لیکنېمقالی اوتبصرې

په تدریسي نصاب تعرض!

بشارت خپرندویه ټولنې، د سواد زده کړې په برخه کې د ماشومانو لپاره د خپل توان مطابق ځینې کتابونه خپاره کړي، چې په کې د اسلامي ارزښتونو برابر ذهنیت سازۍ هڅه شوې، اسلامي اصطلاحات او دیني مفاهیم په کې را ټول شوي او که يې د ژوندي‌ سرو له تصویرونو پرته مفاهیم رسمي تدریسي نصاب ته هم ننوځي؛ نو بیا به له دې نه ډارېږو، چې خپل کلیوال به مو بله ورځ حتی د الحاد تر پولو رسېږي.
مخالفو ډنډورچیانو په خورا مهارت د دې کتابونو تصویرونه له جنجالي یادونو سره خپاره کړل، چې ګواکې د معرکو یادونه، د تاریخ ثبت او دیني فکر زده کوونکي ته ورکول «افراط» دي او باید وغندل شي، چې له لاس په لاس کېدو وروسته د یوې رسنۍ ویډیويي راپور دا ثابته کړې وه چې دا د پوهنې وزارت له لوري تائید شوی نصاب نه دی، بلکې د یوې شخصي خپرندويې ادارې تقویتي د ظرفیت لوړولو لپاره یوه هڅه ده.
همدا د مخالفو مقصد و، چې د مسلمانو ځوانانو په منځ کې دا نصاب دومره جنجالي معرفي کړي،چې حتی یوه دیني فکر خپروونکې رسنۍ يې په وضاحت پسې کمرې وګرځوي او غیر مستقیم دا اعتراف وکړي چې ګواکې دا «اشتباه» خو پوهنې وزارت نه ده کړې؛ بلکې شخصي اقدام و.
له دې نه د مخالفینو بل مقصد دا و، چې کله بله ورځ رښتیا هم دا اصطلاحات، مفاهیم او ارزښتونه تدریسي نصاب ته ننوځي،نو تیاره به يې ذهنیت سازي کړې وي او د دوی فیسبوکي ناندرۍ به ګواکې حتی د پوهنې وزارت پر صادره شوې پرېکړه او فعالیت هم تاثیر ولري، که تاثیر ونه لري،نو د ناندرییزو رسنیزو فعالانو ذهنیت خو به يې ور ګډوډ کړی وي.
دا درک کول، فهمول او منل په کار دي چې جهاد، شهادت، موټر بم، کمین، چاپه، مبارزه، زندان، کافر، مزدور، ګوډاګی… زموږ د دې دوو لسیزو د تاریخ ثبتولو او تشریح کولو لپاره هغه کلیدي مفاهیم دي چې بې له دوی يې ثبتول او تشریح کول نیمګړي راځي او ځینې خو زموږ د دیني ارزښتونو په سر کې راځي او زموږ دیني جریان ور پورې تړلی، لکه جهاد، شهادت…
په تېرو دوو لسیزو کې مسلمانان هغه خلک وو، چې د نیمې نړۍ له سیاسي او نظامي او ټولې نړۍ، له میډيايي او تبلیغاتي مخالفت سره سره يې نه په توضیحاتو غوږ وګراوه نه په کوم پلان، کومه تګلارو او کوم ګام د دې شور، ځوږ یا ناندریو په خاطر بېرته له سره کړ؛ همدا قاطعیت د بریا یو راز او د دې مبارک جریان د بنسټګر رحمه الله ځانګړنه وه، نو زموږ مبارز ملګري باید دې ته پاملرنه کړي چې رسنیز شور کې د مخالفو برخې ته ګورئ، چېرته چې د دوی غشي لګېږي تاسې يې پر حقانیت لا باوري کېږئ، نه دا چې ورسره بدرګه
کړل شي.

دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *