لیکنېمقالی اوتبصرې

په الهي نصرت شیطــاني طلـسمونه مــاتوو

نوم یې برنارډ هنري لیوي دی، په ۱۹۴۸ میلادي کال کې یې په یوه متعصبه بډایه یهودي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۹۷۱ زیږ-کال کې یې د فلسفې په برخه کې د فراغت سند تر لاسه کړی دی.
“برنارډ هنري لیوي” په فرانسه کې یو له خورا با نفوذه یهودانو دی، چې د مختلفو معاصرو جګړو تر شا یې پټ او ښکاره لاسونه دي او دا هم په جرأت سره ویلای شو چې په دې وروستیو کلونو کې چې د نړۍ په هر ځای کې ګډوډي رامنځته شوې؛ تر شا یې د برنارډ هنري لیوي په نامه د یو سړي د پښو نښې لیدل شوې، آن تر دې چې دا شخص په سیمه کې د عرب پسرلي له اصلي تیوریستانو شمېرل شوی دی.
برنارډ هنري لیوي څه غواړي؟
برنارډ چې ځان د یو ویاړلي یهودي په توګه معرفي کوي، د څلوېښت کلن فکري او عملي کار موخه یې په درېیو برخو را څرخي:
۱- د اسلام له سیاسي او فقهي منشور سره هر اړخیز مخالفت.
۲- له اسرائیلي رژیم څخه بې له قید او شرطه ملاتړ.
په ۱۹۶۷ کال کې چې هغه مهال لا نولس کلن و، د عربو او اسرائیلي رژیم ترمنځ د جګړې له پیله خبر شو، په چټکۍ سره په پاریس کې د دغه رژیم سفارت ته لاړ او په جګړه کې یې د ګډون چمتووالی اعلان کړ، خو جګړې څو محدودې ورځې واخیستې او برنارډ ونه توانېد چې د مسلمانانو په وژنه کې ګډون وکړي.
۳- د اسلامي نړۍ په خونړیو جګړو کې دوامداره حضور.
لیوي خپل لومړی مشهور کتاب په ۱۹۷۳ کال کې د پاکستان او بنګله دېش له وېش دوه کاله وروسته په بنګله دېش کې د ملتپالنې په اړه ولیکل او له هغې ورځې راهيسې یې نه یوازې د اسلامي نړۍ د نا کراریو په اړه نظرونه څرګند کړي ، بلکې عملاً یې په دې ګډوډیو کې برخه اخیستې ده .
د شلمې پېړۍ د وروستۍ لسیزې په منځ کې په بوسنیا کې را څرګند شو، بیا یې افغانستان ته سفر وکړ او دلته یې له عبدالرشید دوستم او احمدشاه مسعود سره ملګرتیا پیل کړه، په ۱۹۹۲ میلادې کال کې چې کله په افغانستان کې داخلي جګړې د نظار شورا، د وحدت ګوند او نورو جاه طلبو جهادي تنظیمونو ترمنځ پیل شوې، د دې جګړو تر شا مستقیم د همدې یهودي برنارډ لوی لاس وو.
یوازې افغانستان نه بلکې سوډان، عراق، تونس، لیبیا، بوسنیا او آن تر اوکراینه پورې یې د جګړو پر اور تېل وپاشل، په لبیا کې یې د معمرالقذافي د مخالفینو ملاتړ وکړ، عراق کې یې کُردان راپورته کړل، په جنوبي سوډان کې هم د دولت د مخالفینو ترڅنګ ودرېد.
د سیمې د ستراتیژیکو چارو عربي شنونکی عبدالباري عطوان، په لیبیا کې د صهیونیسټی جاسوس «برنارډ هنري لیوي» په اړه یوه مقاله کې، د لیبیا په اړه بحث کړی دی او لیکلي چې برنارډ لس کاله هڅې وکړې چې د معمرالقذافي حکومت را نسکور کړي چې بالاخره هم بریالی شو، چې د قذافي حکومت را وپرځوي او هم د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي قانع کړي، چې په لیبیا کې نظامي مداخله وکړي، د قذافي د حکومت د ړنګېدو پر مهال له دېرش زرو زیاتو لیبیایي وګړو جسدونه د ناټو ایتلافي الوتکو په بمونو کې ټوټې ټوټې شول.
کله چې په افغانستان کې امریکا د ماتې وروستۍ سلګۍ وهلې، برنارډ هنري لیوي یوځل بیا افغانستان ته خپل نجس لاسونه را اوږده کړل او د فرانسې له یوه خبري آژانس سره یې په مرکه کې وویل: (د اپریل په میاشت کې له ماکرون (فرانسې ولسمشر) سره په لیدنه کې هېچا د احمد مسعود تشویشونو ته پاملرنه ونه کړه، دا سناریو( له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل) ډېر وخت وړاندې د هغه لخوا اعلان شوې وه.
د پنجشیر په دره کې د هغه مقاومت باید د اروپا د ساتنې برخه کې مرسته وکړي.
که د امریکایانو وتل بشپړ شي، څو میاشتې یا څو اوونۍ نه، بلکې څو ورځې وروسته به القاعده یا داعش افغانستان لاندې کړي.

د احمد مسعود مقاومت د فرانسې په مرسته پياوړی کېدای شي او زموږ خاوره له بربريت او پر اروپا په تېره بيا د فرانسې پر لويو ښارونو له بريدونو څخه خوندي کولای شي.
د احمد شاه مسعود، احمد مسعود او د موساد د جاسوس برنارډ هنري لیوي ترمنځ اړیکې دومره ژورې دي، چې آن د ده پر هلو ځلو په پاریس کې د احمد شاه مسعود په نامه یو واټ ونومول شو، چې د پرانيستلو په مراسمو کې یې احمد مسعود، حامد کرزي او عبدالله عبدالله ګډون کړی و.
په افغانستان کې د برنارډ هنري لیوي پر مټ د موساد فعالیتونو ته په کتو سره ویلی شو، چې د مسعود کورنۍ او د بد نامو ملېشو مشر عبدالرشید دوستم د موساد د جهنمي سازمان د ځالې روزل شوي چیچوڼي دي او غواړي د دوی پر مټ د افغانستان ثبات یوځل بیا ټکنی او له خطر سره مخامخ کړي، داخلي جګړو ته لاره هواره کړي، د هېواد شته زېربناوې ونړوي او د یوې بلې اوږدې جګړې اساس او بنسټ کېږدي، ځکه خو دې ورځو کې وینو چې یوځل بیا پروژه یي غونډې، کله په کلیساوو کې، کله په یوه ستیج او کله په بل ستیج ورته جوړېږي او یوه رسنیزه غوغا یې جوړه کړې ده، چې تر شا یې د همدې بد نومي برنارډ ناولي لاسونه دي.
موږ د افغانستان ټول معلوم الحاله او مجهول الحاله دښمنانو ته دا که داخلي یا بهرني وي او یا که په هر استخباراتي سازمان پورې تړلي وي، په ډاګه کوو، چې موږ د افغان ولس له شرافت او کرامت همدا راز د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي او اسلامي حاکمیته د دفاع په خاطر خپلې سینې سپر کړې او په الهي نصرت سره به ستاسو ټول شیطاني طلسمونه مات کړو او دا مو د تاریخ په مختلفو پړاوونکو ثابته کړې هم ده زموږ ویښ استخباراتي ځواک وخت پر وخت ستاسي دښمنانه کړنی څاري په هر غار او سوړه کې چي ونیول شئ د خپلو شومو اعمالو په سزا به ورسېږئ .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *