مقالی اوتبصرې

په ورځني ژوند کې کوم کارونه تر سره او له کومو ډډه وکړو!

دا چې اسلامي نظام د انسانانو لپاره داسې منل شوی چوکاټ دی، چې د انسان د ژوند لپاره یې په هر اړخیز ډول ټولې چارې مُحیا کړې، د ژوند کولو ټول اسلوبونه او طریقې یې د ژوند تر پیل (پیدایښت) بیا د ژوند تر وروستۍ سلګۍ (مرګ) پورې ورته ښودلې دي.

– اطاعت: داچې په انساني ټولنه کې د مشرتوب او کشرتوب اصل معلوم دی، هېڅ ډول نه شي کېدای چې په یوه منظمه ټولنه کې دې د هغې ټولنې مشر معلوم نه وي او بغيیر له یو امیر، رهبر او مشر څخه نه ټولنه، نه ډله او نه سیاسي حزب منځ ته راتلای شي، د اسلام دوهم خلیفه امیرالمومنین عمر فاروق (رض) د ټولنې د منځ ته راتګ او له امر یا مشره د اطاعت په هکله فرمایي:یعنې : اسلام پرته له ټولنې نه شي موجودېدلای او ټولنه پرته له امیره نه شي موجودېدلای او امیر پرته له اطاعته نه شي موجودېدلای.

د عمر (رض) له پورتنۍ خبرې په ډاګه معلومېږي، چې که په یوې اسلامي ټولنې یا اداره کې د آمر اطاعت نه کېږي په حقیقت کې هلته نه نظم وجود لري او نه اسلامي احکام، دا چې ټولنه به وي خو غیر منظمه د نورو د لاس محتاجه او د هېڅ ډول دنیوي او اخروي پرمختګ څرک به په کې نه لیدل کېږي.

– تکبر: له تکبر او لویې څخه ځان وژغورﺉ، دا یو داسې مرض دی، چې ټول نیک اعمال به مو د خزان وهلې ونې د پاڼو په شان پر ځمکه پرېوځي او پاڼه چې کله له ونې جلا کېږي نه نور ژوند لري او نه ورته خپل ښایست پاتې کېږي نه ورڅخه د ښکلا څرک لیدل کېږي، دا چې انسان له خاورې پیدا او بېرته خاورو ته ورتلونکی دی،نو تکبر او لویې په څه کوي؟.

اللهﷻ فرمایې: اې انسانه! څه شي ته د خپل هغه مهربانه خدای له لوري په غولونه کې واچولې؟

((هغه چې ته یې پيدا کړی یې؛ ستا اندامونه یې برابر کړي ، ته یې په انډول جوړ کړي یې.))

((او په هره بڼه یې چې خوښه شوه، ته یې نښلولى جوړ کړې. ))

نو په خپلو ټولو چارو کې د خپلو مشرانو او امرینو امر منونکي و اوسئ.

– تقوا: که ویره په رښتینې توګه له اللهﷻ څخه وي نو یقینې ده چې، دا انسان به د ټولنې محبوبترین او کامیاب انسان وي، ویره په دې معنی چې د ژوند ټول کړه وړه به یې خاص د اللهﷻ لپاره وي، نه به د یو چا د قدرت تر تاثیر لاندې وي، نه به د یو چا د زیات اقتصاد او دارایۍ تر تاثر لاندې راځي.

دوستي او دښمني به یې خاص د اللهﷻ لپاره وي،که څوک غواړي په هوسا ډول ژوند وکړي هر څه به د اللهﷻ د رضا حاصلولو په خاطر تر سره کوي.

ژباړه : ((اې مؤمنانو! له الله څخه داسې ووېرېږئ، لكه څنګه چې له هغه څخه د وېرېدو حق دى. تاسې ته دې مرګ رانه شي مګر په داسې حال کې چې مسلمانان اوسئ. سُورَةُ آل عِمرَان : ۱۰۲

ارسلا مفتون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button