مقالی اوتبصرې

په بریالي ژوند کې  د مهارتونو د زده کړې رول

په ژوند کې مې له وړکتوب څخه ښه تجربه دا ده چې په څه نه پوهېږم نو ډېره هڅه کوم زده یې کړم خصوصاً کله چې پوه شم، د زده کولو نه وروسته یې زما په ژوند مثبت اغېز څومره دی، په دې برخه کې مطالعې راته ډېره ګټه کړې، زه تقريباً د هر نوي مسئوليت په پیل کې پوره  یوه میاشت د نورو کارونو ترڅنګ شدیده مطالعه کوم او نور خو هسې هم مطالعه په دوامدار ډول کوم او په دې پوهېږم، چې همدا مطالعه د دې لامل کېږي د خپل مسئولیت په اساساتو پوه شم، چې بیا په کاري چاپېريال کې د ستونزو په حل کې ډېر ګټور ثابتېږي، کله چې یو انسان په ځان کې یوه ځانګړنه پیدا کړي، که مثبته یې ساتنه غواړي او که منفي،باید لرې کولو کې یې هڅه وشي، هېڅ انسان له زده کړې بې نیازه کېدای نه شي، ډېر مو اورېدلي چې بریالي خلک زده کړه کوي، خو خبره دا ده چې په مقصد یې پوه شو براین ټرایسي په خپل یوه کتاب کې قصه کوي په ۲۲ کلنۍ کې بېکاره وم او ډېر خراب وضعيت کې وم، نو ځکه مې د تبليغاتو د شرکت د تبلیغاتو د مامور بست کارموندنې اعلان ته ځواب ورکړ. زه د لېسې په دوره کې په انګلیسي کې نه وم منل شوی. نه پوهېدم چې د تبليغاتو د مامور وظیفه او کار څه شی دی. تر اوسه مې د تبليغاتو هغه کارکوونکی چې ماسره یې مصاحبه وکړه په یاد دی چې څومره ښکاره یې راته وویل، چې ما بیخي د تبلیغاتو د کار لپاره اړین شرایط پوره کړي نه دي،خو د مصاحبې په وخت کې مې په باطن کې یوه پېښه وشوه، چې څومره مې یې په اړه ډېر فکر کاوه هماغومره دې پایلې ته رسېدم چې څومره ډېر مې خوښېږي تبليغاتو ته یو څه ولیکم. سره له دې چې په لومړۍ مصاحبه کې نه وم منل شوی، خو پرېکړه مې وکړه چې د دې رشتې په اړه مطالعه وکړم. د ښار کتابتون ته ولاړم او د تبليغاتو د مسئول په اړه مې کتابونه رانیول. شپږ مياشتې وروسته په داسې حال کې چې په لوی پلورنځي کې مې کار کاوه ماذیګري او رخصتیو کې به مې دا کتابونه لوستل. د پوهې په زیاتولو سره مې د ښار تبليغاتي اژانسونو ته کاري غوښتنلیکونه ورولېږل. له وړو اژانسونو مې پیل وکړ، کله به یې چې مصاحبه کې ونه منلم،نو د علت پوښتنه به مې ورځني کوله، ولې مو زه ونه منلم؟ زما غوښتنليک څه ستونزه لرله؟ باید د کومو شيانو په اړه ډېره مطالعه وکړم؟ کوم کتابونه راته وړانديز کوئ؟ تر ننه مې په یاد دي، ټولو هغو کسانو سره چې خبرې مې ورسره وکړې، ډېره مرسته یې راسره وکړه او ښې لارښوونې یې راته وکړې. له شپږو میاشتو وروسته مې ټول کتابونه چې د تبليغاتو او د تبليغاتو د مسئول په برخه کې وو مطالعه کړل، د ښار له وړو اژانسونو نیولې تر لویو پورې ټولو ته مې د کار غوښتنلیکونه وکړل. کله چې دې مرحلې ته راورسېدم، کار ته چمتو وم. د هېواد د لومړي او دويم اژانس له لوري راته د نو کاره د تبليغاتو د مسئول په توګه د کار وړاندیز وشو. د هغه اژانس کار مې ومانه چې په هېواد کې یې لومړۍ رتبه لرله او په شپږو مياشتو کې مې څو ملیته لویو موسسو ته تبلیغات ولیکل. له دې ښکاري چې موږ څه ته اړتيا لرو که وغواړو هغه پوره کولای شو، زما مسلک ادبیات دي، خو ما ډېری وخت په داسې ځايونو کې کار کړی،چې زموږ د ټولنې په شعور کې هغه خلاف مسلک ښکاري، خو په همغې برخه کې ما داسې ځان رسولی،چې د همغه مسلک ډېری فارغین چې ځان یې په معیار ورته برابر کړی نه دی، یا یې د تیوري د تطبيق چل زده کړی نه دی، ترې ښه ثابت شوی یم، ځکه ما دومره مطالعه کړې، چې تقريباً د هر مسلک اړوند په یو څه ناڅه پوهېږم او همدا راسره په کاري چاپېريال کې مرسته کوي، نو که موږ وغواړو هوسا ژوند وکړو باید سختي وګالو دا دنیا ده جنت نه دی که ته هر څوک وګورې یوه نه یوه ستونزه لري چې باید حل یې کړي، مثلاً بعضې به اقتصادي ستونزې لري، بعضې عاطفي، بعضې روغتيایي او همداسې یې درشمېره، خو بریالي هغوی دي، چې ستونزې ته د تسليمېدو یا تشویش کولو پر ځای د حل په موخه یې اقدام کوي او نور یې توکل پر الله وي، زما مقصد یوازې رسمي ژوند نه دی، په هر ډګر کې هڅه کوئ، چې څه شی مو ژوند اسانه کوي زده یې کړئ، موږ یو لوی مشکل لرو هغه د خپلو ستونزو لپاره یوازې تشویش کول دي، که ویډیو ګانې ګورئ، د چینایانو یوې ځانګړنې ته به مو پام شوی وي، چې په ژوند کې له هرې ستونزې سره مخ شوي یوه لاره یې ورته پیدا کړې او
حل کړې یې ده.

مسلم داودزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button