افغانستان

په ارزګان کې ۷ چکډیمونه جوړېږي

د ارزگان د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷ چکډیمونو له رغولو خبر ورکړی دی.د ارزگان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول مولوي عبدالمنان فاروقي د باخترآژانس خبریال ته وویل چيې د یاد ولایت په مرکز او ۶ ولسوالیو کې د اسلامي امارت له لوري د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت ۷ چیکډیمونه رغېږي چې بودیجه یې د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.په ورته وخت کې د ارزگان والي مولوي محمد علي جان احمد صاحب وویل:«د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو دا مهال د نړۍ په کچه یو امن لرونکی هېواد دی او د رغونې چارې یې تر بل هر وخت په ښه ډول تر سره کیږي او د ریاست الوزرا له لوري منظورشوي 7مخ
دغه ۷ چکډیمونه به د ۶۰ ورځو په بهیر کې ورغول شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي».
ورته مهال د یادې سیمې خلکو د یادو چکډیمونو په رغولو خوښ دي او وايي چې وچکالي یې کرنه او مالدارۍ بده اغیزه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *