دینې لیکنې

په سوده بنت زمعه او عائشه رضی الله عنهما باندې د رسول الله (ص) مرکه

يوه شپه چې رسول الله-ﷺ-په خپل کور کې ناست و او د مومنانو د مور په يادونو غږېده، د عثمان بن مظعون مېرمن او د حکيم لور خوله ورننوته، ستړي مه شي یې ورته وويله، هغه د پياوړو او غښتلو مومنانو له ډلې څخه وه، د خپل مېړه سره یې حبشې ته لومړى هجرت کړى و، له لږې مودې وروسته بېرته مکې ته راستنه شوه، څو د خپلو مسلمانو وروڼو سره چې د کافرانو له خوا تر سختو شکنجو لاندې دي يو ځاى ژوند وکړي، تر دې چې د الله مرسته او کومک راورسېږي.
مخکې له دې چې د راغلې موخې په اړه خبرې وکړي، لګيا شوه، د خپلې زړورتيا لمن راټولوي. د خديجې رضی الله عنها په مړينه یوازې څو ورځې تېرې شوي دي، بيا یې وويل:
– يا رسول الله ته واده نه کوې؟
د خپلو اوږدو بڼو تر منځ یې ور وکتل او ویې ويل:
– څوک؟
خوله ارامه شوه، رسول الله-ﷺ-یې په خبره راونه پارېده او نه یې منع کړه، ویې ويل:
– پېغله هم شته او کونډه هم شته.
– پېغله څوک ده؟
– په تا باندې تر ټولو د مهربان سړي (ابوبکر) لور.
– او کونډه څوک ده ؟
– سوده بنت زمعه، په تا یې ايمان راوړى او ستا د خبرو متابعت کوي.
سوده د ډېر عمر مېرمن وه، ښايست یې هم نه لاره او نه پکې داسې څه و چې د خلکو زړونه ځان ته راکش کړي، خو مومنه مېرمنه وه، د خپل تره زوی سکران سره یې واده کړى و، په دويم هجرت کې یې له ځان سره حبشې ته بوتله، بيا بېرته مکې ته راستانه شول، مېړه یې مړ شو، ايا ټول عمر به کونډه پاتې وي؟ که یې واده کړي، نو د هغې مېرمنې په زړه کې به د خوښيو څراغونه روښانه کړي چې نه یې کومه ښکلا لرله او نه یې داسې څه لرل چې د خلکو زړونه ور واړوي او بل لور ته به یې ملګري باوري شي چې د دوى مېرمنې له دوى نه وروسته کوم سپکاوى او توهين نه شي څکلى. که بې ماله او بې جماله بوډئ ګانې هم وي، رسول الله-ﷺ-وويل:
– پر دواړو جرګه شه.
خوله بنت الحکيم له کوره راووتله، د سکران مېرمنې ته په لاره ده، نيژدې وه چې له خوشالۍ نه ور والوځي، د سودې بنت زمعې کور ته ننوته، له مخ نه یې خوښۍ راڅڅېدلې، ورته یې وويل:
– پوهېږې! الله درته کومه ښېګڼه او برکت په برخه کړ؟
سودې ورته په تعجب ور وکتل او ویې ويل:
– څه دي؟
– رسول الله-ﷺ-دې په جرګه راولېږلم، سوده د خوشالۍ په بې ساحله سمندر ورګډه شوه، احساس یې کړه چې د خوښۍ او خوشالۍ اوښکې یې روح مینځي، هغې خوب ليدلى و چې له اسمانه یې په غېږه کې سپوږمۍ راغورځېدلې ده، د خوب په تعبير نه پوهېده او نه یې د دې تمه لرله چې د رسول الله-ﷺ-د مېرمنتوب شرف به ورپه برخه شي، اوس خو پرې ډېر کلونه اوښتي. له دې پورته بل درناوى او شرف به چېرته وي چې د مومنانو مور شي او د کافرانو پر وړاندې زغم او حبشې ته هجرت به یې د سر تاج وګرځي، سودې په ډېرې تلوسې وويل:
– خوښه مې ده. پلار ته مې ورشه او دا خبره ورته وکړه.
خوله بنت حکيم د سودې پلار ته ورغی، هغه د ډېر عمر سړى و. د جاهليت په څېر ستړي مه شي یې ورسره وکړه، ویې ويل:
– دا څوک ده؟
– د حکيم لور خوله ده.
سپين ږيرى بوډا په دې پوهېده چې خوله د خپل قوم په بتانو کافره شوې ده، له مهاجرينو سره یې حبشې ته هجرت هم کړى دى، بيا بېرته له خپل مېړه عثمان بن مظعون سره مکې ته راګرځېدلې ده، په انکاري ډول یې وويل:
– څنګه راغلې یې؟
په ارامه لهجه یې ورته وويل او د سپين ږيري نفسيات یې څارل:
– د عبد الله زوئ محمد ستا د لور په جرګه راولېږلم.
سپين ږيري بوډا نه خپل تندى ګونځې کړ او نه په دې خبره هيجاني شو، بلکې ویې ويل:
– سپيڅلى سيال دى. ملګرې دې څه وايي؟
– د هغې هم خوښه ده.
– ماته یې راوله.
خوله پسې ورغله، ډېر ژر دواړه د سپين ږيري مخې ته ودرېدې، هغه وويل:
– وا لورې دا ښځه وايي چې محمد بن عبد الله بن عبدالمطلب ستا په جرګه رالېږلې ده او هغه سپيڅلى سيال دى، ستا خوښه ده چې ور واده دې کړم؟
سودې په داسې غږ وويل، چې د هغې خوشالي یې بربنډوله:
– هو.
سپين ږيري خوله بنت حکيم ته مخ کړې او ویې ويل: – هغه راته راوغواړه.
رسول الله-ﷺ-راورسېده، څلور سوه درهمه مهر وټاکل شو، پلار یې ور واده کړه، ورور یې عبد بن زمعه راورسېده، خبر شوى و چې محمد بن عبد الله یې په خور نکاح تړلې ده، نېږدې وه چې له غوسې نه چاودلى واى، خپل پلار ته ورغی له غوسې نه ډکېده او تشېده او په خپل سر یې خاورې بادولې، له دې نه به بل لوى شرم چېرته وي چې په خور یې د ابو کبشه زوئ نکاح وتړي!
خوله بنت حکيم د جمحيانو کورنو ته روانه شوه، نيغه د ابوبکر کورته ورغله، کله چې یې له مېرمنې ام رومان سره مخ شوه، ورته یې وويل:
– پوهېږئ الله ستاسې کور ته کومه ښېګڼه او برکت راننويست؟ رسول اللهﷺ-د عائيشې په جرګه راولېږلم.
– لږ صبر وکړه چې ابوبکر راشي.
ابوبکر راغى، سودې ورته وويل:
– يا ابوبکره! پوهېږې الله تاسې ته کومه ښيګڼه او برکت راننويسته؟
ابوبکر ورته حيران ورګوري، بيا یې وويل:
– دا څه دي؟
رسول الله-ﷺ-د عائشې په جرګه راولېږلم.
– ايا دا ورته روا کيږي؟! هغه خو یې د ورور لور ده.
خوله رسول الله-ﷺ-ته راوګرځېده او دغه خبره یې ورته وکړه، هغه ورته وويل:
– بېرته ورشه او ورته ووایه: په اسلام کې زه ستا او ته زما ورور یې او ستا لور ماته روا ده.
بېرته لاړه او دغه خبره یې ورته وکړه، ام رومان وويل:
– مطعم بن عدي خپل زوئ جبير ته غوښتې وه او وعده یې ورسره کړې.
په الله قسم کومه وعده یې چې کړې نو سر ته یې رسولې ده.
ابوبکر راپاڅېده او نيغ د مطعم کور ته ورغی، کله چې ورننوت ورته یې وويل:
– تاسې د دغه جينۍ په اړه څه کوئ؟
مطعم خپلې مېرمنې ته مخ راوګرځاوه او ورته یې وويل:
– ته پکې څه وایې؟
ابوبکر ته یې مخ راوګرځاوه او ورته یې وويل:
– که موږ ورته ستا لور واده کړو، کيداى شي چې دغه زلمى له خپل دين نه وباسي او په خپل دين یې راواړوي.
ابوبکر مطعم ته مخ راوګرځاوه او ورته یې وويل:
– او ته څه وایې؟
مطعم بن عدي ورته وويل:
– څه چې یې وويل تا واورېدل.
د ابوبکر په زړه کې چې کوم تشويش و، هغه پاى ته ورسېد، خپله ژمنه یې پوره کړه او بېرته راوګرځېده، خوله ته یې وويل:
– ما ته رسول الله راوله.
رسول الله-ﷺ-د خپل ملګري ابوبکر صديق کور ته روان شو، له عائشې سره یې نکاح وتړله او پنځه سوه درهمه مهر یې وټاکل شو، خو واده یې و نه کړ، ځکه چې عائشه لا وړه ده، که څه هم د مطعم د زوئ جبير کوژدڼه وه. محمد رسول الله او ملګري يې
هجرت ۱۱ ټوک

لیکوال :عبدالحمید جوده السحار – ژباړن: شرر ساپی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *