
په غزني کې تاریخي ابدې لومړۍ برخه
څله خاني
په غزني ښار كې تر لسو زياتې څله خونې شته. په څله خانو كې رياضيت او د ذكر كول هم ځانګړي اداب لري. هرهغه څوك چې غواړي څله خانې ته لاړ شي نو بايد دا ادبونه مراعات كړي. ويل كېږي چې لومړى به دا كس تر ځان كرښې راتاووي. ترڅو د پيريانو،جنیاتو او خبیثه ارواوو له ځورېدلو څخه په امن كې وي. په خلكو كې داسې باورونه هم شته چې كه د بدن هر غړى هم له دې كرښو نه د باندې وه نو بيا هم كېداى شي چې د خبیثه ارواووله لوري ورته ازار ورسېږي. ځينې وخت خو خلك د رواني ناروغيو د درملنه په موخه هم دلته راځي اوپه څله خانو كې شپې او ورځې تيروي. كه څوك له نفس او شيطان سره د مبارزې په مقصد هم دلته ورځي نولږتر لږه به څلويښت ورځې دلته تېروي. لږ خوب اوخوراك به كوي. ځينې په دې باور هم دي چې د څلوېښت عدد يې لا خوښ دى ځكه چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) په څلوېښت كلنۍ كې پيغمبر شو.
حضرت سنايي او د هغه څله خانه
ابوالمجد مجدود ابن آدم په حكيم سنايي مشهور(۴۷۶_۵۳۵ هجري قمري) د دري ژبې له سترو شاعرانو څخه دى. هغه لومړنى شاعر دى،چې تصوف او عرفان يې د شعر په ژبه بیان كړ. ویل کېږي سنايي چې کله د تصوف او عرفان په لوی سمندر کې د غواص په توګه راڅرګند شو،نو بیا يې د واکمنو له ستاینو لاس واخیست. او له نفسي غوښتنو هم دومره لیرې شو چې آن د بهرام شاه له لورسره يې له واده کولو څخه هم ډډه وکړه.
بیا یی د تصوف اوعرفان په برخه کې خورا ارزښتمن اثار ولیکل.چې مشهور یی دادي ۱ حدیقۀ الحقیقت 2 سیرالعبادالمعاد. او نور…
د حضرت حکیم سنايي (رح) څله خونه د ده د زیارت په انګړ کې یا په بله وینا د زیارت مخې ته په پخو خښتو او ګچو جوړه شوې ده. که څه هم د جوړېدو کره نیټه يې څرګنده نه ده خو ویلای شو چې دا څله خونه د ده په نوم یادېږي. ده به په کې ریاضت، او عبادت کاوه. چې په ورته وخت کې په خپله یو تاریخي اثر هم ګڼل کېږي. دا څله خونه لکه د زیارت په څېرتل د عادي زیارت کوونکو په مخ پرانیستې نه وي. یعنې دروازه يې تړلې وي. یوازې د جمعې مبارکې په ورځ خلاصه وي. ویل کېږي له هغه مهاله چې سنايي د حضرت خواجه لایخوار په اشاره او لارښوونه له درباري شاعري نه لاس په سر شو او د غزنوي سلاطینو له مدحي او ستاینې يې زړه موړ شو، نو يې قلم د حقیقي سلطان په ستاینه کې وکاراوه. د تصوف نړۍ ته ننوت ، په ذکر او فکر کې ډوب شو. د دنیا له چارو يې تر ډېره بریده ځان ګوښه کړ چې بیا به په دغې څله خونه کې مراقبه او په عبادت به بوخت و.دا څله خونه د امير حبيب الله خان په وخت كې له دې امله ورغول شوه چې خلکو ورته د یوه متبرک ځای په سترګه کتل او هم لرغونتوب درلود ورغول شوه، په وروستیو کلونو کې يې د رغونې په موخه د سنايي د اردتمندانو او مخلصینو له لوري هم ورپام واوښت دا تاریخي اثر اوس هم د اهمیت وړ دی…
دا څله خونه د ځمکې په سر هم د یوه نیم مترپه اندازه دېوالونه لري چې په پخو خښتو جوړ دي او په بام یې د وسپنې څادر هم هوار دی او شاوخوا لس متره ژوره ده چې کږې وږې زینې لري. د څلې خونې وروسته برخه پراخه او پاس يې د رڼا له پاره یوه وړه دریڅه هم شته. د څلې خونې دیوالونه په وروستیو وختونو کې په پخو خښتو جوړ شوي دي. په زینو کې يې هم تیږې کارول شوې. د زینو وروستۍ برخه کې چې جګوالی يې د بینادم تر قد لوړ دی. تل شمعې او تیلې څراغونه بل وي. یو خوندور او معطره بوۍ په کې محسوسېږي. د دغه ځای پراخوالی د یوې کوچنۍ کوټې په اندازه دی. دلته یو وړوکی فرش هم غوړېدلي وي. کله چې کوم څوک راځي نو بیا په همدې فرش ناست او ذکر کولای شي. ډېری وخت عادي وګړی له دې امله چې دا څله خونه خورا تیاره وي. نه ورکښته کېږي. یو ډول ویره هم ورته پیدا کېږي. خو هغوی چې بیا یوڅه بلدتیا لري، د څلې خونې وروستي حد ته ځان رسوي، هالته ذکر کوي او په عبادت بوخت او د سکون احساس کوي. دغې څلې خونې ته ورننوتل ډېرو زیارت کوونکو ته متبرک هم وي. د اندړو د ولسوالي قومي مشر او د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم پخوانی جهادي قوماندان د ملا کاکا معاون محمد معصوم خان چې په حاجي معاون صاحب شهرت لري کیسه کوي: ( د جهاد په لومړي کال مو د واغظ په ولسوالۍ کې جهادي مرکز جوړ کړ. سختې شپې او ورځې وې. په ډېره سختۍ به مو کولای شوای چې له یو او بل مجاهد سره اړیکه ونیسو. په همدې ورځو کې ملا کاکا چې د ولایت والی و. راته دنده وسپارله چې د غزني په روضي کلي کې له مولوي … سره وګورم ترڅو د جهادي کارونو لپاره یو منظم پروګرام ترلاس لاندې ونیسو، په یوه زاړه بایسکل مې پښه را واړوله، د غزني له ښاره وړاندې په کلیو کې په بدله جامه کې را روان یمه، کله چې د شمس صاحب کلي ته را ورسېدم، په زړه کې مې راتېره شوه. چې که هر حال دی. د سنايي صاحب زیارت ته ورګرځم، په ډار او ویره کې مې ځان زیارت ته را ورساوه. زیارت مې وکړ، له دوعا وروسته بیا په زړه کې راتېره شوه، چې یوځلې څلې خونې ته هم ورکښته کیږم. دوه رکعته لمونځ به هم ادا کړم او بیا به د روضي په لوري ځم. کله چې څله خونې ته ورکښته شوم. په سترګو مې تیاره هم ده، خو یو وړوکی تیلی څراغ بلېده. یوه ښه شیبه مې شاوخوا وکتل، چې یوڅه مې په سترګو رڼا شوه، په یوچا مې سترکې ولګیدې چې پروت دي او په مخ يې څادر ورغوړولی دی. زه په لمانځه ودرېدم. کله چې مې سلام وګرځاوه او فارغ شوم.همدې سړي مخ را لوڅ کړ. ومې پېژانده د ده یک ولسوالی د ملا پاچا صاحب زوی چې هغه وخت لا طالب و. راته په ځيره ځيره ګوري. راپورته شو، له یو اوبل ته مو لاسونه ورکړل. ما ورته ویل: ته چېری؟ موږ درته انتظار وو.ده راته په ځواب کې وویل: ډېر درپسې وګرځېدم، هیچا دې ادرس او ځای نه راښود. دا دوه ورځې کېږي چې دلته راغلی یم. او له ځانه سره مې وویل: تر هغوو له دغه ځایه نه وزم ترڅو چې الله تعالي دې دلته په دغه مبارک ځای کې راته حاضر نه کړي. زه به همداسې پروت یمه. دادی خدای ج په لاس راکړي. بیا دواړه له څلې خونې را ووتو او د روضې کلي ته لاړو.) همدا ډول اوس هم د جمعې په ورځو کې ځینې صوفیان دننه په څله خونه کې په عبادت بوخت او مراقبه وي.
د پیرشهبازڅله خونه
د ځینو تاریخي لیکنو او د خلکو د وینا په بنسټ چې د شهبازپیر نوم (سید عبدالله او د سید ابراهیم ) زوی دی هغه د غزني ښار له سیدانو او په دغې سیمه کې د عرفان او تصوف د لارې له لارویانو څخه دي. هغه مبارک په شرعي علومو او د طریقت په موندنو کې لوی لاس درلود. عمر یې په زهد او پرهیزګارې تېراوه. نوموړی د قادریه شریفې د طریقې « شیخ عبدالقادرګیلانی غوث العظم» یې شهرت درلود پیرو و. چې د شریعت اوطریقت له مخکښانو څخه و. حضرت پیرشاهباز په ۹۰۰ هــ ق کال کې د اجل داعیي ته هرکلی ووایه او دارلبقاه ته وکوچېد. د مزار موقعیت يې د غزني ښار ته څېرمه په جنوب کې د پیرزادي کلی دی.د پير شهبازبابا د زيارت څله خانه خورا مشهوره ده. دغه ستر صوفي او روحاني شخصيت هم دعرفان هغه ځلاند ستوری دی چې په خپلو لارښونو ارشاداتو او ښوكړنو سره يې د خلكو په زړونو كې ځای موندلى. د عرفان اوتصوف د ډګر دغه نوميالی هم د رياضيت ، نفس تزكيې ، مراقبي او عبادت د ترسره كولو په مقصد له خلكو لرې اوګوښه د ځان لپاره همدا څله خانه غوره کړې وه، دا چې د دغه ستر صوفي او روحاني پير ډېر وخت به د خداى تعالى په لاره كې په عبادت زهد اواطاعت تيرېده نو يې لا په هماغه ځوانۍ كې دا څله خونه جوړه كړه. خلک وايي : دې څله خانې ته څوك په اسانۍ سره نه شي وركښته كيدلاى اونه هم هالته ډېر وخت تېرولاى شي . دا څله خانه ډېره ژوره او په عين حال كې لاره يې هم لکه د نورو څله خونو په څېر كږليچونه لري په پخو خښتو جوړه شوې او داسې ښكاري چې ماهرو معمارانو يې د جوړېدو چارې سرته رسولي دي. نږدې اته متره به ژوره وي، يومهال يې وړې وړې زينې درلودې. كله چې زينې پاى ته ورسېږي نو بيا له يوه دوه نيم په دونيم متره كې یوې كوټې ته ورته ځاى سره چې معمولآ د لمانځه د ادا كولو په مقصد جوړ دي مخ كېږي . دا څله خانه د شهباز بابا زيارت ته څېرمه جوړه شوې. ډېرى زيارتوونكي يوځل دغې څله خانې ته هم وركښته كېږي . د معلوماتو له مخې ځینې يې د ويرې او ډار له امله له نیمايي څخه بېرته راګرځي او نه شي كولاى تر پايه وركښته شي، دا چې پير شهباز(رح) د خپل ژوند انه په دوران كې د حضرت شيخ عبدالقادر ګيلاني (رح) د قادريه طريقې يوله وتلو مخكښانو څخه و. نو د ژوندانه ډېر وختونه به یې د همدې سلسلې له سالكينو، مريدانو اوارادتمندانو سره په مجلس تيرېدل. نوموړی په اسلامي علومو فقه ، اوحديثو كې خورا پراخ لاس درلود . دی تر څنګ چې يوصوفي شخصيت و، د خپلې سيمې په كچه ښه عالم هم و. چې په ګڼ شمېر کې شاګردان يې لرل. دغه ستر صوفي او روحاني شخصيت واده كړى و اولاد يې هم درلود د تذكره عرفاي غزنين ليكوال كاږي
( چې د پيرزاده، او پيرشاهباز د كليو خلك يې اولاده دي) دغه دواړه كلي د غزني ښار ته څېرمه پراته دي ښه مېړني، ميلمه پال اوعلم دوسته خلك دي. د پيرشاهباز زيارت له غزني ښاره په اووه كيلو مترۍ كې جنوب ته پروت دى.
نور په دوهمه برخه کې
اسدالله بلهار جلالزی