لیکنېمقالی اوتبصرې

په هېواد کې د مشکلاتو حل کول

سرو شورویانو په افغانستان باندې یرغل وکړ، خو د افغانانو په لاس یې داسې ماتې وخوړه چې د نړۍ له نقشې هم ووت، ولې د شوروي وروستني دیکتاتور میخائیل ګورباچوف ماغزه ځای ته ورغلل او له امریکا سره یې خبرې اترې پیل کړې، چې په دې مذاکراتو کې پاکستان او د کابل اداره هم ګډونوال وو. ولې د قضیې اصل مدعیان (افغان مجاهدین) له یادو مذاکراتو بهر پاتې شول، نو د مجاهدینو مشرانو هغه وغندل، د شورویانو او د هغوی د ګوډاګیانو خلاف یې عملیات سخت کړل، تر څو یې کمونیست رژيم راوپرځاوه، خو افغان مجاهد مشران هم د نظام په جوړولو و نه توانېدل، خپلمنځي جګړې ونښتلې.

هو! خپلمنځي جنګونو شدت واخیست او هغه نادودې او ناخوالې وشوې چې چنګیز او انګرېز هم نه وې کړې، د مړي نڅا نندارې ته وښودل شوه، له مېرمنو څخه سینې غوڅې کړل شوې، د خلکو په سرونو مېخونه ټک وهل شول او په هلکانو نکاحګانې وتړل شوې‼! په ملت رحم وشو، د دوی له منځه د طالبانو اسلامي امارت غورځنګ راوټوکېده، ژر ژر منظم شول او آن د کابل په دروازو ودرېدل، واک یې ونیو، د ملت قاتل او د (KGB) مزدور نجیب الله یې په دار وځړاوه.

د شورویانو د یرغل پر مهال ډېر ځله په ډېرو ځایونو کې د افغانستان په اړه خبرې اترې او مذاکرات وشول، شورویانو او امریکایانو به ګډون په کې وکړ او مجاهدین به له دې بهر پاتې شول.

کله چې امریکا او ملګرو یې په افغانستان ناروا یرغل وکړ، نو ډېر افغانان یې شهیدان کړل، ولې مجاهدینو خپلو عملیاتو ته زور ورکړ او له امریکایانو یې لاره غلطه کړه. د نړۍ پر مخ ډېرو هېوادونو کې غونډۍ او جرګې وشوې، کومه پایله یې نه درلوده؛ ځکه د کابل ادارې هیڅکله روغه جوړه نه کوله او په جنګ یې تأکید کاوه، اشرف غني وویل، زه عزتمنده سوله غواړم، الله جل جلاله ښه پوهیږي چې عزتمنده سوله یې کومه وه؟

هو! کله چې په قطر [دوحه] کې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د اسلامي امارت ترمنځ خبرې اترې پیل شوې، نو پایله یې ورکړه او هغه یې ځکه ورکړه چې د قضیې اصل اړخونه سره کېناستل، مذاکرات یې وکړل او د هغه په ترڅ کې اسلامي امارت لویه بریا حاصله کړه، دا د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د دوحې له تړونه وروسته د کابل اداره کاواکه شوه چې بالاخره د ۲۰۲۱ز د اګست په ۱۵مه کې د عزتمندې سولې غوښتونکی له هېواده ووت او اماراتو ته وتښتېده. او د افغانستان اسلامي امارت ټول هېواد ونیوه.

اوس په ټول هېواد کې امن او امان دی، ټول کارونه په منظم ډول روان دي، خو د تېر حکومت چارواکي چې بهر ته تښتېدلي، هغوی په بهر کې په کوم هېواد کې سره راغونډ شي، امریکا غږ، بي بي سي، المان غږ او نورې رسنۍ زیات پوښښ ورکړي، د مقاومت د ګوډاګیانو خبرو ته انعکاس ورکړي، نو کوم پلویان او خواخوږي یې چې په هېواد کې اوسیږي، هغوی ډېر خوشحال وي، وايي بیا به لنډه غري پیل شي، د کابل څلورلارې به د یوه وزیر او معین له پاره بندې وي.

د امریکا استازی ټام وېسټ هم د نړۍ په هېوادونو ګرځي، کله پاکستان ته درومي، کله سعودي عربستان ته منډې کړي او کله ناکله د نړۍ نورو هېوادونو ته لاړشي، په داسې حال کې چې په کابل کې مېشت دی، باید خپل مشکلات د افغانستان له چارواکو سره شریک کړي او د حل لارې ورته ولټوي. د ښځينه وو د زده کړو او تحصیلاتو مسئله ده، د دې له پاره باید په کور دننه کار وشي، له هېواده بهر یې حللاره نه شته، هسې ځان ستړي کول دي. اوسمهال په هېواد کې امارت واکمن دی، په کار ده چې خبرې ورسره وشي، تعامل ته ورسره کیني، بهر ته تښتېدلي د خپلو ګټو له پاره کله کله له ټام وېسټ سره ګوري، د مشکلاتو حل په هېواد کې شونی دی، نه په خارج کې!

لیکنه: خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *