
په نبوي ارشاد کې د څېرو هینداره
له رسول الله – صلی الله عليه وسلم – څخه أبو هريرة – رضي الله تعالی عنه – يو داسي روايت نقل کړی چې د مخلصو مؤمنانو واقعي حالت بيانوي، دغه روايت د مؤمنانو لپاره لويه تسلا ده، بلخوا د مادهپرستو قباحت بيانوي، رسوا کوي يې او ښېرا ورته کړي.دا روايت په لاندينۍ ليکنه کې په داسې شکل بيانېږي چې په غبرګه ليندۍ کې د حديث شريف د متن ژباړه ده او له هغې لاندې د متن هغه تشريح او تفسير ليکل کېږي چې ملا علي قاري – رحمه الله تعالی – په مرقاة کې ورباندې ليکلې ده.
هر مؤمن بايد دغه روايت په دقت مطالعه کړي، په زړه کې حفظ کړي او وخت په وخت يې مذاکره کړي، ترڅو يې د زړه سترګې بنا وي او د شيطان له وسوسو او دسيسو په امن شي، د دغه روايت په اينداره کې دوست او دښمن، مخلص او دروغجن هم معلومېږي، دغه روايت د دنيا او عقبیٰ څراغ دی راسره دي وي.
رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمايلي دي:
«نامراده او تاواني دي وي د درهم او دينار بنده» يعنې هغه چې د الله تعالی د رضا په مقابل کې پيسو ته لومړيتوب ورکوي، په ناروا طريقه يې ترلاسه کوي او یا يې د الله تعالی له خوا په ټاکلي ځای کې نه مصرفوي.
«نامراده او تاواني دي وي د ورېښمنو او رنګينو جامو بنده» هغه چې ټول تمرکز يې په جامو وي، د تکبر، ريا او شهرت جامې په تن کوي، لکه د همدغو جامو مرييی چې وي نه ورنه بيلېږي.
«دوی هغه څوک دي چې که څه ورکړل شي نو خوښ وي او که ورنهکړل شي نو غصه شي» يعنې د منافقينو خصلت لري، لکه الله تعالی چې يې په دغه آيت شريف کې بيانوي: ژباړه: له هغو څخه ځینې خلك د صدقو په وېش کې پر تا باندې اعتراضونه كوي. كه له دې مال څخه هغو ته څه ورکړل شي، نو خوشحاله به شي او كه ورنکړل شي نو په غوسه کېږي. ﴿٥٨﴾ التوبَة-٩
او په بل آيت شريف کې فرمايي:ژباړه: او له خلکو هغه څوک هم دي چې په شرط/شک سره د الله عبادت کوي؛ نو که ورته کومه ګټه ورسېږي، بيا پرې ډاډمنېږي او که ورته کوم ازمويښت ورسېږي، نو بېرته خپل مخ واړوي، دی په دنيا او آخرت کې زيانمن شو، دا څرګند زيان دی. ﴿١١﴾ الحَج-٢٢
«نامراده او ذليل دې وي، که اغزی ورپورې شي نو د کښلو څوک او وس يې نهلري» يعنې (که له موقف څخه ولوېږي نو) دومره خواخوږی او دوست نهلري چې په سختۍ کې ورسره مرسته وکړي او يواځې يو اغزی ورنه وباسي، زياته همکاري خو بيخي نه ورسره کوي.
«راحت او جنت دې وي د الله تعالی (خالص) بنده لره چې د الله تعالی په لاره کې يې د آس ملونه نيولي وي، سپيره سر او ګردوهلې پښې (چمتو ولاړ وي) که د صف په مخکې وي نو همالته د صف په مخکې وي او که د صف شاته وي نو همالته د صف شاته وي» يعني چېرته چې موظف شي هغه وظيفه ښه په اخلاص ترسره کوي، که د صف په مخکي موظف شي او د دښمن له لومړي ګوزار سره مخ وي نو همالته ثابت او مستقر وي شاتګ نه کوي، او که د صف شاته موظف شي نو همالته د صف شاته ثابت وي، مخکيتوب نه غواړي او له جګړې څخه د راوتلو په وخت د دښمن ځوابي برید او خطر ته چمتو او ثابت وي؛ په علم معاني کې يوه قاعده ده چې که شرط او جزاء متحد وي هلته په جزاء باندې کمال مراد وي، مطلب دا که د صف مخکې مقرر شي نو همالته کمال کوي او که د صف شاته مقرر شي همالته کمال کوي.
«که اجازه وغواړي نو اجازه نه ورکول کېږي او که د چا شفيع شي نو شفاعت يې نه منل کېږي» يعنې د الله تعالی د بنده يو خصلت دا دی چې که له لوړ رتبه اشخاصو سره د ملاقات غوښتنه وکړي او یا د دوی مجلس ته د ورتګ اراده وکړي نو اجازه نه ورکول کېږي او که د چا لپاره د هغه د حقوقو په غوښتنه کې واسطه شي نو خبره يې نه اورېدل کېږي او د واسطې په توګه نه منل کېږي؛ ځکه چې دی پيسه او رتبه نه لري، د دنيا او دنيادارو په کيسه کې نه وي، ټول تمرکز يې په خپلو شخصي ګټو (د آخرت ذخیره) وي، د خلکو په نزد کوم حيثيت نهلري، يواځې د الله تعالی په نزد مقبول وي په آخرت کې به شفاعت کولای شي او شفاعت به يې منل کېږي.
صحيح البخاري، مرقاة المفاتيح شرح مشکاة المصابيح.
عبد الرقيب رقيب