
پر مخدرو موادو د روږديتوب د مخنيوي لارې چارې
په دې وروستيو کې له ايران او پاکستانه په سلګونو زره مهاجرين له پولو په زور افغانستان ته راشړل شوي دي.د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه بهير کړندی کېږي.د دغو مهاجرينو په منځ کې پر مخدر موادو روږدي کسان هم شامل دي.دغه کسان ساتلو او درملنې ته اړتيا لري. د کورنيو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې معيينيت د رپوټ له مخې اوس په ټول هېواد کې کابو ۴ ميليونه روږدي کسان شتون لري،چې دوه ميليونه يې بې سرپناه معتادين د اسلامي امارت له ملاتړه برخمن دي او اوس روږدو کسانو ته د فني او حرفوي زده کړې بهير ښه پايله لرلې ده.په دې وروستيو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په کابل کې د روږدو کسانو په پنځه زريز روغتون کې د روږدو کسانو له درملنې وروسته د فني او حرفوي زده کړې مرکز پرانيست. د زده کړې پروګرام به د کار او ټولنيزو چارو،عامې روغتيا وزارتونو،د کورنيو چارو وزارت د مخدرو موادو پرضد د مبارزې معيينيت او همداسې د افغاني هلال احمر سره په همغږۍ پرمخ بېول کېږي.په دغه مرکز کې د خياطۍ،بوټ ګنډلو،بېک جوړولو ،ودانيو ته برېښنا او د برېښنايي توکو ترميم شامل دي. په هره دوره کې،چې درې مياشتې ده ۵۳۰ درملنه شوې کسان به زده کړه ويني.ياد مرکز په يوه کال کې ۴ دورې فارغان ورکوي. له کله،چې په ټول هېواد کې اسلامي امارت واکمن شوی د فساد د مخنيوي ترڅنګ يې د مخدرو موادو او روږديتوب پديدې پر وړاندې مبارزه پيل کړې،چې د مخدرو موادو د څکولو،پلورلو او کښت په مخنيوي کې مثبت بدلون راغلی دی.د مخدرو موادو پرضد د مبارزې معيينيت د رپوټ له مخې د اپينو کښت صفر ته رسېدلی او د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې برخه کې مثبت بدلون تر سترګو کېږي.اوس،چې د کابل ښار په واټونو او سيند په دواړو غاړو کې وګرځو وبه وينو،چې پر مخدرو موادو روږدي کسان د ګوتو په شمېر ليدل کېږي. زموږ هېوادوال مخکې له دې،چې بازار ته د خپلې اړتيا وړ توکو د پېرلو لپاره راتلل د روږدو کسانو د ګواښ او مزاحمت سره به مخ وو،خو اوس له نېکه مرغه وضع ښه شوې ده . دغه هېوادوال پرته له ويرې بازارونو ته راځي او خپل توکي پيري.اسلامي امارت د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې او همدارنګه له درملنې وروسته هغوی ته فني او حرفوي زده کړه ورښيي،چې له بشپړېدو وروسته د کار په بازار کې داخل او بوخت شي،چې بېرته نشې ته مخه نه کړي.دغه کار ښه پايله لرلې ده،چې له يوه پلوه د روږي کس انساني کرامت ته په درانه نظر کتل کېږي او له بل پلوه ده ته حرفه او کسب ورزده کول کېږي.روږدي کسان،چې له کورنۍ او ټولنې څخه د مخدرو موادو په خوشې کولو او د کار او کسب په زده کولو سره بېرته په کورنۍ او ټولنه کې داخل شوي دي.يو شمېر روږدي کسان،چې له درملنې وروسته رخصت شوي و د هرات ولايت په اړوندو سيمو کې د مالګې په کان کې په کار بوخت شول. دا هم يو ګټور اقدام دی،چې روږدي کسان بېرته نشې ته مخه نه کوي.
اوس،چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له عامې روغتيا وزارت سره په همغږۍ کې له درملنې وروسته روږدو ناروغانو ته د فني او حرفوي زده کړې نظري او عملي زده کړه ورکوي. دا يو اغېزمن ګام دی،چې د روږدو کسانو د بېرته غښتلي کېدو برخه کې پورته کېږي.له دې لارې زموږ ډېر هغه ځوانان،چې د مخدرو موادو کندې ته لوېدلي وو ژغورل شوي او بېرته په ټولنه کې يوځای شوي دي.اوس زموږ په هېواد کې داسې دود دی،چې کله يو کس پرمخدرو موادو روږدی کېږي څو موده وروسته کورنۍ خبرېږي او نوموړی له کوره شړي.په ټولنه کې هم يوازې او له روږدو کسانو سره يوځای شي؛ نو روږديتوب پديدې ته د پای ټکي ورکولو لپاره د اسلامي امارت کړنلاره ګټوره ده. پرځوانانو غږ کوو،چې صبر او استقامت غوره کړي او سربېره پردې سپورټ په خپل عادت بدل کړي،چې د روږديتوب پر وړاندې يو کلک سپر دی.په دې توګه به دوی وتوانېږي ځانونه له مرګه وژغوري. نوري