
په جمهوريت او امارت کې د عاشوراء دوه متفاوت انځورونه !
ښايي د عاشوراء شرعي او تاريخي اړخ ټولو لوستونکو ته معلوم وي، دلته په لنډو ټکو په خپله زمانه کې د جمهوريت او امارت پر مهال د عاشوراء نمانځنې په اړه بحث کوو.
لکه څرنګه چې له ابتداء څخه مختلفو ډلو او حکومتونو د عاشوراء له نوم او نمانځنې څخه سياسي استفاده کړې او د مکر اوښکې يې پرې څڅولې، همدغه شان دا لړۍ تر اوسه روانه ده. د کربلا پېښه واقعاً د اسلامي تاريخ يوه ډېره غمجنه پېښه وه او طبعاً به هر رښتينی مؤمن له زړه پرې خفه وي، مګر دا چې اهل تشيع دغه ورځ په ځانګړې توګه نمانځي، موږ څه اعتراض نه پرې لرو. سره له دې چې له اهل بيتو سره ټول اسلامي امت مينه لري او ټول يو شان پرې خفه کېږي، داسې نه ده چې د اهل السنة والجماعة په نسبت اهل تشيع ډېر ور نژدې دي.
په هر صورت؛ دا چې له پېړيو، پېړيو راهيسې دوی محرم نمانځي، و دې نمانځي. دوی يې په يو ډول نمانځي او نور امت يې په بل ډول. مقصد يو دی، دوی هم د خپګان اظهار کوي او موږ هم، په دې توپير چې موږ يوازې دعا ورته کوو او دوی علني غونډې جوړوي، ځانونه وهي، تورې جامې اغوندي او څه نورې ځانګړې چارې تر سره کوي.په اوسنۍ زمانه کې صادق خلک ډېر کم دي او اکثره خلک په هر څه کې خپلې شخصي ګټې لټوي، همدغه راز؛ د ايران حکومت تر ننه له دغې موضوع سياسي ګټه پورته کوي، بلکې په ټوله نړۍ کې اهل تشيع د خپلو موخو لپاره استعمالېږي، اسلامي امت يې دوه برخې کړی او ځان د اهل تشيع مرکز او مرجع ګڼي. دغه راز په ځينو نورو اهل تشيع ميشتو هېوادونو کې هم مختلفې ډلې او حکومتونه له دغه موضوع سياسي استفاده کوي او د خپلو موخو لپاره يې کاروي. زموږ په هېواد کې هم د امريکايي استعمار پر مهال د اهل تشيع له موضوع سياسي استفاده کېده. تېرې ادارې به شپه ورځ د اهل تشيع هېوادوالو د حقوقو او ورورګلوۍ نارې وهلې، چارواکو به د دوی تکيه خانو ته منډې وهلې او په مذهبي مراسمو او جلسو کې به يې ورسره برخه اخيسته، د عاشوراء لسيزه کې به نژدې ټولو کابل ميشتو تورې جامې اغوستې وې، لارو کوڅو ته به راوتل، مارشونه به وو، جلسې به وې او ټول ښار به رخصت او لارې به بندې وې.
خو په امنيت نيولو کې ناکام ؤ، په عاشوراء او غير عاشوراء کې به په اهل تشيع هېوادوالو درانه بريدونه کېدل، چې هره پېښه کې به په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښته. او ډېر ځله داسې قرائن هم څرګند شول، چې خپله د تېرې ادارې استخباراتو پر اهل تشيع هيوادوالو بريدونه پلان کړي.
لنډه دا چې، هغه مهال د عاشوراء مراسم يو مخ د اهل تشيع هېوادوالو له اصلي منهج څخه وتلي او د يو سياسي ابزار په توګه ترې استفاده کېده. لکه څرنګه به چې د شورا نظار ډلې د احمد شاه مسعود د تلين په پلمه د سنبلې مياشت کې په کابل او نورو شمالي ولايتونو کې انډوخر جوړ کړی ؤ، ډله، ډله به په سړکونو کې روان ؤ، ښار به يو مخ بند او نظامي بڼه به يې غوره کړې وه، هوايي ډزې به وې او د موټرو غر وکش به ؤ، خو حکومت به يې هيڅ مخنيوی نه کاو، بلکې دې لنډغري ته يې د شهيدانو د اوونۍ نوم ورکړی ؤ،کله به چې خبريالانو له لنډغرو وپوښتل، چې ولې داسې کوئ، هدف مو څه دی؟ هغوی به ويل، هدف مو دا دی چې خلکو ته خپل زور وښايو!خو الحمدلله؛ د اسلامي امارت په حاکميت سره بېرته هر څه خپل اصل ته وګرځېدل، د لنډغرو مارشونه هم ختم شول او د اهل تشيع مذهبي مراسم هم خپل اصل حالت ته ورګرځېدونکي دي. دا دی د عاشوراء لس ورځني مراسم په داسې مطمئن ماحول کې تر سره شول، چې نه اهل تشيع هيوادوالو ته هيڅ زيان ورسېد او نه نور عام هېوادوال ورسره په تکليف شول. د اهل تشيع مشرانو له اسلامي امارت سره په همغږي يو څو ځانګړو ځايونو کې په پوره اطمينان خپل ټول مراسم تر سره او د دښمن له دسيسو پرته پای ته ورسېدل.اسلامي امارت د شريعت مطابق خپلې چارې پر مخ وړي او له هر چا سره د خپلو اصولو مطابق چلند کوي، نه پر چا ظلم کوي او نه څوک ظلم او خپلسرو ته پرېږدي. په دې حالت کې د ټولو هيودوالو ګټه ده، خصوصاً اهل تشيع هېوادوالو سره اوس داسې چلند کېږي، چې تېرو حکومتونو کې يې مثال نه ؤ، د رباني د حکومت او د مجاهدينو د ګډوډيو پر مهال دشت برچي او نورې شيعه مېشتې سيمې لوټه، لوټه شوې، د امريکايي يرغل پر مهال هم هره ورځ پرې بريدونه کېدل او تر اخره د دوی امنيت تأمين نه شو، خو اوس اهل تشيع هېوادوال هم د نورو هېوادوالو په څېر له خپلو ټولو مشروع حقوقو برخمن او هماغه شان يې امنيت تأمين دی. تر دې چې د عاشوراء په لسو ورځو کې هم هېڅ بريد پرې ونه شو، بلکې څو ورځې وړاندې لا مجاهدينو هغه سيمې تر کلک څار او کنټرول لاندې نيولې وې، چې اهل تشيع هېوادوال په کې مېشت دي او د بريد امکان يې درلود، تر دې چې ټول مراسم يې په بشپړ امنيت سره پای ته ورسېدل. نو اهل تشيع هېوادوالو ته هم لازمه ده، چې د تښتېدلو مکرجنو چورواکو په نارو سورو غلط نه شي، بايد له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه همکار واوسي او هغه حالت دې له ياده نه باسي، چې د همدغو مکرجنو او خائنو چورواکو د حاکميت پر مهال به هره ورځ پرې مرګوني برېدونه کېدل او هغوی به يوازې د تسليت مکرجن پيغامونه خپرول او تکيه خانو کې به يې درواجنې اوښکې ورسره څڅولې. راشئ، هر څه د عمل په تله وتلئ، وګورئ چې چا مکر کاوه او څوک پر خپلو ژمنو متعهد او رښتيني دي؟ چا مو امنيت تأمين کړی؟ د چا په حاکميت کې د ډاډ احساس کوئ او څوک درسره رښتينی انصاف کوي؟
سعيد غلجی