مقالی اوتبصرې

«په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه» کتاب د انګرېزانو له پټو جنایتونو پرده پورته کړه

حیات الله حلیم

که څه هم د ناڅاپي هجوم په مقابل کې افغانان د مهاجمینو مخه نه شي نیولای، خو له ملک نه د ایستلو او شړلو یې بشپړ توان لري،ځکه چې تهاجم آني بڼه لري او اشغال زمان ګیر وي، د تاریخ په اوږدو کې افغانستان اشغال شوی،خو حکومت پرې چا نه دی کړی او اشغالګر یې تل سرکوزي او په وینو رنګ له ملک نه شړلي دي.صفویان، ګورګینیان، افشاریان په خپل وخت سره د افغانستان لوېدیځو برخو هرات او کندهار ته راننوتل خو له یو څه وخت وروسته له داسې شرمنده ماتې سره مخ شول چې په سلګونو ځله په خپل راتګ پېښمانه، آن تر دې،چې ګرګین د افغانانو له لاسه خپله ککرۍ هم وخوړه د شمال لخوا شیبانیانو به هم د صحرایي غلو په شان په افغانستان غلچکي بریدونه کول،خو له داسې ماتې سره مخ شول،چې بیا د افغانستان طرف په خوله را نه ووړ.وروستی اشغال چې د ملګرو ملتونو په اجازه شوی و،خو افغان وطن ته یې نړیوال حشر کړی و هغه هم د نورو یرغلګرو په شان له تاریخي ماتې سره مخ شو.«د افغان جګړې پټ تاریخ» کتاب چې ګریک وایټلاک لیکلی د دویم چاپ په ۸۲ مخ کې راځي،چې یوه خبریال برېټانوي او امریکایي پوځیانو ته وویل چې اخر تاسو څه وخت له افغانستانه وځئ؟ برېټانوي پوځي وویل چې ۴۰ کاله وروسته او امریکایي پوځي وویل،چې دا پوښتنه بیا زما له «لمسي» څخه وکړه.په ۱۸۳۹ م کال انګرېزانو د لومړي ځل لپاره پر افغانستان ناحق یرغل وکړ حال دا چې له افغانستان څخه انګرېزانو ته هېڅ ضرر نه و تکیه او نه هم افغانستان د دوی په ګاونډ کې موقعیت درلود، ځکه په منځ کې لوی پنجاب پروت و، انګرېزانو یوازې په دې پوچه ادعا چې امیر دوست محمد خان له روسانو سره د هغوی په هند د حملې لپاره د همکارۍ وعده کړې،نو ځکه انګرېزان باید د افغانستان له لارې د روسانو مخنیوی وکړي،نو په همدې پلمه یې تقریباً شل زره پوځیان د زرګونو، نوکرانو او ځینو فامیلونو سره د بولان او کندهار له لارې د افغانستان د مخلوع پاچا شاه شجاع په بدرګه کابل ته را ولېږل، امیر دوست محمد خان یې له قدرت څخه لرې او شاه شجاع یې په تخت کېناوه،که څه هم انګرېزان په آسانۍ سره افغانستان ته را داخل شول،خو په افغانستان کې سراسري ملي قیام پیل شو د قیام مشري د قومونو مشرانو چې په رآس کې یې د امیر دوست محمد خان زوی محمد اکبرخان و، کوله، انګرېزان یې په خپلو قشلو کې تر کلابندۍ لاندې ونیول چې له یوې خوا یې د سرونو له قربانۍ او د بلې خوا د لوژستیکي موادو له کمبود سره مخ شول بلاخره مجبور شول،چې د افغان مشرانو شرایط ومني او خپل پوځ د مکناټن له وژلو وروسته له افغانستانه وباسي او تر جلال آباد پورې ټول په لاروتباه او یوازې ډاکتر برایډن په نیم ژواندي بڼه جلال آباد ښار ته ورسېد، جالب دا چې د یادښتونو د کتاب لیکواله (لیډي سېل) هم په کابل کې بنده پاتې شوې وه.د افغانستان په معاصر تاریخ کې انګرېزان هغه شیطان وزمه اشغالګران وو، چې نه یوازې جغرافیاوې به یې لاندې کولې، بلکې اشغال شوې جغرافیا به یې ټوټې کوله هم، د افغانستان له پیکره د ټوټه شویو هډونو، نه لا تراوسه هم په غیر مستقیم ډول وینې څاڅکي ځکه افغانستان لومړی له هند بریتانوي او اوس له پاکستان سره د ډیورند کرښې په نوم لاینحل جنجال لري.د ناورین یادښتونه کتاب لیډي سېل انګرېزې لیکلی او د لومړي ځل لپاره په ۱۸۴۳ میلادي کال په لندن کې چاپ شوی، وروسته څو څو ځلې نور هم چاپ شوی یاد کتاب له هغه پېښو کيسه کوي،چې انګرېزان د لومړۍ جګړې پر مهال په افغانستان کې ورسره مخ شوي دي. د دغه کتاب ښېګڼه دا ده چې لیډي سېل پېښې په واقعي بڼه یادداشت کړې او داسې پېښې هم په کې سجل شوې چې خپلو شیطاني اعمالو ته یې په څرګنده هم اشاره په کې کړې ده، دغه یادښتونه د ۱۸۴۱ م کال د اکتوبر له ۲۸ مې څخه بیا د ۱۸۴۲کال د سپټمبر تر۲۱ مې پورې د افغان او انګلیس د لومړۍ جګړې د شاوخوا ۹۵۰  لنډ او اوږده یادښتونه احتوای کوي دغه کتاب د محتوایي ارزښت له وجې ښاغلي عتیق ځاځي پښتو ته ژباړلی د ګرافیک، ډیزاین او اهتمام چارې یې د اکسوس خپرندویې موسسې لخوا ترسره شوي دي، خو عجیبه دا ده چې لیډي سېل د خپل وروستي یادښت په پای کې دا کرښې چې له دې وروسته که نور یادښتونه را یاد شول هغه به زما د شخصي دوستانو د مطالعې لپاره وي نه د عامو لوستونکو لپاره.

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button