افغانستانسرمقالې

په شرعي چارو کې د علماوو همغږي لازمي ده!

په دې کې هیڅ شک نشته چې د معروف او منکر، حلال او حرام، روا او ناروا په اړه تحقیق، فیصله او فتوا په امت کې یوازې دهغو اشخاصو مکلفیت او مسؤلیت دی چې واقعاً په شرعي علومو کې مطالعه او مهارت لري، نو څرنګه چې دغه شرعي اصول بیا له تېرو څوارلسو پېړیو راهیسی همداسې ثابت اونه بدلېدونکي ترموږ رارسیدلي او تر قیامته به همداسې پاتې وي، له همدې امله په یادو شرعي نصوصو کې همېشه د امت غوڅ اکثریت او ټول دینی پوهان یوه خوله پاتې شوي او هیڅکله هم کوم حرام ته چا حلال نه دي ویلي. البته هغه فتواوې چې کله کله ځینو چاروکې د اجتهاد، تاویل او توجیه پر بنا صادرې شوې وي طبیعي ده چې امامان او د شرعي علومو څېړونکي هم پکې پر مختلفو لارو تللي او بیلابيل نظریات یې څرګند کړي دي. بنا پردې اوس چې د څښتن تعالی په خاصه لورینه زموږ هېواد چې د ېردیوله اشغال او غلامۍ خلاص شوي

په دې کې هیڅ شک نشته چې د معروف او منکر، حلال او حرام، روا او ناروا په اړه تحقیق، فیصله او فتوا په امت کې یوازې دهغو اشخاصو مکلفیت او مسؤلیت دی چې واقعاً په شرعي علومو کې مطالعه او مهارت لري، نو څرنګه چې دغه شرعي اصول بیا له تېرو څوارلسو پېړیو راهیسی همداسې ثابت اونه بدلېدونکي ترموږ رارسیدلي او تر قیامته به همداسې پاتې وي، له همدې امله په یادو شرعي نصوصو کې همېشه د امت غوڅ اکثریت او ټول دینی پوهان یوه خوله پاتې شوي او هیڅکله هم کوم حرام ته چا حلال نه دي ویلي. البته هغه فتواوې چې کله کله ځینو چاروکې د اجتهاد، تاویل او توجیه پر بنا صادرې شوې وي طبیعي ده چې امامان او د شرعي علومو څېړونکي هم پکې پر مختلفو لارو تللي او بیلابيل نظریات یې څرګند کړي دي. بنا پردې اوس چې د څښتن تعالی په خاصه لورینه زموږ هېواد چې د ېردیوله اشغال او غلامۍ خلاص شوي او ټول واک د علماؤ په لاس کې دی، ډېره ضروري ده چې د هر معروف په تطبیق او هر منکر په تشخیص اومخنیوي کې د شرعي علومو د څېړونکو او ماهرینو ترمنځ همغږي او وحدت خامخا موجودیت ولري. ځکه افغانان دیندار او پر خپله عقیده کلک ولاړ خلک دي چې همېشه یې د خپل دیني قیادت په حکم هر ډول قربانیو ته ملاتړلې او هر ډول درانه کړ اوونه یې زغملي دي. خوکه پېښه داسې وي چې یوه موضوع کې د حکومت رسمي فرمان  یوڅه او دجومات امام، خطیب یاد مدرسې استاد بل څه وایې، نو ښکاره ده چې ددې ډول فرمان تطبیق به نه یوازې حکومت ته په خورا درنه بیه تمامیږي بلکې دحکومت او علماؤ اوهمدارنګه د عوامو او  علماؤ ترمنځ به هم د بېلتون او تضاد لوی واټن را منځ ته کړي. دغه راز جوماتو، مدرسو، غونډو او نورو مجالسو کې د حکومت د ځینو پرېکړو په هکله دعلماؤ مختلف اظهارات یقیناً پر چارواکو د خلکو باور بالکل له منځه وړي، دښمن ته د لازیات فساد او تخریب موقع په لاس ورځي او خدای (ج) دې نه کړي د نظام په ناکامۍ تمامیږي. د مثال په ډول په هېواد کې د شرعی سزاګانو د تطبیق پر موضوع د علماؤ دریځ او څرګندونې کاملاً سره یوشی وې خود ښځو په تعلیم کې بیا ان د لویانو چارواکو ترمنځ هم څه همغږي نه وه. تردې  چې لازیاتره مبصرین خو دا اندېښنه هم څرګندوي چې ښايې همدا مساله د امارت د مشرانو ترمنځ د یو ژور اختلاف  لامل شي. داچې دینی علماء د عامو وګړو په منځ کې خورا ډېر مخ او نفوذ لري، رسمي او نارسمي رسنۍ هم ځان مکلف بولي چې دعلماؤ اوعوامو غوښتنې، پوښتنې اونیوکې حتماً مسولینوته ورسوي او د خلکو له گیلویې په ښه شان سره خبر کړي. مثلاً زیاتره علماء په دې ګیله من شي چې له نیکه مرغه تردې دمه خو د هېواد په لرو برکې غټ شمېر علماء او د شرعي مسایلو مفتیان اوڅېړونکي شتون لري، خو بیا هم زیاترو مسایلو کې شخصی فیصلي کیږي حال دا چې باید ورته موضوعاتو کې د هېواد په کچه پیاوړي مفتیان او متخصصین  راغونډ شوي او پوښتل شوي وي. پرته له شکه دا ډول چلند هم د اختلاف مخه نیسي او هم د حکومت دريځ ورسره قوي کیږي، موږ باید ومنو چې داوس زمانې وضعیت کاملاً بدل او زښته ډېرې نوې  غوښتنې لري. د اوس مهال خلک له حکومتونو پوره پوره خدمات غواړي. مطلب بشپړ امنیت، اقتصاد، عدلیه، روغتیا پالنه، د هېواد ودانې او پراختیایي چارې، تعلیم او داسې نور هغه څه دي چې فرد فرد یې غوښتونکي دي. له همدې کبله د هېواد په کلي کلي او کوڅه کې ان عوام خلک هم له خپلو استادانو، امامانو او خطیبانو سره تل په دې ناندرۍ اخته وي چې اې ملایانو تاسې خو همېشه زموږ سر سترګې یاست ا و دا وخت واکمنې هم له یوې مخې ستاسې په لاس کې ده، خو چېرې دی ستاسې رسمیت، ستاسې سفارت، پاسپورټ، پیسې، اقتصاد، روزګار، تعلیم او نور خدمات؟ دغه رازدانیو  کې هم لري چې هېواد کې خود ښځو له تعلیمه پرته نورهم زښته ډېر منکرات دي، لکه غم بنا دي کې ناوړه رواجونه، شعار، دښځو خرڅول ، بانکونو کې سود خوري، بازارونو کې لس ګونه منکرات، حکومتی ادارو کې له بیت المال سره بې احتیاطي او داسې نور. ځکه خو لازمه ده چې ړومبی د علماؤ له خوا شدید منکر تعریف او تشخیص او بیايې په اړه مناسب اقدام وشي. لنډه داچې ګردو همدغسې موضوعاتو کې د علماؤ مشوره او همغږي انتهایي ډېره ضروري چاره ده او نه ښايي چې له دې پلوه غفلت د ټول نظام او ملت به ستر زیان واوړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *