نړۍ

په اسټرالیا کې یو کس ۱۲ لارویان په موټر وهلي

د اسټرالیا رسنیو په یو تازه خبر کې لیکلي چې د ویکټوریا په ایالت کې یو کس خپل موټر پر لارویانو ورویستلی او ۱۲ تنه یې مړه او ژوبل کړي دي.د ویکټوریا ایالت د پولیسو له قوله ویل شوي چې دغه پېښه د ډیلسفورډ ښار کې رامنځته شوې چې پکې ۵ تنه ځای پرځای وژل شوي او ۷ تنه نور زخمیان شوي دي.خبر زیاتوي چې د مړو په لیست کې دوه ماشومان هم شامل دي او یو پېغله روغتون ته تر انتقال وروسته ساه ورکړې ده.موټر چلونکی د پولیسو لخوا په زخمی حالت ژوندی نیول شوی او تحقیقات ورڅخه جریان لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *