نړۍ

په تېرو پنځو میاشتو کې د اوکراین ۹۰ زره سرتیري وژل شوي

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د چین په بیجینګ شینګ شان لسمه ناسته کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۹۰ زره اوکرایني سرتېري له روسي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
د شویګو په وینا؛ دغه سرتېري د روسي ځواکونو پر وړاندې د تعرضي عملیاتو تر پیل وروسته وژل شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اوکراین د دغه شمېر سرتېرو سربېره ۶۰۰ ټانګونه او زرګونه نور پوځي وسایط هم له کومې لاسته راوړنې پرته له منځه تللي دي.د اوکراین او روسیې ترمنځ له روانې جګړې شاوخوا شل میاشتې اوړي، چې تر دا مهاله په کې دواړو لوریو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
اوکراین په دغې جګړه کې تر ډېره د غرب په مرستو پایي خو بیا یې هم خپلې ډېری ختیځې سیمې له لاسه ورکړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *