لیکنېمقالی اوتبصرې

پلرګنۍ د لوڼو کورونه تباه کوي !

په شنه سهار د ښځې او خاوند تر منځ سخته جګړه وشوه، مېرمنې په غوسه کې وویل: بس شوه! ډېره مې برداشت کړه، نور یې نشم زغملی، دلته به یوه دقیقه هم ایساره نشم، له تا سره مې ژوند نه تیرېږي!
خاوند هم د غوسې ځواب په غوسې ورکړ او ویې ویل: زه هم ستا شکل لیدل نه غواړم، سپېره مخ ته دې په کتلو، کتلو ستړی شوی یم. چې له دفتر راځم نو په کور کې دې و نه ګورم، جامې دې اخله او له دې ځایه وځه!
مېرمنې خپلې مور ته زنګ وواهه او هغه یې خبره کړه، چې نور دې جهنم ډوله کور کې نه شي اوسېدلی، خپل کور پرېږدي او له اولادونو سره یې پلرګتۍ ته ورځي.
مور یې په ارامه وویل: له ځانه سالمه ښځه جوړه کړه، غلې کېنه او په خوله دې لاس کېږده. ستا مشرې خور هم له خاوند سره جګړه وکړه او د ضد له امله یې طلاق ترې واخیسته؛ اوس تا هغه ډرامه پیل کړه. خبردار! که دلته راغلې. له خپل خاوند سره سوله وکړه، هغه دومره هم بد نه دی.
د مور له منفي ځواب او پېغور ډوله خبرو اورېدلو وروسته؛ مېرمن په خپل ځای کېناسته او ښه ډېر یې وژړل. له ژړا وروسته یې چې زړه سپک او ذهن ارام شو؛ نو له خاوند سره يې د کړې جګړې په اړه فکر پيل کړ؛ د تېر په خلاف یې د شخړې پر مهال خپل ځان کې هم ګڼې ستونزې او غلطۍ ولیدلې.
مېرمن له خپل ځایه پورته شوه، تشناب ته لاړه، مخ او لاسونه یې ومینځل او د خاوند د خوښې وړ خواړه یې پاخه کړل. سوچ یې وکړ، چې ماښام هغه راشي؛ نو بښنه به ترې وغواړي؛ ځکه هغه یې خاوند دی او که هر څنګه او هر څومره خراب هم وي؛ خپل کور خپل وي.
ماښام ناوخته چې سړی کور ته راغی؛ نو مېرمنې یې دومره غوره ښه راغلاست ورکړ؛ لکه سهار چې هېڅ پېښ شوي نه وي.
خاوند یې هم حيران شو. له ډوډۍ خوړلو وروسته چې سړي خولې ته د کهیر (فیرني) کاشوغه پورته کوله؛ نو خپلې مېرمنې ته یې وویل: ګرانې! کله ناکله زه هم زیاتی وکړم، ته یې په زړه مه اخله، بنيادم یم، ناڅاپي غوسه راشي. او خاوند ترې مننه وکړه.
ښځې د دسترخوان ټولولو پر مهال خپلې مور ته دعا وکړه او په دې خوشحاله وه، چې مور یې د خپل کور اهمیت ور وښوده.
له دې کیسې نه لنډ درس دا اخیستی شو، چې په هره جذباتي او بېځایه پرېکړه کې باید د اولادونو ملاتړ و نه کړ والدین باید له خپلو تجربو په ګټې اخیستنې هغوی پوه کړي، تر څو د اولادونو ژوند یې تباه او کورونه ړنګ نه شي. زموږ په ټولنه کې زیاتره کورنۍ له ودونو وروسته د خپلوۍ پر ځای دښمني پالي او د لوڼو په وړو، وړو خبرو جنګونه کوي، چې دا ناروغي په ښځو کې تر بل هر چا زیاته ده او د هغوی په غوښتنه زیاتره وخت نارینه هم تر سختو جنګونو او حتی
مرګونو رسېږي.

ساجدالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *