
افغانستان
پنجشېر ته ۸ تنه پولنډي سیلانیان ورغلي
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د تفریحي او تاریخي سیمو څخه د لیدنې په موخه د پولنډ هېواد ۸ سیلانیان ورغلي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نصرالله ملک زاده له دغو سیلانیانو سره په لیدنه کې وویل، چې په دغه ولایت کې بشپړ امنیت د دې لامل شوی، چې ډېری بهرني سیلانیان دغه ولایت ته سفر وکړي.
ملک زاده زیاته کړه، چې د سیلانیان سفرونه کولی شي د نورو هېوادونو کلتور او اړیکې له یو بل سره نږدې کړي.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د امنیت په تامین سره بېلابېلو ولایتونو تاریخي او تفریحي سیمو ته سلګونو بهرنيو سیلانیانو مخه کړې ده.