
افغانستان
په نړیوالو سیالیو کې شپږو افغانانو مډالونه ګټلي
د افغانستان تېکوانډو ملي لوبډلې د جنوبي کوریا په نړیوالو سیالیو کې امریکا، کاناډا، اسټرالیا، ګوام، عراق او کوریا ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو او برنزو مډالونه خپل کړي.په دې سیالیو کې له افغانستان څخه ۸ لوبغاړو ګډون کړی وو، چې محسنرضايي او اشرف شکران د سپینو زرو او رامین امیني، حکمت الله زین، علي اکبر امیري او رامش حسیني د برنزو مډالونه پکې ګټلي دي.دغه سیالۍ چې د سویلي کوریا په کوربتوب ترسره شوې، د نړۍ له ۳۰ هېوادونو ۲۲۰ لوبغاړو ګډون پکې کړی وو.
په دې لوبو کې له افغانستان څخه هم ۸ لوبغاړو برخه اخیستې وه.