مقالی اوتبصرې

په مهماتو کې یوه ډېره مهمه!

یقیناً موږ ته زښته ډېر مهم کارونه را په غاړه دي، خو نن مې په دغو ټولو کې یوه داسې کارته پام ور اوښتی چې که پوره توجه ورته ونه شي، د سمون لپاره یې ګامونه وانه خیستل شي، له هوښیارانو او تجربه کارو اشخاصو سره یې په هکله مشوره ونه شي او لږترلږه خپل موجوده عقلونه په کار وانه چول شي. بې له شکه چې موږ او ګرد افغان ملت به راساً تردې لا د زیاتې بدمرغۍ، بې وزلۍ او ذلت پر خوا روان کړي. نه یوازې دنیایي بدبختي بلکې ان دا چې تر ډېره به مو آخرت هم را خراب کړي، بیا به نه له خپل منځي ذلت او خوارۍ ځان خلاصولی شو، نه به له بهرني دښمن سره مقابله کولی او نه به خپل خالق او مالک راضی کولی شو. دا بې شکه زموږ ډېره لویه بد بختي، بې عقلی او سترزیان دی. خو چاره یې خپله زموږ په وس او لاس کې ده، نه پردۍ مرستې او مشورې غواړي او نه پردي متخصصین او کار پوهان. فقط همدومره چې خپلو کې سره کېنو، له کبرولویي، ضد او تعصبه تېر اولس دقیقې سر پر زنګانه سوچ و سنجش وکړو. هو دا موضوع ډېره مهمه ده، دې ته به خامخا توجه کوو ځکه په دې برخه کې له اصلاح، سمون، تنظیم او کوښښ نه پرته موږ له خپل غلیم سره نه فکري میدان کې څه ځواب ویلی شو، نه یې له شیطاني دسیسو ځان ژغورلی او نه یې فزیکي مقابله کولی شو. دا یوه لویه فریضه ده چې د یو مؤمن ملت په حیث زموږ پرذمه بالکل فرض عین ده. ایا موږ دا فریضه په معقوله او مناسبه اندازه ترسره کړې؟ تاسې یوه شېبه فقط دا خپل خدای درکړي عقلونه په کار واچوئ او محاسبه وکړئ چې د کوم اعداد سپارښتنه موږ ته شوې، څومره موترسره کړی؟ فزیکي برخه او هغه باب کې خپل موجود وسایل هم وڅېړئ او فکري هغه کې خپله علمي کچه هم وتلئ. خپلې مدرسې، کتابونه او نصابونه هم وګورئ، پایلې او نتایج یې هم. ایا د مدرسو په سلو فاضلانو کې د یوه سم قرآن زده دی؟ لمونځ یې ښه زده دی؟ په عربي دوه خبرې کولی او لیکلی شي؟ باوري یم چې ځواب منفي دی! ښه نو مسؤلیت د چا دی؟ لنډه دا چې که اسلامي امارت نن د همدغو نیمګړتیاو غم ونه خوري، بیا به یې څوک سموي؟ را ایسار کړئ دا زرګونه خوانان په منطق او چلپي، چغمني کې مه لېوني کوي، خدای او رسول ور وپېژنئ، دنیا او دښمن ور وپېژنئ، کنه خدای ږوکه په دې موجوده درسې نصاب او دې کیفیت سره خو د اوسنۍ زمانې ننګونوته په غېږ ورشو. راځئ دومره فکر خو وکړو چې که قرآن او حدیث وحی دي نو دا نور فنون خو د ا نساني څېړنو او تجربو لیکنې دي چې د وخت په تېرېدو پر مختګونه او نوښتونه پکې شوي. مثلاً ایا تاسې اوس په یو لرغوني سل کلن موټر کې سفر کوئ؟

روهي لاروی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *