مقالی اوتبصرې

. په اختر کې له اسراف کولو ځان ساتل

الله جل جلاله انسانان د خپل عبادت او اطاعت کولو لپاره دې فانې نړۍ ته رالېږلې،ترڅو انسانان خپله آزموینه رب جل جلاله ته ورکړي او د آخرت لویې آزموینې ته امادګي او چمتووالی ونیسي، راځئ ځانونه د کامیابي په لور روان کړو او لویې لويې بریاوې لاس ته راوړو او د الله جل جلاله او د هغه د رسول (ص) آوامر پرځای او د نواهیو څخه یې ځانونه وساتو اسراف یو د هغه شیانو څخه دی چې الله تعالی جل جلاله موږ ورڅخه منع کړي یو او اسراف یې یو بد عمل ښودلی او اسراف کوونکی یې ناخوښه بللې.

لومړی د اسراف تعریف زده کړو چې اسراف څه شي ته ویل کېږي او موږ څنګه اسراف وپېژنو،ترڅو یې د کولو څخه ځانونه وساتو، اسراف د مال په مصرفولو کې ترحد اضافوالي ته اسراف ویل کېږي، خو اسراف کله کله تر اندازې په زیات مصرفولو کې راځي او کله کله بیا د یوه شي د کیفیت په اړه هم اسراف کېږي،یعنې د یوه شي استعمال په داسې لوړ کیفیت سره چې هغه ته ضرورت ونه شي دې ته هم اسراف ویل کېږي.

فقهاء کرامو د اسراف دوه حالته بیانوي یو یې مصرف کول پر حرامو باندې او بل یې مصرف کول پر هغه شي چې هغه مباح او جائز دی،خو دغه مصرف د غیر مشروع لارې څخه وشي لکه پر یو خسیس او نابد غرض باندې ډېر مال مصرفول یعنې ګویا چې دی خو مال په مباح شي استعمالوي خو لکن په داسې طریقه سره چې تر حاجت او اعتدال لوړ او اضافه وي، چې دا هم اسراف دی.

اسراف کول په ډېرو شیانو کې راځي چې قرآن کریم د هریوه بیان موږ او تاسو ته کړی،چې موږ به يې ان شاءالله درته ذکر کړو:

لومړی: په خوراک او څښاک کې د اسراف کولو څخه ځان ساتل، باید په خوړلو او څښلو کې د اسراف کولو څخه ځانونه وساتو او داسې خوراک او څښاک ونه کړو چې ترحد اضافه شي او سبب زموږ د ناروغۍ او هلاکت وګرځي باالخصوص د اختر په دې نېکمرغه ورځو کې چې معمولاً خوراکونه ډېر وي، الله تعالی جل جلاله فرمایي؛ ژباړه: الله تعالی جل جلاله فرمایي: تاسو یې وخورئ او ويې څښئ خو اسراف مه کوئ بېشکه الله تعالی جل جلاله اسراف کوونکې نه خوښه وي، یعنې الله جل جلاله اسراف کوونکي تر حد او اندازې تجاوزکوونکي، د الله جل جلاله تر حدودو تجاوز کوونکي نه خوښوي هغه که په حرامو کې تجاوز کوونکي وي او که په حرامو کې یعنې که څوکه په حلالو او جائزو کارو کې اسراف کوي او که يې په حرامو کارونو کې کوي دغه کسان الله جل جلاله ته خوښ او محبوب نه دي، بلکې خوښ او محبوب خلک هغه دي چې اسراف پرېږدي په حلالو کارونو کې تر حد تجاوز ونه کړې او حرامو کارونو ته لاس ور وانه چوې او په احادیثو کې د اسراف کولو څخه نهي راغلې ده لکه رسول الله (ص) فرمایي؛ ژباړه: د ابي امامة رضی الله څخه روایت دی چې رسول الله (ص) وویل ځانونه وساتئ د اسراف کولو څخه په مال او مصرف کولو کې او خپل اقتصاد لازم ونیسئ یعنې اقتصاد سم کړئ ځکه هېڅکله نه دی محتاجه شوی هغه قوم چې خپل اقتصاد یې لازم نیولی وي (اقتصاد يي سم کړی وي)یعنې تاسو په خوراک او خپل مصرف کې اسراف مه کوئ بلکې اقتصاد ته وګورئ له خپل اقتصاد سره سم مصرف وکړئ ځکه هغه قوم چې خپل د اقتصاد مطابق مصرف کړی وي هغه هېڅکله نه دی محتاجه شوی، نو زیاد مصرف کول او خپل د اقتصاد مطابق مصرف نه کول د دې لامل کېږي چې سړی دې بل چاته محتاج شي او همدا راز رسول الله (ص) فرمایي ؛ژباړه: د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی وایي رسول الله (ص) وویل بېشکه د اسراف کولو څخه دا دی چې ته وخوري هرهغه شی چې ته یې اشتها لرې، یعنې هرشی چې موږ یې اشتهاه لرو هغه وخورو او دېته ونه ګورو چې دې ته ضرورت شته او که یا، دا تر حد او اندازې اضافه دی او که یا دا هم اسراف دی او باید ځانونه ورڅخه وساتو، نو د خوراک او څښاک په کولو کې اسراف ونه کړو،بلکې د اقتصاد سره سم مصرف وکړو هغه مشروبات او مايعات چې د نن ځوانان یې د قوت او انرژي لپاره زیاتې پیسې ورباندې مصرفوي ډېر مال يې پر دغه شیانو مصرفېږي چې هغه په حقیقت کې نه قوت لري او نه هم انرژي لري بلکې هغه شیان چې د تولید او ترکیباتو څخه یې خلک مشکوک دی په مختلف او بېلابېل نومونو بازارونو ته وړاندې کېږي دا هم اسراف دی او تر حد اضافه والی دی چې باید ځانونه ورڅخه وساتو.

دویم: په جامو او کاليو کې اسراف کول؛

داچې د اختر موسم دی،نو خامخا خلک نوې جامي او کالي کوي او ځانونه په نويو شیانو سنباله وي خو باید دې ته متوجه وشو چې د کاليو په استعمال کولو کې اسراف ونه کړو، په کاليو کې اسراف کول څنګه کېږي په کاليو کې اسراف داسې کېږي چې په یو ځل داسې ډېرې جامې وکړي چې ضرورت یې نه وي او یا پر کاليو باندې ډېر زیاد نقش و نګار استعمال شي او یا کالي د دې لپاره اغوستل کېږي او مصرف ورباندې کېږي چې خلکو ته ځان ښوونه وکړي د ریاء او یا پر بل چا د تکبر کولو لپاره یې وکړي دا نو هم ډېر لوی اسراف دی باید هغه کالي وکړو کوم چې الله جل جلاله او د هغه رسول (ص)راته بیان کړي او د هغه کاليو څخه ځانونه وساتو چې موږ ورڅخه منع شوې یو، د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی،چې د رسول الله (ص) وفرمايل: بېشکه الله جل جلاله ستاسو څخه په درېيو شیانو راضي کېږي الله جل جلاله ستاسو څخه راضي کېږي چې تاسو د الله جل جلاله عبادت وکړی او په ده باندې شریک ونه نیسئ او دا چې تاسو د الله جل جلاله په رسۍ سره منګولې ټینګې کړئ او سره بیل نه سئ او الله جل جلاله بدګڼي ستاسو لپاره قیل وقال یعنې ډېرې خبرې کول او ډېر سوالونه کول او مال ضایع کول. یعنې دغه شپږ شیان دي چې دري یې و الله جل جلاله ته خوښ دي او دري نور یې نه دي خوښ چې یو د هغو څخه اسراف او د مال ضایع کول دي، همدا راز تاسو د خپل کاليو په کولو او اغوستلو کې اسراف او تکبر مه کوئ، کالي د تکبر او فخر لپاره مه اغوندئ،: قال رسول الله (ص) ژباړه: د عمرو ابن شعیب څخه او هغه د خپل پلار څخه هغه د خپل بابو څخه روایت کوي چې ده وویل رسول الله (ص) وویل: تاسو یې وخورئ او ويې څښئ او صدقه وکړئ او وایي غوندئ هغه شی چې اسراف او تکبر په کې ګډ نه شي، یعنې خوراک څښاک او صدقه وکړئ او کالي واغوندئ خو اسراف مه کوئ او د تکبر لپاره یې هم مه اغوندئ، نو راځئ د کاليو په کولو کې اسراف ونه کړو بلکې هغه کالي چې موږ یې اضافه ځان جوړه وو، هغه چاته یې ورکړو چې اختر ته یې کالي نوې کړي غریب فقیر او مسکین وي د هغه سره مرسته وکړو.

لومړۍ برخه    –    لیکوال: ح م عبدالله طیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button