دینې لیکنې

پنځه  څیزونه مه هېروئ

رسول الله ﷺ فرمایې: که چېرې چا پنځه شیان سپک وګڼل، نو په واقعیت کې دوی پر پنځو نورو شیانو کې تاوان کړی،چې هغه څیزونه په لاندي ډول بیانوو:

* که چېرې چا علماؤ ته په سپکه وکتل نو ده تاوان وکړ پر دین خپل کې.

* که چېرې چا خپلو اميرانو او مشرانو ته په سپکه وکتل نو په حقیقت کې دوی پر دنیوي کارونو کې تاوان کړی.

* که چېرې چا خپلو ګاونډيانو ته په سپکه وکتل،نو دوی پر خپلو ګټو کې تاوان وکړ.

* که چا د خپلو اقرباوو سپکاوی وکړ، نو دوی به په دنیا کې له خپلو څخه بې برخې وې او خپلوي به یې نصیب نه وي.

* که چا خپلې ښځې ته سپک وکتل، نو په حقیقت یې په ښه کور جوړولو کې تاوان وکړ.

او په بل ځای کې رسول الله ﷺ فرمایي:

داسې وخت به زما پر امت راشي چې د پنځو شیانو لپاره به پنځه نور شیان هېروي:

* محبت به کوي له دنیا سره او اخرت به هېروي.

* محبت به له ښو کورونو او ماڼیو سره کوي،خو قبرونه به هېر وي.

* مال او دولت به خوښوي، خو حساب به یې هېر
وي.

* له خپل عيال سره به محبت کوي، خو حورې به یې هېرې وي.

* له خپل نفس سره به محبت کوي،خو اللهﷻ به یې هېر وي.

حضرت محمدﷺ فرمایې: په دې حالت کې به دوی له ما څخه بیزاره وي او زه به له دوی څخه بیزاره وم.

مأخذ: منبهات ابن حجر عسقلاني

ژباړه: ارسلا مفتون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button