افغانستان

په نورستان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶کلنه دښمني په ورورولۍ بدله شوه

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني د یادې ولسوالۍ د مسوولینو په هڅو د قومي جرګې له لارې حل او په ورورولۍ بدله شوه. په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د یو شمېر دولتي ادارو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دواړو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه او یو بل ته یې د تل پاتې سولې او ورورولۍ لاس ور اوږد کړ. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د نورستان والي ښاغلي حافظ محمد اغا حکیم په هڅو د دې ولایت د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ ۹۱ کلنه دښمني په سوله او ورورګلوۍ بدله شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *