لیکنېمقالی اوتبصرې

په سودان کې څه روان دي؟

کله چې په ۲۰۱۹ م کال سوډان کې د عمر البشير پر ضد ولسي لاريونونه زيات شول نو د سوډان د پوځ مشر او دفاع وزير عوض بن عوف، لوی درستيز عبدالفتاح برهان او ستر جنرال حمدان حميدتي د عمر البشير نظام سقوط او د چارو واګې په لاس کې واخيستې.خلکو چې د نظام د تبديلۍ لپاره لاريونونه کول له پوځي کودتا وروسته يو ځل بيا سړکونو ته راووتل، دوی شعار ورکاوه چې هېڅکله عسکري او پوځي حکومت نه غواړي، بايد د چارو واګې نوي ملکي حکومت ته وسپارل شي.
د پوځي حکومت د مشرانو تر منځ هم اختلافات زيات شول، د پوځي شورا او حکومت مشر ‏عوض بن عوف استعفا ورکړه او پر ځای يې لوی درستيز عبدالفتاح برهان ته واګې وسپارلې د نوي پوځي حکومت په رأس کې دوه قوي جنرالان وو چې له عبدالفتاح برهان سره د سودان ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه پوځ او جنرال حمدان حميدتي بيا د چټک غبرګون ځانګړو ځواکونو چې تعداد يې سل زرو ته رسېږي قومانده پر غاړه درلوده، دوی دواړو د سوډان د مشرانو شورا په نوم يو نوې رهبرۍ شورا تأسيس کړه چې نيم يې پوځي او نيم يې سياسي مشران وو.د دې جوړښت په رأس کې د پوځ مشر عبدالفتاح برهان وو چې سوډان ولس ته يې وعده ورکړه چې نور به واک سياسي مشران چلوي پوځ به مداخله نه کوي.ياد حکومت انتقالي دوره تېره کړه او واک يې نوي حکومت ته چې مشري يې يو غير پوځي سياسي مشر محمد حمدوک کوله وسپاره.څه موده وروسته د قدرت دغه مثلث کې هم د واک پر سر ناندرۍ پيل شوې، چې د ولس له منځګړيتوب سره سره پوځ او چټک غبرګون ځواکونو د هيواد ټولې چارې په خپل کنټرول کې واخيستلې او مدني سياسي مشران چې نړيوال ملاتړ يې هم درلود له صحنې بهر کړل د قدرت د مثلث د يوې زاويې له منحل کېدلو وروسته د برهان او حميدتي تر منځ د واک پر چلولو اختلاف زيات شول چې نن يې د سوډان مرکز خرطوم مې يو په بل پسې جنګي جيټ الوتکې را الوزولې او د يو بل مرکزونه يې بمبار کړي. الله تعالی دې د سوډان شريف ولس حفاظت وکړي. اوس ښه جوته شوه چې د يو نظام د بقا لپاره د صف وحدت او واحده قومانده څومره اړينه ده.

حمدالله فطرت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *