ټولنه اوکلتور

پـه اسـلامي او غـربي ټـولنـو کې د ماشـومانـو متـفاوته روزنه!

حسان مجاهد
دوکتور نجیب الکيلاني ليکلي دي: اروپايان دخپلو ماشومانو په ذهنيت جوړولو کې ډير پر مخ تللي دي، هغوی دماشومانو لپاره ځانګړې سينما ګانې او تفريحي ځايونه لري، دماشومانو لپاره ځانګړې مجلې او اوونيزې خپروي او دهغوی پر مخ يې داسې تعليمي مراکز پرانيستي دي چې له وړوکتوبه دماشومانو په ذهنونو کې دخپلې ناولي عقیدې او منحوس فکر تخمونه شيندي او ماشومان په داسې توګه را لويه وي چې دوی یې اراده لري [اعداء الاسلامیة] کفار له دې پرته چې خپل ماشومان په خپله عقيده او کلتور را لويوي؛ دمسلمانانو ماشومانو ته يې هم پاملرنه کړې ده:
مسيحي دعوتګر او مبشر«جون موت» وا يې: (موږ ته لازمه ده چې د تبشير په ټولو ډګرونو کې د ماشومانو او کوچنيو هلکانو په اړخ کې په کار کولو کې پوره زيار وباسو او هغه په اسلامي هيوادونو کې د خپل کار او فعاليت ستنې وګرځوو؛ ځکه چې د اسلام فساد خپرونکي اغيزه د همغه ماشوموالي څخه پيل کيږي له دې کبله لازمه ده چې واړه ماشومان د لويدلو نه مخکې او مخکې ددې نه چې طبيعت يې اسلامي څيره خپله کړي؛ د مسيحيت لورته په راګوځوولو اداره کړو ….)
د مسیحیانو مشر زويمر وايي ( موږ مسیحیت ته هغه ماشوم په اسانۍ سره داخلولای شو؛ چې په کورنۍ کې داسې څوک ونه لري چې اسلام يې په واقعي توګه ور ښودلی وي)
په اسلامي ټولنو کې دماشوم زده کړو ته تر ډيره حده پاملرنه نه کيږي، که بیا وشي هم، نو ماشوم دماشومتوب له مرحلې څخه د وتلو په حال کې وي. پياوړی عالم او فيلسوف ابن خلدون وايي: په ماشومتوب کې زده کړه ډير ښه قرار نيسي او د راتلونکي لپاره غوره اصل بلل کېږي.[مقدمه ابن خلدون] ډير ماشومان دمور او پلار له روزنې پرته دڅارويو په شان دخپلې خوښې ژوند تيروي او هیڅ د راتلونکي غم او اراده نه لري. امام غزالي رح وايي: ماشوم د خپل مور او پلار امانت دی، زړه يې د سپېڅلې ملغلرې په څېر ده، که په سمه توګه تربيه شي نو ددنیا او اخرت نيکمرغي به یې په برخه شي او که په غلطه توګه تربيه شي نو ددنیا او اخرت بد بختي يې په برخه شوه.
په اسلامي ټولنو کې ماشومانو ته د لوړ همت او خپل هدف درس نه ورکول کېږي، تر ډيره حده له مشرانو څخه شرم او ویره احساسوي او دهغوی له مجلسونو څخه لري لري ګرځي. عمرو بن عاص رض د کعبې شريفې تر څنګ له ځينو کسانو سره مجلس پيل کړ، ناستو کسانو خپل ماشومان له مجلسه وشړل، خو عمرو بن عاص رض وویل « داسې کار مه کوئ! ماشومانو ته ځای ورکوئ، مجلسونو ته يې در بولئ او الهام بښونکې خبرې ورته کوئ؛ ځکه دوی دي چې نن په تاسو کې ماشومان دي خو سبا به دراتلونکو نسلونو رهبران وي.
په اسلامي ټولنو کې ماشومانو ته دخپل کلتور او تهذيب په اړه عامه پوهاوی نه ورکول کېږي، لوستي او نالوستي ماشومان دهندي او ترکي سريالونو په کتلو او دعشقي او افسانوي کتابونو، ناولونو او کيسو په مطالعه بوخت وي، داسلامي نړۍ تر فاتحينو د هر فلم ډايرکټر او ستوری ښه پيژني.
نو بناء پر دې لازمه ده چې دخپلو ماشومانو سالمه روزنه وکړو، خپلې موخې ور وپيژنو، له لهو لعب او نارواوو ېې را وکرځوو، دلوړ همت انګيزه ورکړو او په داسې روحيه يې را لوی کړو چې سبا دحق څخه مدافعین، دباطل پر وړاندې مبارزين، داسلامي امت رهبران او دکفري نړۍ دښمنان جوړ
شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *