اقتصاد او رغونه

پنجشیر کې د آزادې داوطلبۍ له لارې زمرد پلورل شوي

د پنجشېر ولایتي چارواکي وايي، چې یوې ازادې داوطلبۍ له لارې ۳۳ زره ۸۱۹ قیراته زمرد پر ۲۶۹ زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول او ترڅنګ يې په لومړي ځل په دې ولایت تازه استخراج شوي یاقوت هم سوداګرو پر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو وپېرل. د دغه ولایت مسوولین وايي،چې په دې وروستیو کې یو شمېر بهرني پانګوال هم دې ولایت ته ورغلي او د دغه ولایت والي محمد اغا حکیم ترې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. دغه راز یو شمېر کورنیو سوداګرو د پنجشېر د کرومایټو ډبرو د قانوني استخرج لپاره د دغه ولایت له والي سره کتلي او پانګوالو په نږدې راتلونکې کې پرې د کار پیلولو ډاډ ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button