افغانستان

په ننګرهار کې د بزګر ورځ ونمانځل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګر ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ کارونه کړي او په کروندګرو یې زرګونه ټنه اصلاح شوي د غنمو تخم وېشلی دی. په ۶۰۰ جریبه ځمکه د مرستندویه ادارو له لوري د شفتالو او خرما باغونو جوړول، د سبزیجاتو او تیلي نباتاتو د نارغیو په اړه عامه پوهاوی، د سرپرست حکومت د رهبر د فرمان په اساس د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د چکډېمونو د چارو دوام او نور د کرنې رییس د خپل یوه کال فعالیتونه یاد کړي دي. په همدې حال کې بزګران د دوی پر وړاندې د یو شمېر پرتو ستونزو یادونه او د حل غوښتنه یې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *