لیکنېمقالی اوتبصرې

په هېواد کې د پاليسيو نشتوالی څه ورانۍ زېږوي؟

په زراعتي،اقتصادي او خوراکي برخه کې يوازې د غنمو خبره کوو چې څومره مو کور خراب دی؟
د نړۍ هر هيواد د غنمو او حبوباتو ستراتيژيکې زېرمې لري او دا بيا د هيوادونو په پاليسیو پورې اړه لري چې ځينې هيوادونه د خپل نفوس د اړتيا له پنځه تر لس سلنې پورې زېرمه کوي.
د بېلګې په توګه افغانستان د کال اووه ميليونه ټنه غنمو ته اړتيا لري نو په دې ترتيب سره موږ بايد د کال د اووه ميليونو ټنو اړتيا څخه حد اقل لس سلنه چې اووه لکه ټنه کېږي زېرمه ولرو، او بله خبره داچط د ستراتيژیکو زېرمي
د سلنې پورته او کښته کول د هيوادونو په سياسي،اقتصادي،طبعي پېښو او آفتونو،جګړې او نورو بحرانو سره تړاو لري،د بېلګې په توګه که سياسي بنديزونه پر هيواد ولګېږي،طبعي آفت نازل شي،اوږد مهاله جګړه و نښلي،نو به د همدغو زېرمو څخه استفاده کوي او څومره ډېر تهديد چې هر هيواد ولري نو په هغه اندازه به د زېرمو ساتلو سلنه پورته کېږي.
زموږ هيواد بدبختانه د داسې شيانو څخه محروم دی، نه د اورېدولو څوک شته او نه د کار کولو !
په هر صورت راځو په هيواد کې د سږ کال د غنمو کښت ته چې د تېرو کلنو په پرتله په بېساري توګه ډېر غنم کرل شوي دي، اما بدبختانه د پاليسۍ د نشتوالي او د اړوندو چارواکو غفلت يا د خصوصي سکتور د خبرو د نه اورېدو له امله ډېر غټ تاوان کوو.
هغه داسې چې د غنمو نرخ به د يو لنډي مودې لپاره په بېساري توګه را کښته شي چې د اورېدو څخه همدا اوس په ځينو سيمو کې يو من غنم په درې نيم سوه کلداري خرڅېږي او کېدای شي دا نرخ تر دوه نيم سوه کلدارو پورې ورسېږي، چې دا به د ټولو بزګرانو اقتصاد له مځکې سره و وهي او ټول به تاواني شي.
په دا لنډه موده کې به ارزانه او با کيفيته غنم يا ګاونډي هيواد ته قاچاق کېږي او يا به د احتکارانو له خوا احتکار کېږي، وروسته به ولس بېرته په تور بازار کې همدا غنم په لوړ نرخ رانيسي او يا به بې کيفيته وارداتي غنم او اوړه په ډېر لوړ نرخ سره رانيسي او بله خبره دا چې بزګران به په راتلونکي کال کې د غنمو د کښت څخه و بل کښت ته مخ اړوي او يا به ټول د کښت څخه لاس اخلي، ځکه چې د غنمو کښت نرخ بزګران تاواني کړي،بيا نو کله بزګران خوران د تاوان طاقت لري چې پر کال دې بيا خواري وکاږي.
موږ د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ د ملي بورډ له ادرسه څخه د ملي توليداتو اړوند لکه غنم يا اوړه،هګۍ،غوړي،لبنيات،غوښي، اړوند لوړ پوړو چارواکو ته طرحه وړاندې کړې ده اما بدبختانه د اورېدولو څوک مو نه دي موندلي.

نعمت الله نعمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *