لیکنېمقالی اوتبصرې

په تولیدي فابریکو پانګونه د هېواد په اقتصاد کې غوره ګام دي

له شک پرته چې په هېواد کې دننه هرډول پانګونه او دصنعت پراختیا په حقیقت کې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کیږي، پردې بنسټ د هېواد ټولو پانګوالوته ښایي چې دافغانستان داقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي، ځکه په ټولیزه توګه په هېواد کې د تولیدي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کیږي، اوس مهال افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري، یعني د طبیعي زیرمو اوکانونو لکه، طلا، اوسپنې، مسو، تیلو، گازو… اونورو قیمتي ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرني پانگوال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخه کې پانگونه وکړي.
هیره دې نه وي چې په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی چې د امنیتي مصوونیت ترڅنگ په ټوله کې پانگوالوته دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه برابرکړي ترهغو چې دوی په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونې وکړي او په سرلوړي افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلي.
داهم یوڅرگند واقعیت دی که دسیمې او نړۍ هېوادونه د نورو مرستو پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړي، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږي، ځکه له یوه پلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوي، له بل پلوه هېوادوالو ته په کور دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږي او په ټولیزه توگه دهېواد د اقتصادي پرمختګ سبب کېږي، له شک پرته چې دا ډول پانګونې به بهرنیو هېوادونو ته د کارموندلو لپاره زموږ د ځوانانو د تګ اړتیا هم له منځه یوسي، پردې بنسټ په ځانګړي توګه د هېواد ملي پانګوال باید د ملي او هېوادني سپیڅلي احساس له مخې په هېواد کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړي، یعنې د یوسالم رقابت په اساس د هېوادوالو د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو څیزونو د تولیداتو سترې او کوچنۍ فابریکې او کارخانې جوړې کړي ترڅو په هراړخیز ډول د هېوادوالو د اړتیا وړ څیزونه په هېواد کې دننه تولید او د خلکو د استفادې وړ وګرځي، له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شوي، چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د پنبې پروسس یوې فابریکې پرفعالیت پیل کړی دی، چې لسګونو کسانوته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده، ددغه فابریکې مسوول ویلي، په یاده فابریکه کې ۹۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې په کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته د کارکولو فرصت هم برابر شوی دی، نوموي زیاته کړې، چې دغه فابریکه په ۱۲ جریبه ځمکه باندې جوړه شوې او ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ ټنه پنبې پروسس ظرفیت لري، دغه راز نوموړي له نورو پانګوالو او سوداګرو غوښتنه کړې چې د پانګونې له لارې د هېواد په پرمختګ کې د ونډې اخیستلو ترڅنګ ځوانانوته د کار زمینه هم برابره کړي.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هرډول تولیدي فابریکو او کارخانو جوړیدل، رغاول، د تولید او ظرفیت لوړول غوره اقدام دی، ځکه چې دغه فابریکې او کارخانې خلکو ته د کاري زمینې پر برابرولو سربیره د هېواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري.
داهم واقعیت دی چې په هېواد کې دننه دهر راز صنعتي او تولیدي کارخانو او فابریکو جوړول په کوردننه د هېوادوالو د اړتیاوړ څیزونو د برابرولو ترڅنګ په ټولیزه توګه په اقتصادي ودې او پرمختګ کې ګټور ارزښت لري او هم هېواد له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ته ور اړوي، په دي هیله چې دافغانستان اسلامي امارت لاهم کورني او بهرني پانګوال په هېواد کي دننه پانګونې ته وهڅوي او د امنیتي مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگوالوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښې آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغو چې دوی په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونې وکړي او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی.
دیادونې وړه ده چې پانګوال او ملي سوداګر باید دهېواد په مرکز او ولایتونو کې د ډول ډول تولیدي فابریکو او کارخانو پرجوړلو او فعالولو پانګونې وکړي، ترڅو له یوه پلوه دهېواد بې کارو او بې روزګارو ځوانانو ته په کې د سالم کار او روزګار زمینه برابره شي او له بل پلوه په دغه تولیدي او صنعتي کارخانو او فابریکو کې د باکیفیته تولیداتو پر مټ د هېوادوالو اړتیاوې هم په مناسبو وختونو کې په کوردننه په هراړخیز ډول پوره شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *