سرمقالې

په مالي چارو کې  شفافیت د بري ضامن دی

تل مو پر دې ټینګار کړی، چې اسلامي نظام ښه په وضاحت سره تعریف او په تمامه معنا وپېژندل شي.

ځکه په عمومي توګه افغان ملت یوه تقلیدي ټولنه ده، چې زیاتره دیني چارې او مفاهیم یې مستقیماً له شرعي نصوصو څخه نه دي تر لاسه کړي، بلکې د تېرو څوارلسو پېړیو په اوږدو کې یې له خپلو نیکونو د کلتوري میراثونو په بڼه را خپل کړي.

همدا وجه ده چې ځینو سیمو او قومونو کې یو مستحب تر فرضو او عقیدوي ضروریاتو هم مهم ګرځېدلی او ځینو کې یو حرام کار ته په ډېره وړه سترګه کتل کیږي. له بل پلوه زموږ زیاتره ملایان او طالبان هم چې خپل ډیری وخت په ترانو او لا یعني بنډارونو کې مصرفوي، د اسلامي مفاهیمو له ژورې مطالعې او څېړنې بې برخې دي. له همدې کبله خو ځینې یوازې د ږیرې، پګړۍ او جامو پر اصلاح ډېر تمرکز کوي، چې ښایي بس همدا به د اسلامي حکومت یوازنی مکلفیت وي. ځینې د ښځو او حجاب پر موضوع ډېر اسرار کوي او فکر کوي چې کله ښځې په کور کېنول شي، نو فقط همدې سره اسلامي نظام سل سلنه تکمیل شو. ځينې بیا د حدودو او شرعي تعزیراتو اجراء د ټول شریعت د بشپړ نفاذ نښه بولي او ګومان کوي چې تر څو یادې سزاګانې تطبیق شوې نه وي، د اسلامي نظام دعوا غلطه ده! دغه یو لوریزې مفکوره آن زموږ د امر بالمعروف پر ادارې هم تر ډېره بریده حاکمه ده، ځکه له کړو وړو یې داسې معلومیږي، چې د دوی په نظر هم معروف یوازې لمونځ او منکر یوازې سورڼی دی.

حال دا چې هم د اسلامي نظام معنا او تقاضا خورا ډېره پراخه ده او هم زموږ په خلکو او ټولنه کې نیمګړتیاوې زښته ډېرې دي. همدغه پر یوه لوري اصرار او د بل لوري اهمال پر موږ دومره غالب شوی، چې ان د اسلامی تحریک او جهاد ځینې مخکښ شخصیتونه مو هم مثلاً آن د لمانځه، جماعت او بیت المال په هکله غفلت او سستي کوي. البته لمونځ هم کره یا نیمګړی، ګټه او زیان یې خپل دي، خو دا چې څوک بیت المال سره بې احتیاطي کوي غلا ترې کوي، اسراف کوي او شخصي پالنې کوي، ښایي خپله دنیا او آخرت هم تبا کړي او د ټول نظام د بدنامۍ او زوال لامل هم وګرځي.

ځکه د مسلمان ‌پر ذمه دوه ډوله حقوق دي، یو یې د خالق او بل د مخلوق، یا په بله ژبه یو عبادت او بل معیشت. نو کوم مسلمان چې د خپل رب عبادت کوي، خو معیشتي مسایلو کې بیا د شرعي احکامو هیڅ پروادار نه وي، د بیت المال اړوند شیان پلوري، ځاني استفادې ترې کوي، غلا، خیانت او رشوت یې عادت ګرځېدلی وي، یقیناً چې د اسلامی نظام او شریعت د نفاذ دعوا یې سراسر باطله او درواغجنه ده.

په دې اساس موږ ټول باید دا حقیقت له پامه ونه غورځوو، چې بیت المال سره احتیاط او مالي چارو کې شفافیت زموږ لپاره انتهایي ډېره مهمه موضوع ده. ځکه یو خو افغانان زښته ډېر بې وزله دي، نو هر کله چې کوم ملا او طالب قیمتی موټرو، ښو خوراکونو او ډېرو پیسو سره وګوري، حتماً زیات متأثره کیږي، پر دیني قیادت یې باور کمیږي او بد ګوماني کوي. بل دا چې اوس موږ د ټول اسلامي امت په مخکې د پخې مسلمانۍ،  پرهیزګارۍ او سوچه اسلامي نظام دعوا کړې او ډېر لوی ننګ ته مو ځان تړلی دی، نو که مالي چارو کې مو روڼتیا او له بیت المال څخه په استفاده کې مو انصاف نه وي، بیا به د خپلو خلکو او نورو مسلمانانو له پېغوره ځان څنګه خلاصوو؟ بیا خو به حتماً هغوی وایي چې تاسې ږیره خریلی، پتلون اغوستی او لوڅ سره سړی یا لوڅ مخې ښځه نه پرېږدئ، خو هغه بیت المال چې عواید یې له همدې بې وزله خلکو راغونډیږي، په دومره بې انصافۍ په خپلو کې سره وېشئ او خورئ چې یوه اجیر او ټیټ رتبه مامور ته شپږ، اته یا لس – دولس زره افغانۍ ورکوئ، خو همداسې یو بل انسان چې آمر او چارواکی دی، پنځه یا لس برابره زیات معاش اخلي!

 لنډه دا چې که د اسلامي امارت مشرانو په مالي چارو کې د شفافیت او د بیت المال په استعمال او وېش کې سم امتحان ورکړ او د ملت قناعت یې ترلاسه کړی شو، نو پرت له شکه چې هم به د څښتن تعالی مرسته ورسره وي او هم به یې خپل ملت ملګری وي او خدای دې نه کړي که دې ازمیښت کې پاتې راغلل، خدای ږو که به یې څوک نه دا سپينې جامې او پګړۍ ومني او نه د اسلامی نظام دعوا، بلکې همدغه مالي موضوع به تل زموږ د اخلاص او صداقت لپاره یوازنی محک وي. همدې ټکي ته لومړیتوب ورکړئ او همدې کې له ښویېدلو ځان وساتئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button