افغانستان

پنجشېر او ننګرهار کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه تثبيت شوه

د پنجشېر او ننګرهار د غصب د مخنیوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټو مسوولین

د پنجشېر او ننګرهار د غصب د مخنیوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټو مسوولین وایي، چې په دغو ولایتونو کې یې ۵ زره ۸۵۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.
د پنجشېر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئیس عبدالمجیب مشفق چې يه ياد ولايت کې د غصب شويو ځمکو د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې مشري پر غاړه لري باختر آژانس ته وویل، چې د عنابې ولسوالۍد قلعه میران شاه شهرک په زمان کور سیمه کې یې ١٢٧ جريبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار د غصب د مخنیوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د شېرزاد ولسوالۍ د ګندمک په بېلابېلو سیمو کې یې ۵ زره ۷۲۳ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *