
په اقتصاد کې د طبيعي سرچينو ارزښت
الله تعالی د انسان او نورو ژوندیو موجوداتو د ژوند د اړتیا پوره کولو لپاره، په ځمکه کې بېلابېل ډول طبیعي سرچینې پیدا کړې چې له دغو سرچینو څخه بېلابېلې ګټې اخیستل کېږي، په ځانګړې توګه د یو هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې زیات ارزښت لري. د نړۍ هر هیواد هڅه کوي چې دغه طبیعي سرچینې یې که په خپل هېواد کې وي، او که له هېواده بهر وي په زور یا د نړیوالو اصولو سره سم د خپل هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه لاس ته راوړي، ترڅو د هېواد او خلکو اقتصاد یې پیاوړی او د ژوند کچه یې لوړه شي. په دې سرچینو کې موږ کولی شو چې د کرنيزو ځمکو،ځنګلونو، کانونو، اوبو، څړځايونو او داسې نورو يادونه وکړو، چې دغه سرچینې د يو هیواد د اقتصادي زېرمو په جوړولو او پیاوړتیا کې رغنده او بنسټیز رول لري. هغه هیوادونه چې د خپلو طبیعي سرچینو ګټه اخیستنه په سمه توګه مدیریت کوي، د نړۍ په کچه پیاوړې اقتصادي ځواک لري. د هېواد اقتصادي پیاوړتیا د خلکو په ټولنیز ژوند، په ښوونه او روزنه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا، د جرمونو کچې په راکمولو، ټولنیزو اړیکو او په داسې نورو باندې مثبتې اغېزې لري.
د طبیعي سرچینو مفهوم او پیژندنه
د طبیعي سرچینو مفهوم: ټول هغه شيان چې موږ او تاسو يې په خپل چاپېريال کې وينو، الله تعالی په طبیعي ډول د انسانانو لپاره پيداکړي، لکه ځمکه ، غرونه، سيندونه، بحرونه، ځنګلونه، هوا، لمر او داسې نور چې دا ټول د طبیعي سرچینو مفهوم ورکوي.
تعريف: طبیعي سرچینې زموږ د شاوخوا ټولو هغو ژونديو او نا ژونديو سرچینو څخه عبارت دي، چې موږ ترې په عنعنوي توګه په خپل ژوند کې ګټه پورته کوو.
سرچینه(منبع): منبع له هر هغه شي څخه عبارت ده چې زموږ لپاره گټور وي او په شتو شرايطو کې په لاس راتلای شي، يعنې په هغې باندې لاس برېتوب شونی وي، کېدای شي چې دا د خامو موادو په نامرتب شکل وي، کېدای شي تولېدي لامل وي او هم کېدای شي چې مستقيماً مصرف شي او هغه څه چې ارزښت نه لري او موږ پرې لاس برې نه شو موندلای سرچینه(منبع) نه ګڼل کېږي.
په اقتصاد کې د طبیعي سرچینو ارزښت
الله تعالی خپل بنده ګان د ځمکې پرمخ شته وو طبیعي سرچینو ته ځير کړي او له هغو څخه يې د خپل خير او با عزته ژوند لپاره ګټه اخیستلو ته هڅولي چې موږ د الله تعالی د راکړې پوهې او شعور په مرسته دا اومه مواد پروسيس کوو، يوه صنعتي پروسه ورباندې پرمخ بيايو، بيا په امتعو(کالیو) بدلېږي، چې د انسانانو اړتیاوې پري پوره کېږي. لومړی انسانانو په ساده ډول کرنه او نور کارونه ترسره کول، چې په اقتصاد یې چندان اغېزه نه درلوده ځکه چې د تکنالوژۍ وسیلو اختراع نه وه شوې. د فرانسې انقلاب او د بخار د ماشين رامنځته کېدو څخه وروسته بشر د پرمختيا يو نوي پړاوته ورسېده، په شلمه پېړي کې د ساينس او ټکنالوژۍ پر مټ بشر نور هم دغو سرچينو ته ځير شو او پرمختیا يې ورکړه. انسانان ورو ورو د کان کیندنې اهميت ته ځير شول چې کانونه او د هغې (کیندنه) استخراج په اوسني وخت کې د هيوادونو په اقتصادي وده کې مهمه ونډه لري. هغه هيواد چې دا ډول سرچینې لري له همدغو په ګټې اخیستنې ورو،ورو په بډايه اقتصاد لرونکو هېوادونو بدل شول. اوس وخت همدا هېوادونه دي چې د ځمکې لاندې زېرمو ډېره برخه په لګښت رسوي، د بېلګې په ډول هرکال دا هيوادونه په منځني ډول ١٥٠٠ ميليونه ټنه نفت واردوي، د شمېرو له مخې د نړۍ په سلو کې ٧٧ سلنه نفت په امريکا کې په مصرف رسېږي چې د دې نفتو د کارولو له امله امريکا زيات مقدار توليدات کوي، بيا يې صادروي چې د دې هېواد د اقتصادي پياوړتيا سبب ګرځي. امريکا په نړۍ کې له ټولو لومړی درجه د ډبرو سکرو صادرونکی هيواد دی چې زيات مقدار يې جاپان ،کاناډا اوغربي اروپا ته صادروي، له دې لارې امريکا ته زياته برخه عوايد په لاس راځي. د فلزي ډبرو په استخراج او لګښت کې هم صنعتي هيوادونه لوړ مقام لري، د بېلګې په ډول ١٩٧٩م د احصايوي ارقامو له مخې دغه هېوادونه ٤٩٤ ميليونه ټنه فولاد توليدوي او په صنايعو کې په مصرف رسوي چې بيا دغه صنايع نورو هېوادونو ته صادروي او له هغوی زيات عوايد ترلاسه کوي. سويډن هرکال ١٦-١٨ ميليونه ټنه وسپنه، برازيل او روسيه هم هرکال ٨٠،۸۰ ميلونه ټنه وسپنه نورو هېوادونو ته صادروي چې له دې څخه وروسته ايټاليا، اسټراليا، کاناډا او هند د وسپنې لوی صادروونکي هېوادونه دي. معدني زېرمې او سرچینې د هېوادونو په ملي اقتصاد کې زیات ارزښت لري. موږ بايد دې ته ځیر شو د خپل ملي اقتصاد د پياوړتيا لپاره دا ډول زېرمې له پامه ونه غورځوو، زموږ هيواد د دغو سرچینو او کانونو له پلوه ډېر غني او شتمن هېواد دی. که اقتصاد پوهان او پلان جوړوونکي دغه سرچینې په علمي او سم ډول تر کار لاندې ونيسي ښې او مناسبې لارې چارې ورته طرح کړي نو افغانستان به د نړۍ پیاوړی اقتصادي ځواک شي.
د افغانستان طبیعي سرچینې
په افغانستان کې زیات شمېر طبیعي سرچینې شتون لري چې لاندې ترینه لنډه یادوونه کوو:
۱- د ډبرو سکاره: په افغانستان کې ٣٠٠٠-٥٠٠٠ ميليونه ټنو پورې د ډبرو سکاره شته چې د هيواد په جنوبي اوشرقي سیمه کې شتون لري مهم کانونه یې دا دي : د صوف درې کان، د اشپشتې کان، د کوکران کان، د چوبي مسجد، سبزک او داسې نور کانونه.
۲– نفت اوګاز: د افغانستان د پترولو طبیعي سرچینو پلټنه د ۱۳۱۴هـ ش کال څخه پیل شوې، له پلټنو وروسته دا پایله لاس ته راغله،چې د پترولو طبیعي سرچینې د هرات، شبرغان، ميمنې، کندوز، تالقانو او د آمو سيند په جنوب (ابدان ميرعالم ) کې تثبيت شوي. افغانستان د پترولو په ذخيرو سربېره د طبیعي ګازو ډېرې ښې او په زړه پورې سرچینې لري، چې دا سرچینې هم زیاتره د افغانستان په شمالي سيمو کې دي. په اوسني وخت کې په دغه پورتنیو سيمو کې د طبیعي ګازو ظرفيت ٦٢ ميليارد مکعب متره اټکل شوی، د پترولو او طبیعي ګازو په توليدولو سره د افغانستان زيات عايدات په نصيب شول، چې له يوې خوا بهرني اسعار لاسته راوړي او له بل پلوه د داخلي سرچینو په لېږد رالېږد کې مرسته کوي.
۳- وسپنه : زموږ د هيواد په ګڼ شمېر سيمو کې د وسپنې ماده شتون لري، وسپنه يوه اقتصادي ماده ده،چې د هېواد په بېلابېلو سيمو لکه :کندهار، ميمنه، هرات، اروزګان، پکتيا او په ځانګړي توګه باميانو کې شتون لري. د کندهار د خاکريز په سيمه کې د وسپنې کان شته چې د هغې زېرمې د درې ميليونو ټنو څخه زياتې اټکل شوې، د هغو نښو نښانو څخه چې د دې کان شاوخوا کې ليدل کېږي داسې پایلې په لاس راځي چې په لرغونو زمانو کې د هغه ځای خلکو له دغه کانه ګټه اخیسته. همدا ډول د کندهار د چينار ماڼو خيلو د وسپنې د کان زېرمې چې د بي بي ګوهر د سربو د کان په څنګ کې پروت دی ګټه ترې اخیستل کېږي د ځانګړي اهميت وړ دي. د جبل سراج د وسپنې کان چې د جبل سراج د صنعتي ښار په نهه کيلو مترۍ کې پروت دی، له پخوا زمانو څخه د چاريکارو او د هغې شاوخوا سيمو د خلکو لخوا څخه کارول شوي دي، د چاقوګانو، د بيل او نورو شيانو په جوړولو کې نوم لري د دې سيمې د وسپنې له کانه ګټه پورته کېږي. د فيض آباد ښار په ديرش ميله کې د وسپنې سرچینې شته او د لرغونو زمانو څخه د هغو سيمو خلک د چودنې ديګونو او د تیلو څراغونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي. د حاجي ګک د وسپنې کان د مرکزي اسيا د ډېرو مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي، چې د کابل د شمال لوېديځ په ١٤٠ کیلو مترۍ کې پروت دی او د بحر له کچې څخه د دې کان جګوالی ٢٠٨٠ -٤٠٠٠ مترو پورې رسېږي. که چېرې د مرکزي اسيا جيولوژيکي نقشې ته (د ايران، روسيې جنوبي برخې، پاکستان) وګورو ليدل کېږي چې د حاجي ګک د وسپنې کان د کيفیت او په زړه پورې زېرمو له پلوه د دې سيمو د ډېرو مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي. د حاجي ګک د وسپنې کان د فيصدۍ له پلوه د دې سيمو د غني کانونو په ډله کې راځي. د حاجي ګک کان ټوله ذخيره د ٢ ميلياردو ټنو په اندازه ده او د وسپنې منځنۍ اندازه يې ٦٣ سلنه اټکل شوې ده. څرنګه چې په دې سيمه کې د وسپنې نورې سرچینې نشته د حاجي ګک د وسپنې کان يو ځانګړې اقتصادي ارزښت لري. دا ښکاره خبره ده د يو هېواد صنايعو ستنې د فلزاتو او ځانګړي ډول د وسپنې د ويلو کولو په بنسټ ولاړې دي. هغه هيوادونه چې وسپنه او د وسپنې ويلو کولو فابریکې نه لري ماشين آلات د نورو هېوادونو څخه واردوي چې زیات لګښت لري او اقتصاد یې زیانمنوي. د فلزاتو د ويلې کولو صنايع د يو هيواد اقتصادي بنسټ تشکیلوي، د افغانستان په شان هېوادونو لپاره چې د اومو موادو ښې سرچینې لري د اقتصاد د پیاوړتیا ښه لامل ګڼل کېږي. د وسپنې ويلې کولو د کورو د جوړولو لپاره لاندې دری مهم لاملونه بنسټیز شرطونه ګڼل کېږي .
1- د اومو موادو لکه د وسپنې، ډبرو سکرو او داسې نورو سرچینو تثبیتول.
2- د اقتصادي ښو شرايطو لکه موقعیت، ظرفيت او تقاضا (د خرڅلاو بازار) برابرول .
3- د ماشينونو برابرول او نصبول لکه د چودن او د فولادو د جوړولو فابريکې .
۴- کرومين: کرومين په لومړۍ درجه فولادو کې کارول کېږي چې د لوګر په ولايت کې شته او ٤٢ سلنه کرومين لري او تعداد يې ١٨٠٠٠ ټنه اټکل شوی دی.
۵- سرب او جست: د سربو او جستو کانونه د هندوکش د لړيو د بېلابېلو طبقو په ډبرو لکه هزاره جات ، مزارشريف، قطغن، بدخشان، او کندهار کې تثبيت شوي دي. د کندهار د ښار په ٨٢ کيلو مترۍ کې، د کندهار او کجکي د سرکونو تر منځ د بي بي ګوهر غره ته نږدې د سربو او جستو سرچینو په هکله څیړنې شوې او په پایله کې د سربو اوجستو د کیندنې وړ سرچینې د ٦٩٠٠٠٠٠ ټنو په اندازه اټکل شوې، چې له دې ډلې ٣٠ سلنه سرب او په سلو کې ٨ سلنه جست تشکیلوي.
۶- يورانيم: دا يوه فوق العاده قيمت لرونکې ماده ده، فوق العاده انرژيکي پوتنشيل لري او په لوړه ستراتيژيکه ماده نومول شوې، له دې مادې څخه اتومي انرژي او د برښنا په لاسته راوړلو کې هم ډېر کار اخيستل کېږي چې دا ماده د کندهار او هلمند اړوندو سیمو کې شتون لري.
۷- .سپين زر(نقره) اوسره زر(طلا): دغه دوه عناصر زموږ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې شته ، د سپينو زرو سرچینې په سپين غره، د کندهار د بي بي ګوهر د سربو او جستو د کانونو د رګونو سره يو ځای تثبيت شوي. د سرو زرو زېرمې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تثبيت شوي دي، زیاته اندازه د کوکچي په سيند کې موندل کېږي. د سرو زرو د کانونو زیرمې د بدخشان، کندهار او زابل په ولايتونو کې شتون لري،چې د زابل ولايت د زرخشان آنګوري او د کرستو په سيمه کې يې زياتې سرچینې اټکل شوي.
۸- کريمه ډبرې: کريمه ډبرې چې په افغانستان کې پيدا کېږي ډېرې نوموتې يې لاجورد، لعل او ياقوت دي خو ډېر مهم یې لاجورد دي. د افغانستان لاجورد د نړۍ د ډېرو ښو لا جوردو څخه ګڼل کېږي، ارزښت لرونکی کان یې سرسګ سيمه کې د کوکچې د سيند په ختیځ او د حضرت سعيد جنوبي ډډې ته په ٣٥ کیلومترۍ کې او د بحر له کچې د ۲۳۰۰ -٧٥٠٠ مترو پورې لوړ پروت دي، د دې سيمې لاجورد د کوچنيو ذراتو په ډول د مرمرو د طبقو په منځ کې د منظمو ليزونو لوی او کوچني بلورونه په بڼه ډېر لږ او په ګرانه پيدا کېږي. په افغانستان کې د لاجوردو سرچینې ١١٧٠٠ کیلو ګرامه اټکل شوي، خو هغه څیړنې چې د افغانستان د لاجوردو د سرچینو په اړه شوې د دې سيمې د لاجوردو سرچینې یې د ٢٠٠ ټنو په اندازه اټکل کړې. د لاجوردو په را ایستلو او صادرولو سره هیواد ته زیات عواید راځي او د افغانستان اقتصاد پرې پياوړې کیږي.
پایله
د پوهنيزو څېړنو له مخې دې پایلې ته ورسېدم چې زموږ هيواد د طبیعي سرچینو او مهمو اقتصادي زيرمو له پلوه ډېر شتمن هيواد دی. دا سرچینې که په سم ډول وپلټل او په لګښت ورسول شي، د پرمختللې ټکنالوژۍ، مهارت، مسلکي کدرونو څخه په ګټې اخیستنې او پانګې کارولو سره نو د هیواد اقتصادي ځواک به مو نور هم پیاوړی شي. د هيواد سيندونه مهار او بندونه پرې جوړ شي،نو د هیواد کرنیزې ځمکې به آبادې او جوړې شي، د برښنا په جوړولو سره به کارخونې جوړې شي، خلکو ته به د کار زمینه برابره او د هیواد اقتصاد به پیاوړی شي. د هيواد کانونو ته که اړینه پاملرنه وشي او د هغې د کیندنې چارې د عصري تخنيک سره سم تر سره شي چې د هيواد په صنعتي کېدو او ملي اقتصاد په پياوړتيا کې به ستره ونډه ولري.
اخځلیکونه
۱- امين، پوهاند حميدالله(١٣٨٧ لمريز )جغرافيۀ سياسي. کابل: کابل پوهنتون.
۲- سيد داود صميم (١٣٨٦ ) د افغانستان اقتصاد لکچرنوټ.
۳- شبان محمد انور و اسد محمد نعيم. اقتصاد بين المللي وممالک رو به انکشاف.
۴- داکتر بلوچ(۱۳۸۴ ه ل)د کرهڼې اقتصاد لکچر نوټ.ننګرهار پوهنتون.
۵- عارض غلام جيلاني(١٣٨٣)ه ل. دافغانستان سیندونه.
۶- د پوهنې وزارت( د یوولسم او دولسم ټولګیوو جغرافیه درسي کتابونه).
پوهیالی نیاز محمد خان-اتل