
افغانستان
په روزګان کې د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د یو سربند د رغولو چارې پیل شوې
د روزګان ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چي د دغه ولایت په مهراباد سیمه کي د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سربند د رغېدو چاري پیل شوې دي.
د مسوولینو په خبره د یاد سربند لګښت د هېواد د کرنې اوبولګولو او مالداری وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي، چې چارې به یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد سربند په رغېدو سره به کروند ګرو ته آسانتیاوې برابرې شي او د دوی شته ستونزې به لرې شي.