لیکنېمقالی اوتبصرې

په فلسطین کې د امریکا اډه د څه لپاره؟

پر غزې د برید او بمبار سره هم مهاله د امریکا اینټرسپټ وېب پاڼې خبر ورکړی چې له غزې سره په ۳۲ کیلومټرۍ کې امریکایانو یوه پټه نظامي اډه جوړه کړې ده. دغه پټه نظامي اډه د نقب په دښتو کې د هارقرین د غره په لمنه کې جوړه شوې ده. اینټرسپټ وېب پاڼې زیاته کړې چې دغه نظامي مرکز او اډه د پنځه سوه دوولسم (۵۱۲) سایټ په نامه نومؤل شوې او یو ډؤل راداري او ترصدي مرکز بلل کیږي. د دغه مرکز لپاره وار له وړاندې ۳۶ میلیونه ډالره مصارف شوي او اوسمهال یې د عسکرو د اوسېدنې لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کیږي. پاڼه زیاتوي سره له دې چې د امریکا جمهور رییس جو بایډن ویلي: پر غزې له د برید سره هم مهاله ‌اسرائیلو ته د امریکایي عسکرو د لېږلو کوم پلان نشته، لیکن له دغه وینا سره بیا هم په اشغال شوې خاوره کې د نظامیانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
د پام وړ ټکۍ دا دی چې پنټاګون دوې میاشتې مخکې په یاد مرکز کې د تاسیساتو نصبؤل پیل کړي وو، لیکن د شته دستګاوو او تجهیزاتو څخه یو هم د غزې لخوا توغؤل شوي راکټونه او میزاییلونه تشخیص کړي نه دي او نه هم په ځواب کې کوم غبرګون ترسره شوی دی. همدا ډؤل بهر ته درز شوي اسناد او مدارک ښکاره کوي چې د غزې تر برید دوې میاشتې مخکې د ۵۱۲ سایټ لپاره د پنټاګون لخوا د څو میلیونو قرارداد شوی. په یاد قرارداد کې لیکل شوي چې دغه سایټ به د امنیتي معاون پحیث فعال وي او دلته به یو راداري مرکز د اسمان د څار لپاره رامنځته کیږي.
په انټرسپټ کې د یاد مطلب لیکوونکي خبریالان (کلاین کلیپنشتاین او دانیل بوگوسلاو) زیاتوي: یاد ۵۱۲ راداري سیسټم ځکه د حماس میزاییلونه تشخیص کړي نه دي، چې دستګاوې او تجهیزات یې ټول پر بلې نقطې باندې متمرکزې وې. پنټاګون په دې وروستیو کې له اوکراین څخه مخ اړولی او یو ځل بیا یې خپله توجه منځڼې ختیځ ته را اړولې ده او خپلې جنګي طیارې يې په سیمه کې دو برابره زیات کړي او دو نظامي کښتۍ یې د ‌اسرائیلو په سواحلو کې مستقر کړي دي.
ټولو ته معلومه ده چې ‌اسرائیل سره له دې چې د نظامي لحاظه یو قوي دولت بلل کیږي او ټوله اسلامي او عربي نړۍ یې ویرولې ده. لیکن د اوږدې مودې جنګ او جګړې توان نلري او جغرافیایي موقعیت یې هم داسې دی چې د نورو کفري هیوادونو د مرستې بغیر د اوږدې مودې بقا یې تر سوال لاندې راځې. نو ځکه ‌اسرائیل خپله ټوله توانایي او قوت په استخباراتي او تبلیغاتي برخو باندې متمرکز کري دي. په دې ترتیب کولای شي په ډېر لږ مصرف او لګښت خپلې غټې موخې ترلاسه کړي.
د ‌اسرائیلو استخبارات د نړۍ له قوي استخباراتي شبکو څخه ده. او دوی د ټولې فلسطیني خاورې او په خاصه توګه د غزې جاسوسۍ باندې ځانګړی متمرکز لري. ډېره موده مخکې د حماس او په خاص ډؤل د القسام د دفاعي او تعارضي ځواک خبرتیا حکومت ته ورکړل شوې وه. ‌اسرائیلو په فلسطین کې د عملیاتو هوډ درلود. لیکن د ‌اسرائیلو لپاره د جګړې پیل ډېر اسانه او په هره بهانه ممکن دی، خو دوامداره جګړه یې بیا د زوال او مرګ په مانا ده. نو ځکه ‌اسرائیل له پیله په هره جګړه کې خپل ټول ځواک او توان په لومړیو ورځو او هفتو کې کاروي او دغه یې د بریا سبب ګرځېدلی دی. د اعرابو سره یې جګړې ټوله همداسې شوې او په بریا یې ختمه شوې ده.
د اوسنې جګړې وضعیت بل ډؤل دی او ‌اسرائیلیانو ته هم معلومه شوې ده چې روانه جګړه که د حماس د ختمېدو په نیت وي، نو ډېره موده به دوام وکړي او دوامداره جګړه بیا د ‌اسرائیلو لپاره د خطر زنګ دی. نو ځکه د امریکا د ملاتړ او په سیمه کې د حضور او وجود باید خبره رسنیزه شي، تر څو د سیمې عربي هیوادونه او اسلامي ممالک د کوم غبرګون جرئت ونه کړي. دغه راپور هم په همدې نیت نشر او رسنیز شوی دی او بیا پکې د ایران وېرؤلو ته پکې جملې کارؤل شوي دي. کنه نو ټولو ته جؤته ده چې امریکا د ‌اسرائیل ده.
د غزې جګړه د اکتوبر له اوومې څخه پیل شوې او یوه میاشت ته نږدې کېدونکې ده. په دې موده کې هوایي بریدونو، تراوسه لسګونه زره ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. اما ‌اسرائیلو ته کومه سیاسي او نظامي لاسته راوړنه نلري. او که په دغه حالت هر څومره موده دوام هم وکړي، نه به حماس ختم شي او نه به ‌اسرائیل ته څوک شاباسی او امتیاز ورکړي. علاوتا د نړۍ او مسلمانانو قهر او غضب ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او هره ورځ او اوونۍ دا احتمال شته چې کومه نوې پېښه او تحول رامنځ ته شي. نو د احتمالي داسې کومې پېښې او تحول لپاره د امریکا نظامي حضور او وجود په ‌اسرائیل کې رسنیز کول یې قصدي او تبلیغاتي عمل بولم.
امریکا او ‌اسرائیل په دا ډؤل تبلیغاتو غواړي ټول اسلامي واکمنان ووېروي، او موږ او تاسو یې د نتیجې شاهدان هم یوو چې یو اسلامي هیواد او واکمن هم د څه ویلو او کولو جرئت نه دی کړی. د غزې روان وضعیت ته په کتو هم دغه خبره ثابتیږي چې ‌اسرائیل حماس له منځه وړلای نشي او د فلسطینیانو په وژلو هم جنګ ګټلای نشي، برسیره پر دې اوږدمهاله جنګ، به سبب شي چې اکثره یهودي ‌اسرائیلیان به ډېر ژر دغه خاوره پرېږدي او نورو هیوادونو ته به کډه شي. هغه څه چې ‌اسرائیل ترې ویره لري. بل لورې ته د څو وروستیو کلونو روان اقتصادي وضعیت لکه څنګه چې بر نورو هیوادونو یې منفي اثر کړی، همداراز ‌اسرائیل په کور دننه د سیاسي احزابو او مختلفو افکار له سخت غبرګونونو سره هم مخ دی او دا ټولو پر ‌اسرائیل منفي اثر غورځولی دی او په کور دننه یې د ولس او احزابو مخالفتونه او جنجالونه را منځ ته کړي دي.
ټولو پورتنې مواردو ته په کتو سره، غربي رسنۍ په یو مخیز ډؤل هڅه کوي چې د غزې برید او قتل عام کې حماس ملامت وبولي او په څنګ کې ټول اسلامي هیوادونو او جهادي احزابو ته د هر ډؤل حمایوي غبرګون لپاره خبرتیا ورکړي. کنه نو په داسې یو حالت کې چې انسان وژنه او د بشر قتل عام په یو مخیز او ظالمانه ډؤل روانه وي، څنګه کېدای شي مسلمان حاکمان کاڼه او ړانده شي. د اسلامي او عربي هیوادونو چوپتیا او د ‌اسرائیلو څخه د غربي او کفري نړی ملاتړ او حمایت هسې کوم نمایشي ډرامه نه ده. بلکې په ډېر احتمال ځینې ګاونډې او مهم هیوادونو د دغه شوم پلان څخه خبر او په هرڅه پوه دي. خو بیا هم د الله تعالی تقدیر بېل دی او ان شاءالله ډېر احتمال شته چې په نږدې راتلونکو میاشتو کې غټ تحول رامنځته شي. داسې تحول چې اوسنی سیاسي او جیوپولیتیک جوړښت به ګډوډ او
تغییر کړي.

هلال بلخي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *