لیکنېمقالی اوتبصرې

پر سيمه د پاکستاني کړکېچ اغېزې!

تېره اوونۍ د پاکستان مخکينی لومړی وزير او د پي ټي آی ګوند مشر عمران خان د اسلام آباد د پوليسو لخوا په محکمه کې ونيول شو او زندان ته يوړل شو، چې د عمران خان سره دا تعامل په هيواد کې د پي ټي اي ګوند د غړو پراخ غبرګونونه راپاورول او دا لاريونونه د حکومتي چارواکو تر کورو او تر حکومتي ادارو ورسېدل او هلته يې د ځينو لوړپوړو چارواکو کورونه چور او سوځولي دي.
زما په آند دا په منځنۍ آسيا کې د بې امنۍ، بې ثباتۍ او اورلګونې يوه دسيسه ده، ځکه چې په نوي نړيوال نظم کې افغانستان، پاکستان او منطقه ستراتېژيک موقعيت لري او مهم رول لوبوي، غرب ډېر کوشش وکړ، چې دا اور يا دا ناخوالي په افغانستان کې بلې کړي او د لاريون کوشش يې وکړ، چې دا مغرضانه کړنې يې ناکامې شوې او په سيمه کې ثبات او امنيت ډېر ښه وساتل شو.
خو له بده مرغه يې دا دسيسه په ګاونډ کې په کار واچوله، چې په کې کامياب شول، غرب غواړي هغه د منځنۍ آسيا په ستراتېژيک موقعيت کې بې امني او بې ثباتي رامنځته کړي، چې په دې سره سيمه او منطقه بې امنه او بې ثباته کېږي، چې دا حالت د دوئ لپاره ډېر مهم دی، ځکه چې دوی خپل ستراتېژيک اهداف تر لاسه کوي، دا چې کوم ستراتېژ‌يک اهداف څه دي، هر څوک يې ځان ته تعريفوي.
غرب غواړي د نوي نړيوال نظم رُخ بدل کړي او د نړېوالو پاملرنه بل اړخ ته جلب کړي، تر څو دوی خپلو اهدافو ته رسېدنه وکړي.
نو د ګاونډ د اور تورې لوخړې حتماً پر کلي تأثير لري، که څه هم په کلي کې اور نه وي بل خو هغه کومې لوخړي چې دي، هغه پر کلي اغېزه کوي.
نو ځکه د ګاونډ دا حالاتو ته نه يم خوښبين او نه يې ښه تحليلوم.
دا چې مخته به څه پېښېږي وخت به يې ثابته کړي..؟
خو زه يې په سيمه کې د بې ثباتۍ او بې امنۍ ستره الګو تعريفوم.

حمزه الياس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *