افغانستان

پر صادراتو د هند محدوديتونو د وریژو بیه لوړه کړې

په وروستۍ لسیزه کې د وریجو بیه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ځکه چې هندوستان خپل صادرات محدود کړي دي. د دې ترڅنگ ناسمه هوا د وریجو کروندو ته هم زیانونه رسولي دي. داسې ښکاري چې د خوراکي توکو ناامني په ډېریو هغو هېوادونو کې مخ پر ډېرېدو ده چې وریجې د اصلي خوراک په توګه کاروي. هند چې په نړۍ کې د وریجو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی، تیره میاشت د غیر باسمتی سپینو وریجو په صادراتو بندیز ولګاوه او اعلان يې وکړ چې موخه یې په هېواد کې دننه د وریجو د نرخونو ټیټول او محصولاتو ته د داخلي لاسرسي تضمین دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *