دینې لیکنې

په اسلام کې د شوری ارزښت

ساجدالله عظمت
په اسلامي قوانینو باندې ټول کفار اعتراضونه کوي او د اسلام په هر حکم باندې د انتقاد سپېرې ګوتې پورته کوي، اما د اسلام مبارک دین د دوی له اعتراضاتو او ګوتنیو څخه پاک دی. د اسلام احکام او لارښوونې الهي دي، اسماني دي، تغیر او تبدیل نه منونکي دي. د اسلام سپېڅلی دین د ژوند په هر ډګر کې غوره کړنلارې لري چې یو له هغو څخه شوری ده، شورا په اسلام کې د خورا ستر اهمیت لرونکې ده، الله جل جلاله خپل رسول (محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم) ته وايي: «هغو ته بښنه او دمغفرت دعا وکړه او په اهمو معاملو کې له دوی سره مشوره وکړه. بیا کله چې رأیه پخه شوه، نو د کومې خبرې هوډ مو چې وکړ، نو په الله بروسه وکړئ» د ال عمران سورت (۱۵۹) ایت.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له اصحابو کرامو سره په ټولو چارو کې مشورې کولې ځکه حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه وایي: (أنی فیمالم یوح ألی کأحدکم) په کومو کارونو کې چې ما ته وحې نه وي شوې زه هم هغه مهال ستاسو په څېر یم. «احکام القرآن للجصاص۲/۲۰»
په نبوي دوره کې لاندې مشورې یا د شوری ګانو غونډې ډېرې مشهورې دي:
* د اذان په اړه شورا جوړول: رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو کرامو څخه مشوره وغوښتله چې لمونځونو ته مسلمانان په څه ډول را خبر کړي، نو.څو ډوله نظریې او رأیې وړاندې شولې خو مشخصه پرېکړه ونشوه، حضرت عبدالله بن زید رضي الله عنه د شپې خوب ولېده چې زمونږ اوسنی د لمانځه شعار اواعلان په خوب کې ور وښودل شو. په منډه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او هغه ته یې د خوب خواږه کلمات وویل. (بخاري۱/۸۵)
بیا وروسته نور اصحاب کرام راغلل او خپل خوبونه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بیان کړ. (اذان هغه اعلان دی چې شپه او ورځ د زمکې پر مخ جاري وي اوهيڅکله نه بندېږي)
*همدا شان کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر غزا ته روان شو په یوځای کې یې له اصحابو کرامو سره مشوره وکړه. مهاجرو او انصارو اصحابو کرامو مکمل ډاډ ورکړ او بیا د بدر په لوري وخوځېدل او هلته یې د کفر ملا ماته کړه. (مسلم)
★له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر د بندیانو په اړه هم شورا جوړه کړه. عمر فاروق رضي الله عنه د ټولو بندیانو د وژلو نظر وړاندې کړ، ابوبکر صدیق رضي الله عنه له بندیانو څخه د فدیې د اخیستلو وویل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم قبوله کړه. (مسلم) [د عمر رضي الله عنه رأیه ډېره صائبه او سمه وه]. ابن کثیر۳/۲۴۶
*د احد غزا پر مهال رسول الله صلی الله له اصحابو کرامو سره د شورا غونډه دایره کړه، مشرانو اصحابو وویل په مدینه منوره کې دننه به سنګرونه ونیسو او کشرانو اصحابو کرامو و ویل: له مدینې منورې بهر به د کفارو مقابله کوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د کشرانو رأیه قبوله کړه او د احد په ډګر کې مقابله وشوه. (ځکه خو درې سوه منافقان د عبدالله بن ابي بن سلول په مشرۍ بېرته کورونو ته ستانه شول)
*د احزاب غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مشوره وکړه نو حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه له مدینې منورې چاپېره د خندق وهلو مشوره ورکړه، چې بېا هماغسې وشول. (ابن سعد۲/۶۶، ابن هشام ۳/۲۲۴)
★همدا شان رسول الله صلی الله علیه وسلم وغوښتل چې ( ) قبیلې ته د مدینې منورې حاصلاتو کې برخه ورکړي څو هغوی له احزابو څخه جلا شي، خو کله چې سعد بن عباده او سعد بن معاذ رضی الله عنهما سره یې مشوره وکړه نو هغوی له دې ورکړې څخه چورلټ انکار وکړ. (ابن سعد ۲/۶۹، ابن هشام ۳/۲۲۳، الکامل ۲/۸۱) *د بنو مصطلق له غزا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم را وګرځېده، نو منافقانو د افک واقعه (پر عایشې رضي الله عنها د تور تړلو ډرامه) جوړه کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خورا ډېر پریشانه کړ. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم له حضرت علي رضي الله عنه او زید بن حارثه رضی الله عنه سره سلا مشوره وکړه. (بخاري ۲/۵۹۵)
*د حدیبې صلح: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د هجرت په شپږم کال د بیت الله د زیارت په نېت له ډېرو اصحابو کرامو سره روان شو حدیبې ته را نژدې شو نو خبر ورته راغی چې قریش د نورو قبیلو په مرسته مسلمانان مکې مکرمې ته نه پریږدي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له مسلمانانو سره مشوره وکړه، نو ابوبکر صدیق رضي الله عنه وویل: موږ جنګ ته نه یو راغلي، د بیت الله زیارت ته راغلي یو؛ پر مخ ځو. مسلمانان چې حدیبیې ته ورسېدل نو له مکه والو سره سوله وشوه. (بخاري ۲/۶۰۰)
*د هوازان بندیانو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو کرامو سره مشوره وکړه، نو د سلا مشورې په ترڅ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: زما اراده ده چې د دوی بندیان ازاد کړم او ستاسو خپله خوښه ازادوئ یې او که نه نو د معاوضې په بدل کې به یې ازاد کړم.
اصحابو کرامو وویل: موږ خپل بندیان په خپله خوښه خوشې کوو، نو ټول بندیان خوشې شول. (بخاري ۲/۶۱۲، ابو داود ۳/۱۴۲)
په قران کریم کې د شورا په اړه ارشادات بیان شوي تر دې چې الله جل جلاله مور او پلار ته سپارښتنه کړې چې ماشوم له شیدو څخه بېلوي نو دواړه مشوره سره کوئ.
«… بيا که دواړه (مور او پلار) په خوښه او سلا د تي ورکول له (دوو کلو مخکې) بندول وغوښتل نو څه ګناه نشته پرې». (د بقره سورت ۲۳۳ ایت)
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هم د سلا او مشورې په اړه ډېرې لارښوونې خپل امت ته پریښې دي، قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: «ماشقی عبد قط بمشورة وما سعد باستغنا رأی»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: هیڅکله به یو بنده په مشوره (غوښتلو) سره بدبخته نشي او نه به خپله رأیه غوښتونکی کله نېکمرغه شي. (قرطبي ۴/۲۵۱)
همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: «المستسشار مؤتمن» یعنې له چا چې مشوره اخیستل کیږي هغه اعتمادي او باوري وي. (ابو داود ۵/۳۴۵، ترمذي ۲/۱۲۴، الادب امفرد ۱/ ۳۸۴)
راشدو خلیفه ګانو هم نبوي کړنلاره غوره کړې وه، په کومو چارو کې به چې آیت او حدیث نه و، نو هلته به یې له مشورې څخه کار اخیست، د لویو لویو اصحابو کرامو غونډه به یې دایروله او د ستونزې حل به یې د شورا په ذریعه را وېسته. د فاروق اعظم رضي الله عنه په اړه مشهوره ده چې هغه به حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما د شورای مجلس ته له ځان سره ننویست. (د راشدو خلفاو د شوری اعضاء دایم هماغه اشخاص نه وو، بلکې کوم اهل الرأی او په مسئله پوه افراد به چې موجود وو؛ هغوی به په شوری کې ګډون کاو.
د خلافت او ملولیت (پاچاهي) ترمنځ توپیر دا دی چې په خلافت کې د شوری مجلس وي چې هغه له علماؤ، نیکانو، صالحانو او د نظر له خاوندانو څخه متشکل وي او په پاچاهي کې د پاچا کورنۍ، اشراف، پانګه وال او… موجود وي او په دیموکراتیکو نظامونو کې قاتلان، بدکاران، ښځینه او… شتون لري. د امارت او خلافت د شوری د غړیو په مواصفاتو متصف اشخاص له پامه غورځول شوي وي. د دیموکراتیکو نظامونو د شوراګانو او پارلمانونو غړي د تنخواګانو او امتیازاتو د ترلاسه کولو له پاره ځانونه نوماندوي، د ملت د ستونزو د حل لپاره نه
وي. نوربیا

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *