
افغانستان
پنجشېر کې ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې
د پنجشېر د برېښنا رياست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه ترانسفرمر په نصبولو
د پنجشېر د برېښنا رياست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه ترانسفرمر په نصبولو سره ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.
د دغه ولايت د برېښنا رئیس انجنير شعیب نظري باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په قلعه چه سیمه کې د ٣ ميليونو افغانیو په لګښت د ۳۱۵ کيلو واټه ترانسفرمر په نصبولو سره ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د یادې سیمې اوسېدونکو د دغه ترانسفرمر په نصبولو خوښي وښوده او د یاد ولایت د برېښنا رياست هڅې یې وستایلې.