افغانستانروغتیا

په  بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، دا مهال د پلازمېنې په ګډون په ټولو لرو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د یو شانوالي هڅې رواني دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل ویلي؛ دا مهال لسګونه زره طبې کادرونه په نږدې پینځه زره روغتیایي مرکزونو کې په دندو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره شاوخوا ۳۵۰ نوي روغتیایې مرکزونه جوړ شوي او روان کال کې به نیمه پاتې پروژې هم بشپړي شي.

ورته مهال یو شمېر هېوادوال د عامې روغتیا وزارت هڅې ستایې او په روغتیایې برخو د لا اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ روان ۱۴۰۳ زیږدیز کال کې به شاوخوا شپږ زره تنه نور کارکوونکي په روغتیایې مزکرونو کې وګمارل شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button