نړۍ

په غزه کې د شهیدانو شمېر ۴۳۰۰ ته ورسېده

په فلسطین کې د پيل شوې جګړې دوه اونۍ پوره کیږي؛ خو لا هم دواړو لوریو سختو بریدونو ته دوام ورکړی.
د غربي رسنیو له خوا خپاره شوی راپورونه او شمېرې ښيي، چې د اسرائيلي ځواکونو په بمبارونو کې د شهیدو فلسطینیانو شمېر له ۴۰۰۰ زیات اوښتی دی.په شهیدانو کې ۱۵۰۰ ماشومان او ۱۶۰۰ مېرمنې شاملې دي.رویټرز اژانس لیکلي، چې اسرائیلي هوايي او ځمکني پوځ تر دې دمه ۴۳۰۰ فلسطیني وګړي وژلي چې ۱۶ خبریالان هم پکې شامل دي.راپور زیاته کړې، چې: له تېرو دوو ورځو راهیسې اسرائیلي پوځ له روغتونونو وروسته پر جوماتونو، کلیساو او د بې ځایه شویو پر کمپونو هم سخت بمبارونه کړي دي.
بل لور ته قدس نیوز خبر ورکړی چې وروستي بمبار کې العمری الکبیر نومي تاریخي جومات هم نړېدلی دی.ملګرو ملتونو منلې چې د بمبارونو له امله شاوخوا یو میلیون فلسطینیان بېځایه شوي هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *