولاړ وو او بل لوی ټولي د حضرت امیر معاویه ‌‌«رض» لوری نیولی و، پر دې مهال دوې سترې جګړې وشوې او (۳۵۰۰۰) مسلمانان په کې ووژل شول، چې په هغو کې لوی لوی اصحاب کرام ‌‌«رض»م هم شامل وو. له نېکه مرغه د خارجي دښمنانو پر وړاندې علي کرم الله وجهه او امیر معاویه ‌‌«رض» متفق او متحد وو. معاویه ‌‌«رض» به رومیانو ته په زغرده ویل: ستاسو د مقابلې لپاره به د علي کرم الله وجهه تر قیادت لاندې د یو سپاهي او عسکر په حیث درځم!!

مغرض بهرني دښمنان، که د فارس مجوس وو او که د روم یهود او نصاری و، تل یې د اسلامي خلافت د ورکېدا او له منځه تللو هڅه کوله، نو د هغوی د دې مذبوحانه هڅو په پایله کې د عبدالله ابن ملجم خارجي په توره باندې د مسلمانانو څلورم خلیفه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هم زوم و او هم یې د تره زوی و (حضرت علي کرم الله وجهه) د هجرت په ۴۰ هـ د رمضان په ۱۷مه د جمعې په ورځ د سهار لمانځه پر مهال په توره وواهه او ټپي یې کړ، چې وروسته له هغو زخمونو په شهادت ورسېد؛ خو هیچا هم همېشنی وېر او ماتم پرې و نه کړ، ډېری مسلمانان خو د ده د شهادت نېټه هم نه پېژني، آن تر دې چې لوستي کسان هم ترې ناخبره دي!!!

له څلورم راشد خلیفه وروسته د ده مشر زوی امام حسن ‌‌«رض» د مسلمانانو خلیفه و او بیا یې خلافت حضرت معاویه ‌‌«رض» ته ورپرېښود او دا مهال د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دوې ویناوې رښتیا شوې:« زما په اُمت کې به دېرش کاله خلافت وي، بیا به پاچاهي وي». (مسنداحمد) اوبله دا چې «زما دا زوی مشر دی، زما د دې زوی په واسطه به الله جل جلاله د دوو مسلمانو ډلو ترمنځ سوله راولي». (بخاري)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه ویناوې رښتیا شوې، څلورو راشدو خلیفه ګانو څه کم دېرش کاله د خلافت چارې سمبال کړې او هغه پاتې موده یې امام حسن بن علي ‌‌«رض»ما ورپوره کړه کله چې هغه موده په بشپړېدو شوه، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه بله وینا صادقه شوه؛ ځکه چې امام حسن په ۴۱ هـ له معاویه ‌‌«رض» سره په ځينو شرطونو سوله وکړه. د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ مراندې بېرته ټينګې شوې، معاویه ‌‌«رض» د ټول اُمت خلیفه شو.

هو! د حسن ‌‌«رض» په اړه د رسول الله ویناوې سل په سلو رښتونې شوې، خو د مسلمانانو د زړه سر او سترګو تور د دین دښمنانو له لوري د زهرو په واسطه په شهادت ورسېد. معاویه ‌‌«رض» د مسلمانانو خلیفه شو، فتوحات لا ګړندي شول، هر لور ته مسلمانانو د اسلام پېغام رساو او د مسلمانانو قلمرو پراخېده، نو معاویه «رض» ته چا مشوره ورکړه، چې له ځانه وروسته خپل زوی یزید ولیعهد وټاکه، ده هم هماغسې وکړل، کله چې معاویه ‌‌«رض» وفات او یزید واکمن شو، نو ده د ځان لپاره بیعت اخیستل پيل کړل، چې ډېرو لویو اصحابانو ‌‌«رض»له بیعته انکار وکړ او له مدینې منورې څخه یې مکې ته مخه کړه، د علي کرم الله وجهه زوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسي د جنت د ځوانانو مشر امام حسین(رض) هم له هغه سره له بیعت کولو انکار وکړ. په دې وخت کې د کوفې خلکو حضرت امام حسین ‌‌«رض» ته دولس زره لیکونه راولېږل، چې ته کوفې ته راشه، ته زموږ امام او خلیفه یې، نو ده هم هوډ وکړ، چې د هغوی بلنه ومني، ډېرو اصحابو کرامو ‌‌«رض»کوښښ وکړ، چې هغه له خپل هوډه واړوي، ولې امام عزم کړی و، د هیچا یې و نه منله او مخ په کوفه له خپلو ملګرو سره روان شو، کله چې د کوفې حدودو ته ورسېدل، د لیکونو له استوونکو سره یې رابطه وکړه، هغوی ټول له امام سره له مرستې او بیعته انکار وکړ، چې موږ ته نه یې راغوښتی!!

امام او د هغه ملګري یې د یزید د لښکریانو په وړاندې یوازې پرېښودل، څو ځله د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې هم وشوې، خو یزیدي لښکرو هر څه رد کړل، یوازې یا له یزید سره د کربلا په میدان کې بیعت او یا جګړه!!!

هو! د امام حسین ‌‌«رض» ټول وړاندیزونه د یزید د عراق د والي عبیدالله بن زیاد له خوا رد شول، نو دی هم اړ شو چې د ظلم او زور زیاتي خلاف توره وځلوي یا هغه ظلم و زور له مڼخه یوسي او یا د شهادت جام وڅښي. هماغه وو چې د ده خپلوان میدان ته ورغلل او د ظالمانو له خوا د نبوي شمعې پتنګان یو په بل پسې د شهادت مقام ته ورسېدل، نو په پای کې د علي مرتضی زوی د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لمسی د جنګ ډګر ته ورغی او له اوږدې جګړې او سخت مقاومته وروسته زرعه بن شریک په توره او سنان بن انس نجفي په نېزه وواهه، د ۶۱هـ د محرم الحرام په لسمه، د جمعې په ورځ د کربلا په دښته کې خپلې همېشنۍ هيلې (شهادت) ته ورسېده. د جنت سردار په خپل بدن ډېر ټپونه خوړلي وو، ظالمانو په هغه بسنه و نه کړه او سر مبارک یې ترې پرې کړ. د عبیدالله بن زیاد لښکریانو د ده مبارک سره د کوفې په بازار کې وګرځاو، کوفه والو ژړل!!! نو امام زین العابدین رحمه الله وویل:( همدا خلک زموږ قاتلین هم دي او پر موږ باندې ژاړي هم!!!)

ابن زیاد د اهل بیتو کاروان او د شهیدانو سرونه یزید ته واستول، د یزید مېرمنې ترې وپوښتل: امیرالمؤمنینه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زړه ټوټه او دا د فاطمې د زوی حضرت حسین ‌‌«رض» سر دی!؟

یزید وویل: هو! ځه لاړه شه، پر هغه ماتم وکړه. الله جل جلاله دې ابن زیاد مړ کړي، هغه په دې کار کې خورا بیړه وکړه. د یزید له کوره ویر او ماتم پيل شو او تر دریو ورځو جاري و. له دې وروسته تر دریو سوو کلونو پورې په محرم کې د ماتم او نورو غمجنو کړنو هیڅ خرک درک نه و، ولې له دې وروسته د معزالدوله دیلمي په دوره کې د محرم په لسمه په بغداد کې پر امام حسین باندې د ماتم او ویر حکم جاري کړ. او له هغه پس المعزللدین فاطمي په ټول مصر کې فرمان جاري کړ، چې پر امام حسین ‌‌«رض» باندې ویر او ماتم وکړي.

کله چې ګوډ تېمور هندوستان ونیو، نو هلته یې د ماتم او ویر رسم دود کړ او له دې مخکې په هندوستان کې دا ناوړه رسم رواج نه و. (تاریخ ملت/ج/ص: ۵۱۲)

د ماتم رسم د اهل السنت والجماعت په اند حرام دی، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ګڼ شمېر احادیث رانقل شوي، چې په هغه کې یې ممانعت راغلی. د اهل تشیع علماؤ په نزد هم د ماتم د رسم په اړه محتاطانه رویه غوره شوې ده، په لبنان کې میشت سید محمد حسین فضل الله له تاوتریخوالي ډک ماتم څخه منع کړې ده او همداشان د نورو شیعه پوهانو، لکه خامنه یي او مکارم شېرازي په نزد هم د ماتم پر مهال کمیس وېستل جائز نه دي، په ځانګړي ډول په عامو ځایونو او د ښځو په وړاندې.

د ماتم رسم د حضرت امام حسین ‌‌«رض» دښمنانو پيل کړی او هغه خلک یې ژوندی ساتي، چې هغوی د امام حسین او د هغه د نیکه حضرت محمد مصطفی څخه یې مخونه اړولي دي.

د کربلا پر مظلومو شهیدانو دې تل اللهي رحمتونه وي!

عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *