دینې لیکنېلیکنې

پر اولاد د مور او پلار حقوق

مور او پلار په خپلو اولادونو ځانگړي حقونه لري لکه څنگه چې د قران عظيم الشان په يو مبارک ايت کې داسې راغلي دي : ژباړه: ((ستا پروردگار حکم کړی،چې پرته له هغه به د هېچا بندگی نه کوئ او له مور او پلار سره به نيکې او ښه چلند کوئ، که تا سره له هغونه يو يا دواړه زړښت ته ورسېږي نو هغو ته اف قدرې څه مه وايه او مه يې رټه بلکې نرمې او پستې خبرې ورته کوه او هغو لپاره د عاجزۍ او مهربانۍ پستې وزرې وغوړوه او دا دعا کوه پروردگاره پر دوئ رحم وکړې لکه څنگه چې دوئ له زړه سوي او خواخوږي سره په ماشومتوب کې زه پاللی يم. د مور او پلار اطاعت او له هغوی سره ښېگڼه او خدمت او د زړښت او بوډاتوب حق پېژندل يې او د هغو نه ځان ټيټ گڼل او د مرگ نه وروسته ورته دعا کول دا واجب حقوق دي چې د اولاد په ذمه باندې الله (ج) اېښي دي.په اسلام کې د والدينو اطاعت ډېر لوی اهميت لري امام قرطبی وايي: (( الله پاک په دې ايت کې د والدينو درناوی او له هغو سره ښه سلوک له عبادت سره تړلی بللی او واجب کړی يې دی) ابن عباس رض فرمايي: په قرانکريم کې دری ايتونه داسې پيوست نازل شوي،چې پرته له تړاوه تنها د بل ايت ويل او کول الله (ج) نه قبلوی لکه:(اطيعوالله واطيعوالرسول) نو که چا د الله اطاعت وکړ او د رسول الله (ص) اطاعت يې ونه کړ الله پاک يې هغه عبادت نه قبلوي او لکه: (واقيمواالصوة واتو زکوة) نو که څوک لمونځ وکړي او زکات ورنه کړي،نو د ده دا لمونځ الله تعالی نه قبلوي او يا دا ايت: (ان اشکرلی والوالديک) يعنې زما او د والدينو اطاعت له ټولو مهم دی او لکه د خدای د شکر په ځای کول د والدينو د شکر د ادا کولو په شان واجب دی او څوک چې د الله شکر وباسي او د والدينو ناشکري کوي الله پاک يې نه قبلوي.بخاری شريف يو حديث را نقل کړی له رسول الله (ص) نه چا پوښتنه وکړه چې د الله پاک په نزد کوم عمل ډېر محبوب دی؟ هغه مبار ک وفرمايل چې له والدينو سره ښه سلوک.بخاري ادب مفرد کې د عبدالله بن عباس رضی الله عنها يو حديث را اخيستی فرمايي : ژباړه: يو مسلمان کس چې مسلمان والدين ولري او د ثواب په خاطر هغوئ ته وگرځي الله پاک به ده ته په جنت کې دوې دروازې خلاصې کړي نو که يو وي نو يوه دروازه به ورته خلاصه شي او که له والدينو يو هم ناراضه وي ترڅو چې يې هغه راضي کړی نه وي الله پاک به ترې ناراضه وي چا پوښتنه وکړه اگر چې والدينو پرې ظلم کړی وي ويې فرمايل هو که څه هم د والدينو له خوا پرې ظلم شوی وي.همدارنگه جامع ترمذي او د حاکم مسدرک د عبدالله عمر و بن العاص نه روايت راوړی چې رسول الله (ص) فرمايلي: د الله پاک رضا د مور او پلار په رضا کې نغښتې ده. خلاصه داچې د ژوند په پړاويزو شيبو کې سل په سلوکې بايد د خپل مور او پلار اطاعت، درنښت او خدمت وکړو او تل د ښو او غوره خدمتونو په ترسره کولو د دوی زړه خپل او رضايت يې حاصل کړو ځکه چې د پاک الله رضايت د مور او پلار په رضايت کې نغښتی دی، نو بې له شکه نېکمرغه به وي هغه انسان چې په لومړي قدم کې د پاک خدای(ج) عبادت په ښه توگه ترسره کړي او همدا راز خپلې ټولې ورځنۍ چارې د اسلامي شريعت په رڼا کې سمبال کړي ترڅو په دې توگه د دنيوي او آخروي دواړو ښېگڼو برخمن شي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *