دینې لیکنې

په شعبان کې دعبادت فايدې

حسان مجاهد

رسول اللهﷺ به يوازې په شعبان مياشت کې ډيري نفلي روژې نيولې، په دې اړه يوه ورځ اسامه بن زید(رض)ترې وپوښتل او رسول اللهﷺ ورته وفرمايل « د رجب او رمضان ترمنځ دغه(شعبان) هغه مياشت ده چې مسلمانان پکې ډیر غافله وي، په دې میاشت کې الله تعالی ته دانسانانو عملونه پورته کيږي؛ ځکه نو زه خوښوم چې زما عمل الله تعالی ته په داسې حال کې ورسېږي چې زه روژه دار يم [سنن نسائي] رسول اللهﷺ په شعبان کې د زياتو روژو نيولو دوه لاملونه بيان کړو: لومړی دا چې الله تعالی ته د بندګانو کلني اعمال په دې مياشت کې رسېږي او دوهم داچې په دې مياشت کې مسلمانان غافله وي. غفلت دا و چې تر شعبان مخکې د رجب مياشت هم له غورو مياشتو څخه وه، چې قتال (جنګ) په کې حرام و او تر شعبان وروسته رمضان هم غوره مياشت ده؛ ځکه نو مسلمانان په شعبان کې له عبادت څخه غافله و.
ابن رجب حنبلي (رح) او ابن جوزي (رح) د غفلت پر مهال دعبادت يوشمېر فايدې بيان کړې دي:
۱_له ريا څخه دعمل پاکي
دغفلت پرمهال عبادت په پټه توګه ادا کيږي او له ريا(ځان ښودنې) څخه ښه پاک وي او اسلافو به ډير کوشش ددې کاوه چې په عبادت يې خلک نه شي خبر. ځيني داسي سلف تېر شوي دي چې څلويښت کاله به يې له خلکو پټه روژه وه، سهار له کوره د وتلو پر مهال به يې له ځان سره دوې پتيري/روغانۍ واخيستې او دکورنۍ غړو به دا خيال شو چې روژه یې نشته، کله چې به بازار ته ورسېد؛ هلته به يې پتيرې خيرات کړې او د بازاري خلکو به دا خيال شو چې کور يې ډوډۍ خوړلې ده او روژه يې نشته. دوی به داسې څه کول چې په مټ يې خپله روژه له خلکو پټه وساتي، ابن مسعود رض به ویل کله چې په تاسو کې د چا روژه وي؛ نو هغه دي سهار تېل وکاروي. قتاده به ویل: د روژه دار لپاره مناسبه ده چې د تېلو په استعمال سره دروژې سپيره والی له ځانه ايسته کړي او خلک پرې پوه نه شي.
۲_ په نفس سختي
دغفلت پرمهال عبادت په نفس ډير دروند وي؛ ځکه کله چې يو انسان نور انسانان په يو عبادت وويني نو هغه عبادت ورته ګران نه وي لکه د ورځې لمونځونه او درمضان روژې چې ټول خلک يې ترسره کوي، اما په انسان هغه عبادت چې نور عام انسانان یې نه کوي لکه دشپې لمونځ او د شعبان روژې؛ دا په نفس دروند تماميږي او بهتره عبادت هغه دی چې په نفس دروند وي.
۳_ له الهي عذابه نجات
کله چې عام خلک په ګناه او غفلت کې اخته وي او یو څوک بيا يوازې عبادت کوي(لکه دشپې مهال لمونځ يا د شعبان روژې) نو الله تعالی دده په برکت سره له ټولو عامو خلکو څخه بلاوې او عذابونه پورته کوي، نو ده ګواکې ټول انسانان له الهي عذابه وژغورل.[لطائف المعارف صـ191- 193] ۴_ په عبادت باندې حرص
دغفلت وخت په عبادت راګيرول بهتره عمل دی او په دې وخت کې عبادت کول؛ له عبادت سره دسړي پر ډير حرص دلالت کوي؛ ځکه په دې وخت کې نور انسانان په شهواتو او عاداتو اخته وي همدا وجه ده چې دماښام او ماخستن لمونځ په جماعت سره ادا کول او دشپې لمونځ کول بهتره عمل دی ځکه په دې وخت کې نور خلک غافله وي.[التبصرة جـ2صـ50] سلمه بن کهيل (رح) او حبيب بن ابی ثابت (رح)به د شعبان په را رسېدو سره ويل: دا د تلاوت کوونکو مياشت ده.
عمرو بن قیس ملائي(رح) به د شعبان په رارسېدو سره خپل دوکان وتړه او ځان به يې دقرآن کریم تلاوت ته فارغ کړل[لطائف المعارف صـ196] نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې د شعبان په مياشت کې نفلي روژو، لمونځونو، صدقو او تلاوتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ تر څو دغه دغفلت مياشت په عبادت کې تیره کړي او راتلونکي مياشت (رمضان) کې عبادت ته يې ځانونه چمتو کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *