افغانستان

په میدان وردګو کې یو شمېر وسلې نیول شوې دي

د میدان وردګو ولایت امنیه قومندانۍ د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د کشف او نیولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند یوسف اسرار باختر اژانس ته ویلي، چې په دغو وسلو او مهماتو کې څلور میله کلاشینکوفونه، یو پنځه ډزی، یو موش کوش، دوه میله تومانچې او یو میل پیکا شامله ده.
د معلوماتو له مخې دغه وسلې او مهمات د علیپور اړوندو نامسوولو وسلوالو کسانو څخه ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې مخکې تر دې هم ورته وسلې او مهمات نیول شوي، چې ډېری یې له زور واکو څخه ترلاسه شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *