سرمقالې

پر تعليمي نصاب دې ژور فکر او پوره غور وشي!

افغانان که څه هم ډېر زيارکښ خلک دي او د سختو ستونزو، ستړيو او مصيبتونو ګاللو زغم لري، نو همدا وجه ده چې په يوه پېړۍ کې د نړۍ له درېيو ښکرورو زورواکو سره جنګېدلي او له خپل هېواده يې شړلي دي،خو دا چې له فني او علمي پلوه زښته ډېر ترشا پاتې دي،نو له همدې امله يې خپلواکي هم تل نيمګړې او د ژوند په اړتياوو کې اغيارو ته بيا هم په سر ښکته کولو مجبور شوي دي. د مثال په ډول که موږ ښې پياوړې او منظمې مدرسې لرلی، ولې به مو طالب العلمانو په پرديو هېوادونو کې نورو ته د داخلې زارۍ او خوارۍ کولې، که زموږ سره ښه پاخه ډاکټران او کره درمل وای ولې به مو له ناروغانو سره په بل هېواد کې داسې سپک چلند روان و، که زموږ سره پوره مسلکي عسکر او کاري مدافع سيستم وای، ولې به مو خپله فضا کې پرديو الوتکو او توغنديو ته د بې وسۍ سترګې وراړولې او که زموږ اقتصاد پر مختللی وای، ولې به د هر پرنګي-ګبروترسا د ناچيزه بشري مرستو منت اخيست او ترې مننه به مو کوله؟ حقيقت دا دی چې دا ټولې ستونزې، نيمګړتياوې او مجبورۍ فقط په علمي او فني مهارتونو هوارېدلی شي. بناءً پردې موږ په هر صورت مجبور يو چې که په هره بيه تمامېږي د خپلو ديني، عصري او مسلکي تعليماتو نصاب ته به له سره کتنه کوو او داسې به يې جوړوو چې په نتيجه کې يې هېواد سوکاله، بسيا او ملت يې له رښتينې خپلواکۍ برخمن شي.
د هېواد لپاره په علمي او فني برخه کې د يو ګټور او پرمختللي نصاب جوړول بې له شکه يوه سخته او درنه چاره ده،خو لکه چې موږ په ځينو اقتصادي مواردو کې اوږد مهالو پروژو ته اوږه ورکوو، همداشان په کار ده چې په علمي او مسلکي برخه کې هم پر يوې اساسي، اغېزناکې، شاملې او متکاملې نصابي پروژې کار کولو ته ملا وتړو. اوس نوکه څو کسه ښه ماهر، تجربه کار او له ديني او عصري زده کړو سره بلد اشخاص کېنوو او د مدارسو او ښوونځيو پر نصاب څېړنه او کار پيل کړي، تر ممکنه بريده يې ژر پای ته ورسوي او په ټول هېواد کې تطبيق هم شي، بې له شکه چې پنځه کاله وروسته به زموږ ديني علما، ډاکټران، انجنيران، نظاميان او نور مسلکي کسان هر يو خپله څانګه کې بشپړ او کافي مهارتونه ولري او که خدای کول هېواد او ملت به مو د پرمختګ په لور ګړندي ګامونه واخيستی شي. په دې لړ کې بايد يادونه وکړو چې مثلاً زموږ زياتره ديني علما چې ټولې زده کړې يې په عربي کتابونو کې ترسره کړې او خصوصاً د عربي ژبې زده کولو لپاره يې پنځه-شپږ کاله يوازې د صرف، نحوې او بلاغت په لوستلو لګولي،خو له بده مرغه پايله يې سراسر ناکامه ده. تر دې چې زموږ په سلو کې يو ديني عالم هم نه په عربي ژبه خبرې او نه پرې څه ليکلی شي،ښکاره ده چې يوازنی علت يې همدغه ناقص درسي نصاب دی،خو پوښتنه داده چې زموږ د تعليمي ادارو مسؤلين او د مدارسو استادان ولې دغې موضوع ته سمه پاملرنه نه کوي او د فنونو په تعليم او تدريس کې ولې له نوي درسي نصاب او معاصرو طريقو او موادو استفاده نه کوي،حال دا چې موږ يوازې په قرآن کريم او احاديثو کې بايد هماغه لرغوني کتابونه ولولو، نه په نورو فنونو کې.ځکه نور خو په وحی نه دي راغلي،بلکې د بشري تجربو او څېړنو حاصل دی چې اوس دا دی خورا ګټور، اسانه او مختصر کتابونه په کې ليکل شوي. په همدې ډول زموږ ډاکټران، انجنيران او نظاميان هم در قياس کړئ چې زياتره يې په خپلو خپلو څانګو کې هماغو زړو موادو پورې نښتي او ټول لګيا دي،راتلونکی نسل هم په همدې کچه وروسته پاتې روزي. لازمه ده پردې موضوع جدي غور وشي او که د ډېر بدلون راوستلو وس نه لرو، حد اقل خو بايد ژر تر ژره کار روان او د سمون پر خوا وړاندې لاړ شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *