دینې لیکنې

پنځه څیزونه په پام کې ولرئ

حضرت علي کرم الله وجهُ فرمايي:

پنځه تاریکۍ دي چې د هغو پنځو تاریکیو لپاره پنځه څراغونه او ډېوې شته.

* د دنیا محبت تیاره ده، خو تقوا اختیارول ورته ډېوه ده.

* ګناهونه تیارې دي، خو پښیماني او توبه ایستل ورباندې ډېوه ده.

* قبر تیاره کور دی، خو د کلمې طیبة ویل او عمل ورباندې کول ورته ډېوه ده.

* اخرت تیاره ده، خو نېک عمل ورته ډېوه ده.

*   پُل صراط تیاره ده، خو یقين او باور کول د هغې لپاره ډېوه ده.

له حضرت عمر رضی الله عنهُ څخه موقوفاً او مرفوعاً روایت شوی:

که چېرې په علم غیب کې مداخلت نه وای، نو ما به ضرور شاهدي ویلې وای پر پنځو خلکو، چې دوی جنتیان دي.

* پر هغه فقیر او مسکین چې د عیال خاوند وي.

* پر هغه ښځه چې خپل خاوند ورڅخه راضي وي.

* پر هغه ښځه چې مهر خپل خاوند ته ور وبښي.

* پر هغه چا چې خپل مور او پلار ورڅخه راضي وي.

* او پر هغه چا چې پر خپلو کړو ګناهونو توبه وباسي.

مأخذ: منبهات ابن حجر عسقلاني.

ژباړه : ارسلا مفتون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button