لیکنېمقالی اوتبصرې

په هېواد کې د بڼوالۍ چاروته باید پراختیا ورکړل شي

د افغانستان کابو اتیا سلنه وګړي په کرنیزو چارو بوخت دي، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه پرځان بسیاشي ددې هېواد په سلو کی کابو اتیا سلنه خلک دکرنې، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي نوپه کارده چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته ډیره پاملرنه وشي ځکه چې په هېواد کی د کرنې او بڼوالۍ بهیر پراختیا یولومړیتوب دی او د افغانستان اسلامي امارت د مسوولو ارګانونو له لورې دهېواد په مرکز او ولایتونوکی بڼوالو او بزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کی د ډول ډول میوه لرونکو نیالګیو، اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرستې وشي ترهغه چې له امله یې دوئ له خپلې کرکیلې څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کیدلو ترڅنگ په هېواد کی هم غلې دانې او با کیفیته تازه میوې پریمانه شي او په مناسبو وختونو کې د هېواد له ښارونو بهر د بهرنیو هېوادونو مارکیټونو ته هم وړاندې شي ترهغه چې بڼوالو او بزګرانو د اقتصادي بډاینې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پریږدي. دافغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې د هېواد په گوټ گوټ کی پر کروندگرو په مناسبو وختونو کی اصلاح شوي تخمونه، ډول ډول نیالگي ، کیمیاوي سرې اولازم وسایل د مسئولو مراجعو له لورې وویشل شي، ځکه له بزگرانو سره هررازمرسته ددې سبب کېږي چې د هېواد کرنیز سکتور وده او پراختیا وکړي.
دې ټکي ته موهم باید پام وي چې افغانستان دخپل ښه جغرافیوي موقعیت اودخدای (ج) ورکړیو کاني زیرمو د موجودیت ترڅنگ دپریمانه طبیعي اوبو دشتون اود یوښه بشري ځواک د درلودو له پلوه یو بډایه هېواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو د نه شتون له کبله دهېواد کروندګر، بڼوال او مالدارله یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړیدا له پاره د سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډیره اړتیا لیدل کېږي اوپه دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت او پانگه والو پاملرنه حتمي او ضروري ده، دیادونې وړده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ډله یېزو خپرندویه سرچېنو په حواله دلغمان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي؛ چې تمه ده په دې ولایت کې د سلو زرو ډالرو په ارزښت د مالټو بڼونه جوړشي، دا بڼونه به ددغه ولایت په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکه جوړ او چمتو شي.
ویل کېږي چې ددغو بڼونو مالي لګښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له خوا ورکول کېږي، د چارواکو په وینا د مرکز مهترلام او ولسوالیو کې به دا بڼونه ۱۲۹ تنو بڼوالو ته جوړ شي او دوی به یې ترهغې ورځې څار کوي چې دا بڼونه حاصل ته رسیدلي نه وي.
هیره دې نه وي چې ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان او … دهغو ولایتونو په لړکې راځي چې مدیترانیي اقلیم لرونکي دي او د مالټې ، نارنج، میوې او د ستروس کورنۍ اړوندو میوو دانو د ودې او حاصل لپاره غوره آب اوهوا لري.
له شک پرته چې په هېواد کې د بڼوالۍ د چارو د ودې او پراختیا په موخه هر اقدام د قدر وړ دی او افغان ولس هم دلغمان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولینو له لورې د سلو زرو ډالرو په ارزښت ددغه ولایت په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونو د جوړولو یاد اقدام ستایي او په ښه ډول دچارو د تحقق هیله یې لري، ددې ترڅنګ په هېواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې یو لومړیتوب دی او د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسوول چارواکي هم دهېواد د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې باید لازم پروگرامونه طرحه اوپلی کړي او په دې موخه د کورنیو پانګه والو ترڅنګ د نړۍ دمرستندویو هېوادونو(په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو) او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم راجلب اودیوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهېواد دکرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په موجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوي چې پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیاوو اوله بلې خوا دهېواد د اقتصاد د پرمختک لپاره زمینه برابره شي، همداشان لازمه ده چې د اسلامي امارت له لورې د کرنیز بهیر د پراختیا ترڅنگ د هېواد د موجودو اوبو ښه مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشي یعنې له اړتیا او لومړیتوبونو سره سره په دې برخه کې لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال پروگرامونه جوړشي چې د هېواد په کرنیز سکتوراو د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې ښې پایلې راونغاړي. د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک پرکرنیزو چارو بوخت دي، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختلفو کرنیزو وسایلو د کموالي له امله نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه پرځان بسیا شي، دیادولو وړده چې بیکاري او بې روزگاري هغه ستونزه ده چې ډیری هېوادوال ورسره لاس او گریوان دي، ددغې ستونزې د مخنیوی لپاره هم د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسوول ارگانونه باید د نورو چارو ترڅنگ دکرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د سکتور هراړخیزې ودې ته لا ډیرپام ورواړوي او په هېواد کې د موجودو اوبو دښه مدیریت کولو په اړوند لازم تدابیرونیسي، چې په دغه بهیرکې گڼ شمیر هېوادوالو ته دهمیشني کاراوسالم روزگار زمینه برابره شي او دوئ ټول په کوردننه بوخت شي چې له امله یې د کرنیزو محصولاتو او غلو دانو په برخه کی زموږ هېواد ډیر ژر خود کفا او له هره پلوه پرځان متکی او د بهرنیو له احتیاج څخه وژغورل
شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *