دینې لیکنېلیکنې

په اسلام کې د نرمۍ او سختۍ پاليسي

اسلام د اعتدال او ميانه روۍ دين دی او په هېڅ شي کې افراط او تفريط ته اجازه نه ورکوي ځکه نو د انسانانو حالاتو او طبيعتونو ته په کتو يې د آسانۍ او سختۍ دواړې پاليسۍ ايښي او د کائناتو د نظام خوندي کېدلو او انساني بې بندوباريو د مخنيوي لپاره يې دعوت او جهاد دواړه مشروع کړي لکه رسول الله (ص) چي فرمايي: أنا نبي الرحمة، أنا نبي الملحمة.[السياسة الشرعية] ژباړه: زه د رحمت نبي يم، زه د جنګ نبي يم.
له دې څخه هدف دا دی چې زه رحمت هم يم او نرمي کوم همدا راز جنګونه هم کوم.
له همدې امله چې اسلام د اعتدال او ميانه روۍ دين دی،نو دواړو جهتونو ته په کې خاصه پاملرنه سوېده؛ هم د نرمۍ لوري ته او هم د سختۍ او جنګ لوري ته.
په کومو ځايونو کې چې نرمي او دعوت ګټور واقع کېږي هلته دې د نرمۍ څخه کار واخيستل سي او په کومو ځايونو کې چې جنګ او سختۍ ته اړتيا پيدا کېږي هلته دي بيا جنګ وسي؛ د همدغه حکمت پر اساس په اسلام کې جهاد مشروع سوی،تر څو د زورواکو انسانانو سره د زور په ژبه خبره وسي؛ همداسې شرعي حدود او تعزيرات مشروع سوي تر څو نا اهله او لنډغر انسانان د مجازات له ويرې پر لاره باندي برابر سي.
که د رسول الله (ص) او اصحابو رضي الله عنهم سيرت ته ښه وګورو دا به راته ثابته سي چې دوی د اسلام د ارزښتونو، د مسلمانانو د واک او رعب ساتلو لپاره څنګه اخلاق غوره کړي وه! د حق څخه يې څنګه دفاع کول او د هر ډول باطل سره په مبارزه کې څومره جدي وه!
کفارو ته دعوت، په وړاندې يې زغم او حوصله مندي د رسول الله (ص) د حکمت او مصلحت نرمه پاليسي وه او بيا جهادونه ، مبارزې او سختي ګالل د کفري باطل په وړاندې د رسول الله (ص) د جديت پوره ښکارندويي کوي؛ همداسې د نورو ګناهونو او جرمنو په وړاندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم توند غبرګون د هر ډول فساد سره د رسول الله (ص) سخت مخالفت او په مبارزه کي جديت په ډاګه کوي.
مشهوره کيسه ده،چې د رسول الله (ص) په زمانه کې يوې مخزومي ښځې غلا کړې وه د هغې قوم د شفاعت لپاره اسامه بن زيد رضي الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم وسلم ته واستوي تر څو له دې څخه حد ساقط کړي کله چې اسامه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره خبره وکړه هغه ورته وويل: آيا ته په يو حد کې د حدودو د الله شفاعت کوې؟ بيا ولاړ سو خطبه يې وويله او ويې فرمايل: ای خلکو ستاسو مخکې خلک ځکه ګمراهان سوه چې کله به په دوی کې غښتلي کس غلا وکړه، دوی به پرېښود (حد به يې ورباندي نه جاري کاو) خو کله چې به په دوی کې ضعيف کس غلا وکړه بيا به يې حد ورباندې جاري کاو، زما دې د الله په ذات قسم وي که د محمد(ص) لور فاطمه غلا وکړي لاس به يې پرې کوم.[صحيح البخاري6788] د دې کيسې څخه له ورايه ښکاري چي رسول الله (ص) د باطلې واسطې پر وړاندې چې د جاهليت د زمانې يو منکر وو څومره توند عکس العمل ښکاره کړ! او څومره ژر يې خپل صحابه تنبيه کړه!.
په ډېرو احاديثو کې راځي چې کله به رسول الله (ص) کوم منکر وليد،نو دومره به په خښم سو چې آثار د خښم به يې پر مبارک مخ باندې ښکاره سوه.
د زکات د مانعينو پر وړاندې د حضرت ابوبکر رضي الله عنه توند غبرګون او هغه خلکو ته چې په مسجد النبي کې يې چيغې وهلې د حضرت عمر رضي الله عنه خښم او قهر د هر ډول باطل په وړاندې د صحابه وو رضي الله عنه د جديت ښکاره بېلګې دي.
موږ هم که غواړو په تمامه معنی د رسول الله (ص)، صحابه وو او خپلو صالحو سلفو لاره تعقيب کړو بايد د شرعي حکمت او مصلحت په مراعات کولو سره د هر ډول باطل په وړاندې جدي وسو او پر ضد يې داسې مبارزه وکړو لکه هغوی چې کوله.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *