
افغانستان
په ننګرهار کې د څه باندې ۷ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۷.۲ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه پروژه د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پرا ختیایي پروګرام په مالي ملاتړ د ۷.۲ میلیونو افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سرچینې زیاته کړه چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره ۸۵۰ جریبه ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره ۲۹۳ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او له یادې پروژې څخه نږدې ۳۰۰۰ زره کورنۍ برخمې شوې.